دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+درې لنډې کیسې

درې لنډې کیسې

پنځه اویا کیلو

لیکوال: احمدشاه پاڅون

لا سم کښېنستلي نه و چي له قهره ډک ږغ یې واوریدی: دا ځای د ناستی دی؟ د دوکان مخ دي ټول بند کړ، چابک ولاړیږه! شاته یې وکتل یو غټ بریتور پوخ سینه سړي تندی تریو نیولی و. ده ورته ترخه موسکا وکړه، هیڅ یې و نه ویل، ترازو یې په دواړو لاسو را پورته کړ او رهي شو. سل ګامه وړاندي د یوه تړلي دوکان اړخ ته د ولاړې خادې مخته کښېنستی. شېبه وروسته یو سپینږي لاروي ورټه: راځغلی په لاره کي کښیني، دا مخلوق چيري تیر سي، ټول پیاده رو تا نیولی دی، هله پورته که سامان دي.

ډیر و ګرځیدی بلاخره یې دا سي یو ځای و موند چي دده غوندي کاروباریان او نور ریړۍ ولا شاوخوا موجود وه. ده هم مارکیټ ته د پورته سوو ځینو په اړخ کي د ناستي ځای و موند او ترازو یې مخي ته کښېښود.

له اوو میاشتو را هیسي یې یو دفتر کي د ګارد دنده تر سره کوله، شاوخوا یوه میاشت کیده چي پروژه خلاصه شوې او دی ورسره بې دندي شوی و. په دې لنډه موده کي یې ډیره مجبوري او تنګلاسي تجربه کړه. بلاخره یو ملګري یې خپل کورته رانیولی د وزن معلومولو ترازو امانت ورکړ، که وشي چي د ماښام ګوله ورباندي پیدا کړي.

ګډ وډ وریښتان یې خولۍ کي پورته کړه، د دکاندار او سپینږري خوشکي یې ور یادي شوې. زړه یې درد وکړ ځان ورته تر ټولي دنیا مظلوم او له نعمتونو محروم و ایسیدی. شاوخوا ریړۍ والا وو او نورو ناستو کسانو له یو بل سره په خندا په لوړ ږغ مجلس مښلولی و، خو ده پکي هیڅ برخه نه اخیسته، مجلس ته به یې زړه نه کیده او یا به ښايي د نابلتیا علت و.

ساعت ته یې و کتل د ورځي څه باندي یولس بجې وې، تر دا مهاله یې یوازي ۳۰ افغانۍ پیدا کړي وې. لوږه یې احساس کړه د مخامخ ولاړي ریړۍ د بولانیو بوی یې د لوږه نوره هم را و پاروله. په دې وخت کي د سړک پر غاړه لوکس سپین موټر و دریدی، په تکو سپینو جامو کي یو چاغ کس ورڅخه را کښته سو، د هغه سره یو بل ځوان هم ملتیا کوله. د چاغ سړي ستمی ختی او تر ده تیر سو، بیرته را و ګرځیدی، ملګري ته یې وویل: ته راسه چي وزن و ګورم.

چاغ سړی پر ترازو و درید، د ترازو شمیره تر سل واوښته، ملګري ته یې په خوښي وویل: دا دوو میاشتو پرهیز یوه نیمه کیلو کم کړی یم. ملګري یې ترازو ته کتل و یې ویل: نو ښه دی که شپږ میاشتي نور هم ادامه ورکړې یو پنځه کیلو نور هم کمیږې.

د چاغ سړي تندی تیرو سو: یاره اسانه خو نه ده، قسم اخلم که مي په دا دوې میاشتي یا ځان موړ کړي وي او یا مي د خوښي خواړ خوړلي وي.  شاته یې د پیرکیو ریړۍ ته اشاره وکړه پسي زیاته یې کړه: دغه د سړک د غاړي بورګۍ نه دي؟ چي دا اوس مي ور ایله کړې د هغه پخوونکي سره یې خورم هاهاها د دواړو د خندا ږغ راغی.

ملګري یې وویل: یاره خوره یې پنځه ورځي ژوند دی.

چاغ سړي په ورو ږغ وویل: پوهیږې! د ویني غوړ مي دومره زیات شوي دي، ډاکټر ویل که پرهیز و نه کړم او ځان ډنګر نه کړم د مرګ له خطر سره به مخ شم.

چاغ سړی له ترازو را کښته شو او خبره یې پسي و غځول، ډاکټر ویل: زما نارمل وزن۷۵ کیلو دی، خو هغه ته رسیدل هیڅ امکان نه لري چي مازي تر سل را کښته شم، هم د زوی زیری دی.

د چاغ سړي سره راغلي ځوان ده ته لس افغانۍ ورکړې او دواړو پر ځینو ماریکټ ته ور پورته شوه. دی د چاغ سړي د ژوند، د هغه د موټر او ارمانونو په اړه سوچونو په مخه کړ، خو د پېرکیو خوږ بوی یې سلسله ور ماته کړه. یو ډنګر ځوان پر ترازو و درید، د ترازو شمیره په تکلیف تر پنځوس ورسیده. ملګری یې را مخکي شو په خندا یې وویل: ماشاء الله کلب خو ګټه درته کړې ده. ډنګر ځوان په داسي حال کي چي د پتلانه په پایڅو کي یې خپل ورنونه موندل وویل: هو یاره هره ورځ دوه ساعته ورزش هم ځانته یو څه وايي. پروټین هم ورسره خورم. مشکل دا دی چي اشتها مي نسته، یوازي مي برايي ماښام یو پنځه دانې چپس خوړلې بس.

ملګري یې شاته ولاړي د بولانیو ریړۍ ته اشاره وکړه، راسه و ږی به یې دلته به یو دوه دوه بولاني و خورو!

ډنګر ملګري یې په داسي حال چي په پیسو کي یې په لسګون پسي کتل، و یې ویل: نوم یې مه را اخله زړه مي تر خوله راځي، دا شیان خو بیخي نسم خوړلای. ملګري یې وویل: خوراک کوه ته باید خپل وزن پنځه اویا ته ورسوې.

دواړه ملګري راسته اړخ ته رهسي سوه دا خبري یې لا دده تر غوږو را ورسیدې: کوزدنه مي وايي وزن زیات کړه بیا به واده کوو، چي تر پنځه پنځوس پورته سم د واده ترتیب نیسم.

ترازو یې سره سم کړ، د چاغ او ډنګر سړي په اړه یې ښه شېبه فکرونه وکړه، یو دم را ولاړ سو، خپله پر ترازو و دریدی، د ترازو شمیره پر ۷۵ و دریده. پر شونډو یې مسکا خبره سوه، بیرته کښېنستی، جیب کي یې و کتل اوس یې پنځوس افغانۍ لرلې. مخامخ ریړۍ ولا ته یې په لاس اشاره وکړه. شیبه وروسته دوه تاوده بولاني پر کاغز ورته پراته وه.


یخ اندامونه

موسی احسان

ګړنديو ګامونو یې خاموشه چوپتیا ماتوله.
تېزه تېزه ساه یې اخیسته او چټک مزل یې کاوه.
په تنګه او ناولې کوڅه کې وړاندې روانه وه.
د کورو دېوالونه ګونګ او جامد ولاړ وو؛ د کوم کار کولو توان یې نه لره، لکه فلج ټولنه.
په بېړه یوه کثیف کور ته ور دننه شوه، کوم چې معنوي ګندا و.
د کور دننه له ټغ سترګې بډۍ سره دوه کسان ناست وو، چې په تن برابر او له ښکاریدونکيو څېرو یو څه شتمن مالومیدل، خو درون… والله علم.
د بډۍ شکل وېرونکې بڼه خپله کړې وه.
غوسه وه، غوسه.
تنکۍ، مهینه او نازکه پېغله، چې ساه یې لنډه، لنډه کېده مخکې یې ودریده.
بډۍ په قهر وه، له ځان سره یې قهرجن زمزمی کاوه.
د ګل پاڼه یې پر وړاندې رېږدیده، د ملامتیا احساس یې په ظاهري بڼه ښه محسوسیده، خو باطن کې به خدای په کوم عذاب اخته وه؟
هېڅوک نه پوهېدل، چې درون کې به یې اور څومره، څومره لمبې کولې؟
د وجود اندام یې یخ و، یخ.
بډۍ په غوسه ناک انداز له خولې زهر ور وشیندل، خو حیاناکې پېغلې فقط دومره وویل:
– مور مې وینه قی کړې وه، ځکه ناوخته شوو.
– بډۍ وویل: که په وخت نه شې راتلی، نو له وړاندې راته وایه، زه خپل مشتریان له لاسه نه شم ورکولای، بیا به بله را غواړم.
– بیا به داسې نه کېږي.
له زرکینو سترګو یې تیزابي او ګرمې اوښکې راغلې، چې ددې مخ یې نوکارې، نوکارې کاوه.
دې وحشي فضا له سړي زړه ویسته، خو شهوني وږیو ته دا صحنه زړه راښکونکې وه.
د ځمکې پر مخ دا ټوټه کور دوزخ و، دوزخ.
ښایي نور به هم وي، چې د معنویت ساوې پکې ایستل کېدې.
د غړیو خرڅلاو له بل هر ځای ارزان و.
د وجود غړي انسان ته، د الهي عزوجل ځانګړې ډالۍ ده، خو موږ یې د نفسي حرص لپاره له نورو په ټیټ قېمت اخلو.
د بډۍ کور کې به د ورځې سل بدرنګ او چټل مخونه وو، د ښکلیو هغو په ارمان به دې سترګې سپینې شوې وای.
که دوی دا حالت په ځان قیاس کړی وای، خدای خبر څه به واقع وو؟
د زړونو مالک الله ج دی، خو دا فکر به چا ورکړی و؟
وږيو لېوانو به تنکۍ هوسۍ داړلې او له یخو اندامونو به یې ځانونه سیرابول.
د خوږې نجلۍ په فکر کې به خدای خبر څومره خبرې ګرځیدې؟
څوک څه پوهېدل؟
له بډۍ یې پیسې واخیستې او په منډه د مور خوا ته رهي شوه، خدای ښه پوهېږي، چې مور به یې ژوندۍ پاتې وي، کنه؟؟؟

۲۰۲۴/۰۱/۳۰


 د نیستۍ سټایل

لیکوال محمد اسمعیل څپه
د مکتب وخت ور یاد شو، په ریاضی کې؛ دومره بې خونده نه و، کله  به چې په توره تخته د ایکس قیمت له معلم صیب څخه ورک شو، نو د صنف له منځ به غږونه پورته شول ټولو به د ایکس د قیمت پیدا کولو کوشش کاو ترڅو  درسي ساعت  ژر خلاص شي،  له هغو غږونو یو غږ به د ده و۔
خو اوس د ژوند چارو داسې ګنګس کړی و، هیڅ یې سر نه خلاصیده، چې  ژوند مشکلات څنګه حل کړي۔ له ځان سره یې وویل:
– دا منفي هم د کمال شی دی کله کله ډیر غټ عدد هم صفر کړي۔
 وې غوښتل چې له ژوند څخه مشکلات منفي کړي؛ خو ژوند د ریاضي له کوچنیو ارقامو څخه و، او ستونزې د لویو عدادو په لیکه کې ولاړې وې،  د ریاضي د قوانیونو په اساس لوی عدد له کوچني څخه نشو منفي کیدلی۔
زړه یې نور هم تنګ شو۔
په ځمکه د سمنټو لږیدو خښتو ته یې وکتل خښتې د موټر د ټیرونو له زوره درې خښتې له خپل کتاره دباندې وتلې وې۔ له ځان سره یې وویل:
– دوی هم د ژوند له قطاره ښویدلي دی۔
 موټر کړندي راتلل تیریدل، غوښتل یې د سړک بل لوړ ته واوړي، پښه نیولی شو، له اوښتو پښمانه شو۔ ودرید فکر یې وکړ، له ځان یې وپوښتل:
 – چیرې تلم؟
   بیرته یې ځان ته ځواب ورکه۔
 –   هیچیرې هم نه تلم بس هسې راوتوم۔
اوچت تاو شو،  شا یې هغه لورته کړه چې ور روان و، ځمکې ته یې کتل وې غوښتل د ژوند مشکلات تقسم کړي لیکن مقسوم علیهې نه وه، یواځې دی و، شاوخوا یې هیڅوک نه ول، بیا یې د احتمالاتو علم  ته پام شو۔ فکر یې شو، د احتمالات ریاضي؛ خو د وړاند وینې علم دی زه خو له ستونز سره لاس او ګریوان ها رښتیا په احتمالاتو معلومه ولی شم، چې کله به لیونی کیږم۔
 بې کاری یوه ستونزه، ناروغی بله ستونزه، قرضداری بله، کورنۍ ته چې وړو پیدا کړم غوړي خلاص شی غوړي چې پیدا کړم بوره خلاصه شی، د ماشومان ناروغی، د زوی تبه، د لور ټوخی، ستونزې نه جمعه کیدې همجنسه نه وې سر ته یې ټکان ور کړ،  تر اوسه خو لیونی نه یې په دې پوهیږې چې د جمعې په عمیله کې همجنسه  یو ځای کیږي۔ بیرته یې وویل: ستونزې خو شکل نه لري ستونزې خو کتله نه دی چې په فضا کې دې ځای اشغال کړي؛ خو ور یاد شو چې اکسجن کتله ده خو په سترګو نه ښکاري۔
له ځان یې پوښتنه وکړه۔
– دا ستونزې له خپلې غلطۍ له وجې ورته جوړې شوی۔
په ستونز کې یوه هم د ده د غلتو پریکړو له وجې نه وله او نه د ده غلطو فیصلو نتیجه وه حالت همداسې وو۔بیا یې له ځانه پوښتنه وکړه۔
– په ستونزو کې یواځې زه ګیر یم که ډیر خلک را ګیر دی ولیدل ډیر خلکه په ستونزو کې ګیر وو۔
 په ډک بازار کې یواځې خپل سوری او سودا ور سره روانه وه۔
 بیا فکر ورغي په ریاضي کې ځینې ګروپونه جوړیدل هغه ستونزې چې ژر او اسانه حل کې کیږي هغه باید را مخکې کړم هغه ستونزې چې وخت ډیر اخلی هغه باید شا ته کړم۔
 ځای په ځای ودرید ملګری یې ورته وویل:
– دا له کومه، په دې سپینه ږیره سټایلې شوې؟
 وارخطا یې خپله څیره وریاده کړه، چې یو ساعت مخکې یې د تشناب په ایینه کې لیدلې وه، ښه یې په خپل ذهن زور راوست خپله څیره کې داسې څه ذهن ته را نه غلی، چې سټایل ته دې ورته وي۔ په خپله لنډه ګیره یې لاس تیر کړ حیران یې ملګری ته وکتل، ملګري یې وویل:
 دا سرې څپلۍ، بندونه دې هم خلاص کړي، دا سپین کالي، دا اړولې ویښته دا په ګریوان کې څوړندې چشمې۔
ښه په کړس کړس یې ملګري ته وخندل۔بیا ورته وویل:
– دا زړې څپلۍ پلاني ملګری را کړي، بندونه مې ځکه نه دی جګ کړي چې په پښه مې دا نه ختلې،
 څپلې یې ورته وویسته دانې یې ور ښکاره کړه۔
بیا یې ورته وویل :
– د  کالي هم زاړه دی هغه بل ملګر راکړی په ټولو کالیو کې یو جیب لرم هغه کې مبایل او کیلیانې دی نو مجبور شوم دا د نظر چشمې مې دلته وټمبلې شیشه یې پلاسټ ده خط په کې را ځي، اوس نو چې زما غربي تا ته سټایل ښکاري کشکې مې تربورانو لیدلی وی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب