دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

  د تکرار سندره    

موسمونه په یوه ژبه ږغیږې

موسمونه د تکرار سندرې وايي

شپه راویښه شوه کړکۍ ته يې لاس اوږد کړ

پر اسمان د ستورو تیر شول کتارونه

په کړکیو کې  پیغلوټې روڼاګانې

په اتڼ شوي

د یوچا کړکۍ ته تللي نګهت راغلی

وږمې پور کړل  وزرونه

د زندان و دیوالونو ته لمر راغلی

نجلۍ ومینځل پوړني

 د قلم د یوي سترګې  رڼا راغله

اسمان شنه، شنه خندا راوړه

موسمونه په یوه ژبه ږغیږې

موسمونه د تکرار سندرې وايي

د انارو بڼ په خوب کې

د  سروګلو او غمیو ډکې، ډکې ټوکرۍ ویني

تشیال واخیستل په غیږکې، د مڼو ژړ نګهتونه

د مکتب شور چوپتیا پاکه د تختې کړه

باندې لیکې توري، توري او ږغونه

ښځو ولیکل مړوند باندې د وړانګو انځورونه

داسي ښکاري توتکۍ ښار ته راغلې

تورې، تورې د اطلسو په جامو کې

سپین پوړنې یې پر سر باندې پیچلي

پر دې لارو د رڼا د شور، په ښکلو پلونو ګرزي

د بامونو پر سرونو د اسمان د شنو سندرو،

سمندر غیږو کې اخلي

موسمونه په یوه ژبه ږغیږې

موسمونه د تکرار سندرې وايي

موسمونه په خوبونو کې  پال ویني

مني راغلي پلونه، پلونه

د زرین جشن بګۍ کې

مازدیګر په طلايي اس باندې سپور شو

د سیند غیږ کې انځورګر د څپو کښېناست

په تابلو کې يې ورځ  شپې ته

د زرین شور څخه ډکي، د طلا جامې اغوستي

لکه ناوې د عربو

د یوچا انتظار پای ته رسیدلي

دواړې سترګي یې سپوږمۍ، سپوږمۍ شوې ورځ کې

هلته لیرې د سارا غیږ د بوډۍ ټال

پخپل غیږ کې دی نیولي

موسمونه په یوه ژبه ږغیږې

موسمونه د تکرار سندرې وايي

زمرودو شنې درې کې

وړانګې، وړانګې نارنجي او ژړ بخونې،

روڼاګاني دي چیښلې

زمرود په رنګینیو میین شوي

د سروزرو کمربند تر ملا تړلي

شنې درې ته د یو چا د محبت سندرې وايي

بریتور شپانه راکښته شو د غر نه

په شپیلۍ کې يې د ستورو سرود پیل کړ

یوه ښکلې ورځ د لمر په اوږو درومې

وايي، لیرې د ممکن ترحده لیرې

د بڼوڼو او ځنګلونو میلمنه ده، روانیږي

موسمونه په یوه ژبه ږغیږې

موسمونه د تکرار سندرې وايي

موسمونه بیرته، بیرته راستنیږي

۲۰۲۳ / ۱۰ / ۵

د الماسو چینه

تا ونه لیدمه، شپه وم

ډک د ستورو مې کچکول و

وړانګې، وړانګې يې کړۍ د دواړو شونډو

پر تندې مې د سپوږمۍ ټیک

د الماسو په چېنو کې بهیدمه

تورپیکی او ټیک مې دواړه

یو پر بل باندې میین وه

په لمن کې مې جنت، جنت وږمې وی

د څپو پر شور مې پلونه

تر سهاره پورې تلمه او راتلمه

تا ونه لیدمه شپه وم

تر لمن لاندې مې ستوري

نازولي ماشومان وه بیده شوي

سپوږمۍ خوب لیدې

زما د تور پوړنې

په کیږدۍ کې د روڼا د قیامتونو

د باران د نرم شور سندرې لاس کې

څاڅکي، څاڅکي وم، ویالې وم

د سیندونو پر بامونو توئيدمه

د لاجوردو رنجه نوني مې په لاس کې

 د کوترو تورو سترګو ته مې خپله

 د رنجو ښایسته، ښایسته تیاره کرله

تا ونه لیدمه شپه وم

د زندان په تور انګړ کې وم ولاړه

د یوي ونې پر پاڼو څو شیبې را اوریدمه

څانګې، څانګې په رګ، رګ کې

لکه سا وم ګرزیدمه

د وریښمینو مړوندونو خیال او خوب وم

د ذهنونو او خوبونو پر کوڅو راتیریدمه

بندي حسن د چا پښو کې

زولنې، زولنې شرنګ وم

د پیروتو ډک سفر وم

د زندان پر پنجرو را تاویدمه

تاونه لیدمه، شپه وم

رالویدلې پر لمن د پسرلیو

د بیدیا د وږمو پلونو کې مزل وم

د غرو څوکو کې غزل، غزل شیبه وم

غیږ په غیږ د کائیناتو

غرنیو ونو پل، پل ښکلومه

د سپوږمۍ وړانګو په سم او غر غوښتمه

زما تیارې یې د اوبو په شان چیښلي

زما سره ترتا نیژدې وه

ساه يې زما ځیګر کې پورته کښته تلله

د نګهت په وزرونو

الوتمه، الوتمه

تا ونه لیدمه، شپه وم

د چوپتیا په موسیقۍ کې نڅیدمه

د نړۍ د ټولو سپینو، تورو، زیړو

ماشومانو سکه مور وم

په زانګو کې د هلال مې زنګوله

د خیالونو په رنګینو جزیرو مې ګرزوله

په ښایسته او وزردارو براقونو،

د سپوږمۍ په لوري تلله

چا رڼا او چا تیاره راټولوله

چا په روح او چا په جسم کې کرله

تا ونه لیدمه، شپه وم

سر ترنوکه خوب او خیال وم

په انځور د کائیناتو کې جمال وم

په انځور د کائیناتو کې جمال وم

۲۰۲۳ / ۱۰ / ۲۰

غزل

د رڼا په ږغ پیلې باڼه وړمه

د سحر درخسار سترګې ښکلومه

د سپیدو د پرخو سپین مخونه لولم

مرغلرې بازارونو کې پیرمه

د دې لارې تیارې اخلم اغزې باسم

په دې خاورو کې د وړانګو کرکومه

د چمن د محسوساتو و اظهار ته

په  ګلونو د وږمو ساه غوړومه

د نګهت کاروان به بیا پر دې لار، راشي

دلته پلونه د سپرلیو لټومه

د  پروین په دود د شپو شومه (پروین) شوم

پرتیارو د رڼا غشي اورومه

۲۰۳۲ / ۱۰ / ۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب