سه شنبه, مارچ 19, 2024
Home+د غڼې ځاله ناول ته کتنه | عبدالرشید سعادت

د غڼې ځاله ناول ته کتنه | عبدالرشید سعادت

د غڼې ځاله د نوښتګر او ځوانیمرګ لیکوال نصیر احمد احمدي تر ټولو وروستی ناول دی، کله چې د کورونا کرغېړنې ناروغۍ د افغانستان پر سپېڅلې خاوره ناولې منګولې خښې کړې، په دویمه څپه کې یې ځوان لیکوال نصیر احمد احمدي هم د ساه لنډۍ پر ناروغۍ اخښته کړ، په روغتون کې بستر و او په ډېرې سختۍ سره یې سا وېستله د مصنوعي اکسیجن باد ته یې اړمن کړی و. دغه لوی لیکوال په روغتون کې په سختۍ  سره سا اخیسته او دغه ناول یې د چاپ په ګاڼه سینګاریده، کله چې یې ناول په بازار کې خپور شو نو لیکوال یې له فاني نړۍ څخه د ابدي ژوند پر لور سفر کړی و او هډونه یې له خاورو ډک وو.

د ناول د کیسې لنډیز

طاهره د یو قمار باز سړی لور ده په قمار کې یې پر یو هلک بایللې وه، هغه هلک واده وکړ سخت له کړاوونو ډک ژوند یې لره، طاهرې به تل وهل خوړل کومه ورځ چې به یې سترګې تورې کړې وې په هغه ورځ به یې خاوند د کوڅې ټول هلکان د دې ملګري بلل په همدې سختیو کې یې د ژوند څو کلونه تېر شول یوه لور او یو زوی یې پيدا شول. یوه ورځ طاهره په پخلنځي کې لوښې وینځي خاوند یې ورځي او پر سر یې وهي، هغه همالته لوېږي او په وینو کې چټله وي. یوه بله ورځ یې خاوند نېشه کړې وي طاهره هم راپورته شي او د شرابو په بوتل یې پر دا سره ووهي او د لوښو ډکه المارۍ پرې راوغورځوي تر سهار هماغسې پروت وي کله چې طاهره ورشي بیا یې ووهي او ټوله توره توره کړي، نوره دا هم په وهلو کې پخه شوې وي دومره اثر پرې نه کوي.

یوه ورځ یې خاوند د برق په لینونو کې لاس وهي چې برق یې ونیسي طاهره ورته ګوري او دی رپېږي تر دې چې سا یې وخېژي ایله د طاهرې زړه پرې یخ شي. کله چې یې د مېړه خیرات تېر شي نو لېور یې راځي او له دې سره د واده د کولو هوډ لري. طاهره هم ورته سپینې خبرې کوي او دا خبرې یې ردوي. طاهره د شور بازار په سیمه یوه کرايي کور کې ژوند کوي. د خاوند له مړینې وروسته د دوه درې میاشتو کرایه پرې پاتې وي د کور څښتن یې ډېره په تنګ کوي، د کور څښتن نوم ملک عبدالقدوس دی.  ملک عبدالقدوس یو ډېر بد انسان دی، دی هڅه کوي چې له طاهرې سره لار ونیسي، یوه ورځ یوه بشکه غوړي، چای، مینو او وریژې ورته راوړي خو طاهره یې بېرته په لاس کې ورکوي، بله ورځ بیا راځي او طاهره ورته وايي چې دشپې دولس بجې راشه. طاهره خپل اولادونه ویده کړي او له خونې بهر راووځي غولتون ته ځي هغه اوږده تیږه لرې کوي او د څاه سر خلاص پرېږدي بېرته راځي په برنډه کې کښېني دوه بجې وي چې دروازه وښورېږي طاهره ورشي دروازه خلاصه کړي له واره قدوس له طاهرې څخه لاسونه تاو کړي نرم عطر یې وهلي وي، شونډې د طاهرې شونډو ته وروړي هغه یې د خولې بوی حس کړي طاهره ورته ووايي له دې څخه په یو بغل پرېواته ښه نه دي قدوس یو څه ځان وښوروي طاهره یو ګام شاته شي قدوس یې د پښو قط ته لاس وروړي په همدې وخت کې د قدوس یو لاس د طاهرې له ملا څخه خطا شي او د بل ګوتې یې طاهره په لاس کې ونیسي بیا یې پورې وهي او د غولتون په څاه کې یې چړپو چړوپ پورته شي. طاهره په منډه لاړه شي د اولادونو په منځ کې ځان وغورځوي تر یو څه وخت یې غوږ نیولی وي هماسې ویده شوې وي کله چې سهار راویښه شي د غولتون څاه سر ته ورځي ګوري چې د څاه په څنډو کې د منګولو ځایونه شته خو سړی وتلی دی.

طاهره خپل د کور شیان خرڅوي یواځې یو فرش پرېږدي سهار وختي له شور بازار څخه ځي او په کمپنۍ کې یوه کوټه په کرایه نیسي هغه کور کې یوه کونډه ښځه وي او طاهره هم خپل کور ورولي، د ژوند شپې او ورځې همداسې تېروي موچیتوب پيل کړي د کمپنۍ عمومي سړک په منځ کې د څو نورو موچیانو سره کښېني، یوه ورځ یو ځوان موچي ورته راشي او له دې ځای څخه یې شړی په اصل کې د موچي غوښتنه بل ډول وي طاهره هم ورته په قهر شي موچي ووهي او له دې ځای څخه یې وشړي. دلته یې کوټه نمجنه وي له دې ځای څخه یو بل ځای ته لاړه شي هلته د کوڅې خلک په بده سترګه ورته ګوري تر دې چې له هغه ځای څخه یې په زور سره ولاړوي او دا هم راځي نیازبیک کې د عمومي سړک پر غاړه کور نیسي او د ژوند شپې او ورځې تېروي، له سهارونو څخه یو سهار یوه زړه ښځه راشي طاهره یې بوټان رنګ کړي له هغې ښځې څخه بټوه ولوېږي طاهره هغه کور ته وېسي هلته یې د لور او زوی په مخکې خلاصه کړي دولس سوه دالر او یو دوه کارتونه په کې وي، لور یې طاهرې ته شله کېږي چې دا باید بېرته ورکړو هماغه وي چې د کارت شمېرې ته تلېفون وکړي هغه ښځه راشي او بټوه ورکړي.

هغه ښځه طاهرې ته د کشمشو په شرکت کې کار پیدا کړي او یو څه موده هلته کار کوي، په همدې وخت کې یې لور مینه شي، طاهره ورسره یو ځای د هغه هلک لیدو ته ورشي او خوښ یې نه شي. طاهره په شرکت کې له یو سپین ږیري سړي سره لنجه وکړي او د شرکت مسؤل طاهره د چاغزیو کارتنونو د تړلو برخې ته بوځي هلته طاهره د شرکت په رئیس مینه شي، هغه کومې نجلۍ ته لاس ورواچوي د طاهرې زړه هم ترې تور شي او شرکت پرېږدي، له دې وروسته د ښځو په بڼ کې دوکان جوړ کړي هلته یې ژوند ښه شي، د چکن کمیسونه خرڅوي، دا کمیسونه یو سپین ږیری سړی له غزني څخه ورته راوړي، ژوند یې ښه شي یو څه پیسې پیدا کړي، زوی او لور یې پوهنتون ولولي، لور یې بیا مینه شي او دا ځل یې ورکړي. د ښځو له بڼ څخه کوټه سنګي ته دوکان راوړي له یوې بهرنۍ مؤسسې سره قرارداد وکړي. هغه مؤسسه نجونې په کار ګوماري طاهره هم یو لور بل ته ځي تر څو کلیوالې نجونې پیدا کړي.

یوه ورځ د ملک قدوس کورته ورشي او هغه ته یې د کور د دوه میاشتو کرایه ورکړي، بیا هغه کوڅې ته لاړه شي چې دا یې شړلې وه، لومړی هماغه ملا او ملک خپل لوڼه ورته راولي چې کار ته یې راولي، اوس د دې پسې نه ګرځي چې زموږ لورګانې ښار ته ځي لوڅ مخ ګرځي او یا به له چا سره ملګرتیا وکړي، هغه خلکو طاهره محترمه بلله هغه پخوا وخت و چې فاحشه به یې بلله او له کوڅې یې شړله اوس یې پیسې پیدا کړې وې او موټر یې لره.

په خوشحال خان کې کور واخلي ژوند یې لا ښه شوی وي، ماسپښین راووځي د انګړ په منځ کې د انګورو چیلې ته وګوري او له ځان سره ووايي:( یو سهار مې حویلۍ پاکوله، ستړې شوم، جارو مې دېوال ته ودروله، پلاستیکي څوکۍ مې راواخیسته، د انګورو د تاکونو تر چیلې لاندې کېناستم، چمن ته مې وکتل، پاک و، خو د چمن تر څنګ نرۍ سیمټي لارې جارو کیدا غوښته.

یو دم مې پورته د انګورو په پاڼو کې یوې شب پرکې ته پام شو، د غڼې په غټه ځاله کې تازه بندي شوې وه، سپین وزرونه یې رپول.

یوه غټه تکه توره غڼه پر خپل اوبدلي جال راغله، څو وارې تر سپینې شب پرکې راوګرځيده، نوي تارونه یې له ورایه ښکارېدل، د لمر رڼا په کې ګډه وه. شب پرکه یې کلکه وتړله، ماضي یو وزر یې ښورېده. غڼې نور زحمت ونه ایست، ډاډه وه کار یې جوړ لید، کراره ودرېده. دا دې ته ماتله وه چې شب پرکه له حرکته ولوېږي او ویې خوري، خو شب پرکې لا یو وزر په چټکۍ خوځاوه.

  تارونو ته مې وکتل، یو بل څه هم په کې بند وو، ورته ودرېدم، په خړو پخوانیو تارونو کې یې ماضي یو وزر پاتې و. ومې پېژندله شر پرکه وه خو اوس یې له یوه کمرنګه وزر پرته نور ټول ځان خوړل شوی و.

  نوې شب پرکې وزر واهه، اول ورو و، بیا چټک شو، د ځالې ټول تارونه خوځېدل، د اوبو غوندې موجونه یې لرل، وروسته یې دوهم وزر هم حرکت پیدا کړ، اول یې یوه پښه خلاصه کړه، بیا بله والوت.

  ژوند د غڼې ځاله ده، خامخا به په کې بندېږې، که دې واڼې ورته ووتې، یواز یو وزر به دې پاتې وي، خو که دې له حالاتو سره مبارزه وکړه، غڼو ته بېسېکه نه شوې، لاسونه او پښې دې ووهلې، نو تور تارونه پرې کوی شې.

  دنیا همداسې ده، که دې ځان کمزوری ونیو، تل به دې په حویلۍ کې د غوړو پینځه لیتره بوشکه، چارک بوره، او یو پاکټ ارزان بیه چاکلیټ ایښي وي، خو که دې تېره غاښونه لرل، مامور قدوس دوی دې د غولو په څا کې واچول، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته سپر وې، ټول به سترګه درنه کوي.)

د غڼې ځاله ناول ځوانیمرګ لیکوال نصیر احمد احمدي په ۱۴۰۰کال او ۱۷۲ مخونو کې لیکلی دی او مومند خپرندویه ټولنې د چاپ پر ګاڼه سینګار کړی دی. احمدي صیب له دې پخوا هم ناولونه لیکلي چې شمېر یې له لسو اوړي، په افغاني ټولنه کې یو نوښتګر او هڅاند لیکوال و، خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او د ځوانۍ په پسرلي کې ورېژیده. د غڼې ځاله ناول د ناول لیکنې اصولو له مخې یو کره او غوره ناول دی، چې هغه اصول یې ټول په کې ښه مراعات کړي دي. په ترتیب سره به د ناول لیکنې اصول لومړۍ تعریف کړو او بیا به یې د احمدي صیب په ناول کې وګورو چې د تعریف سره اړخ لري او که نه.

تر ټولو مخکې به د ناول نوم ته کتنه وکړو، چې څنګه دی؟ د غڼې ځاله د یاد ناول لپاره تر ټولو غوره نوم دی او د محتوا نماینده ګي کوی، د ناول په پای کې یو څو کرښې راغلي او لیکوال له هماغه کرښو څخه ناول ته نوم ټاکلی دی. هغه کرښې دا دی:( ژوند د غڼې ځاله ده، خامخا به په کې بندېږې، که دې واڼې ورته ووتې، یوازې یو وزر به دې پاتې وي، خو که دې له حالاتو سره مبازره وکړه، غڼو ته بېسېکه نه شوې، لاسونه او پښې دې ووهلې، نو تارونه پرې کوی شې.) د ناول ټوله کیسه چې په لنډیز سره راوړو نو هلته به پوه شئ چې د ناول نوم له محتوا یا منځپانګې سره څومره اړخ لګولی دی.

دویم څه چې په ناول کې مهم دي، هغه د ناول کیسې پیل دی، موږ د ناول یا لنډې کیسې د پیل په اړه داسې وایو چې باید په مکالمه پیل شي، له یوې تشې پيل شي او یا په انځور پيل شي، دغه ناول په مکالمه پیل شوی، موږ دوه ډوله مکالمې لرو، لومړی ډول یې دا دی چې کرکټرونه یو له بل سره خبرې کوي او دویم ډول یې کرکټر له ځان سره خبرې کوي د احمدي صیب ناول په دویم ډول مکالمه پیل شوی او کرکټر له ځان سره خبرې کوي. پورته چې کوم ډولونه ذکر شول نو هغه ناول په غوره ناولونو کې راځي چې په انځور، تشې او مکالمې پیل شوی وي؛ د غڼې ځاله ناول یو له غوره ناولونو څخه دی. د دې ناول پيل داسې دی:( زه په شپږ ویشت کلنۍ کې کونډه شوم. سړی مې زما تر مخ برق ونیو، یودم وپوړېد، سترګې یې رډې راوختې، څو دقیقې همداسې بې حرکته، کږه خوله پاتې و، کله چې یې سا وخته، سیم مې کرار له برقه وایست.)

کرکټر چې په ځينو ځایونو کې کردار هم ورته وايي په داستان کې هغه څوک دی چې د هغه په کړنو پېښې رامنځته کېږي او داستان پر مخ ځي. کرکټرونه په دوه ډوله دي، چې یو اصلي او بل یې فرعي کرکټرونه دي. اصلي کرکټر هغه دی چې د کیسې یا داستان له پیل څخه تر پای پورې په کیسه کې لوبېږي او فرعي کرکټرونه هغه دي چې د داستان په یوې برخه کې راښکاره شي او بیا بېرته ورک شي. د غڼې ځاله داستان کې اصلي او فرعي کرکټرونه شته دې، اصلي کرکټر یې د طاهرې په نامه یوه نجلۍ ده، چې پلار یې په قمار کې بایللې وي او خاوند یې هم یو قمار باز دی، طاهره د خاوند په شتون هم ژوند نه لري د یو څه مودې وروسته یې خاوند مړه کېږي او د ژوند په تیارو شپو او ورځو کې تنها سفر کوي. فرعي کرکټرونه یې د طاهرې پلار، مېړه، اولادونه، خوښې، ملک قدوس، د ملک قدوس ښځه او لور، کونډه ښځه، د کلي ملا، محمود، بوډا، موچیان، خیر غوښتونکي، بهرنیان، یاسمین، بوډا او د هغه کورنۍ، لیلما، رامین … .

د کرکټرونو ژبه:

د داستان لیکنې د اصولو له مخې د راوي ژبه بېله او د کرکټر بېله ده، د کرکټر ژبه باید د خپل حال سره برابره وي، کرکټر چې د کومې سیمې وي باید د هماغې سیمې په ژبه خبرې وکړي، که کرکټر لوستی وي د لوستي په ژبه به غږېږي، که نالوستی وي نو د نالوستي ژبه به کاروي. په دې ناول کې کرکټرونه د خپل حال سره پر برابرې ژبې باندې غږیدلي دي او ټول اصول په کې مراعات شوي. دلته به د بېلګې په ډول د ځينو کرکټرونو خبرې راواخلم: (یاره بلا یې بلا! سړی دې له دې ځایه ورک کړ. ور ومې کتل، ځوان په دوړو کې پټ و، لیرې ځای یې جارو کاوه. شېبه وروسته یې د موچیتوب وسایل یوړل. بوډا ته مې وویل: ګناه په شاتو کې نه ده. په مچانو کې ده. پاک شیان خدای ج پاک پیدا کړي دي، باید چټل شیان ترې لېری کړو.) طاهرې چې څه زده کړې یې کړې دي، په خبرو کې ځینو ویونه کاروي، چې له هغې څخه ښکاري دا یوه لوستې ښځه ده. د دې داستان د کرکټرونو ژبه یې له حال سره برابره ده او کوم تغیر په کې نه لیدل کېږي.

تلوسه:

تلوسه هغه پدیده ده چې بې له دې داستان نه لیکل کېږي او کوم داستان چې تلوسه ونه لري هغه لوستونکي نه لري. د غڼې ځاله داستان دومره تلوسه لري، چې په ځينو ځایونو کې یې زه په خپله نه پرېښودم چې لوستل یې پرېږدم. یاد ناول مې مازدیګر پیل کړ او تر ماسختن پورې مې خلاص کړ، د دې د تلوسې له امله مې په یوار ټول پای ته ورساوه.

منظره کښنه او د پېښو انځورونه:

منظره کښنه هم د داستان له مهمو اصولو څخه ده، چې داستان ته ښکلا ورکوي، لوستونکي راجلبوې، عاطفه یې په جوش راولي او لوستونکی چې کله له یوې صحنې ستړی شي نو لیکوال د یوې صحنې ننداره پرې وکړي او ستړیا یې له منځه لاړه شي. په دې داستان کې منظره کښنه یا صحنه پردازي په ډېره ښه توګه شوې، چې د داستان ښکلا یې ډېره کړې او د لوستونکي عاطفه په جوش راولي، په دې ناول کې ځينې صحنې داسې انځور شوي چې ما یې د لوستو توان نه درلود دلته به یې د یوې صحنې او پېښې بېلګه راوړم: ( پاو کم یوه بجه مې د دروازې د لاستي د تاوېدو ورو غنجی واورید. ورغلم دروازه مې خلاصه کړه، سړي وار له واره زما تر ملا لاسونه تاو کړل، سینې ته یې ور جوخته کړم، ده نرم عطر وهلي وو، له خولې یې د غاښونو د کریمو بوی ته.

ورو مې وویل:

ګډه پرېوتا ښه نه ده!

ده سوکه وخندل، زما خولې ته یې خپلې شونډې رانږدې کړې، ستما یې ډېره شوه، مخ مې ترې وګرځاوه، ده زما د دواړو ورنونو تر منځ  لاس تېر کړ، لږ مې ځان ور مخکې کړ، سړی یو ګام شاته شو، تیاره وه، خو زما د اټکل له مخې دی د څا پر ژۍ ولاړ و. ورو مې د ده بل لاس په خپل لاس کې ونیو، دا ځل یې مقاومت ونه کړ، ګوتې یې زما له ملا بېلې شوې. یودم مې پورې واهه. سړی کوږ شو، چیغه یې کړه لاندې په ټینګه چټلۍ کې مې یوازې یو څړپ واورېده.)

مکالمې:

د کرکټرونو ته خبرو اترو ته مکالمې یا ډيالوګ وايي. مکالمې په دوه ډوله دي، له ځان سره خبرې او له نورو سره خبرې. کله چې کرکټر له ځان سره وغږېږي هغه لومړی ډول مکالمې دي او کله چې کرکټرونه یو له بل سره غږېږي هغې یو له بل سره خبرې دي. دا داستان دواړه ډوله مکالمې لري هم له ځان سره او هم له نورو سره خبرې اترې. تر ډېره پورې د دې داستان اصلي کرکټر له ځان سره غږیدلی دی او د مکالمې لومړی ډول دی. د بېلګې په ډول به دلته ځینې مکالمې راوړم:( زه په شپږ ویشت کلنۍ کې کونډه شوم. سړی مې زما تر مخ برق ونیو، یودم وپوړید، سترګې یې رډې راوختې، څو دقیقې همداسې بې حرکته، کږه خوله پاتې و، کله چې یې سا وخته، سیم مې کرار له برقه وایست).

یا: طاهرې اولادونه به دې هم ستا غوندې وي.

بېرته مې خپل ځان ته ځواب ورکړ:

نه اولادونه به مې زما غوندې نه وي.

یا: کونډه نارینه وو ته تیاره ګوله وه. لېدو ته به یې بانې پیدا کولې، خو د کوڅې ښځو لمنې رانه ټولولې، دوی ته سمه چټلي ښکارېدم.

یا: سترګې دې چاته تورې کړې؟! ها! غومبري دې سره دي، ووایه! د حاجي فرید زوی غاښونه پرې لګولي که د رنګمال جبار وراره؟!

قسمونه به مې خوړل. خو نه د ده په خبره د کوڅې ټول هلکان زما یاران وو.

پایله: هر داستان او یا ناول چې لیکل کېږي نو په دوه ډوله پایله لري. لومړی هغه پایله ده چې لوستونکي ته قضاوت نه پرېږدي او کیسه پای ته رسوي. دویم ډول هغه پایله ده چې لوستونکي ته قضاوت پرېږدي. تر ټولو هغه پایله غوره ده چې قضاوت لوستونکي ته پرې نه ږدي او کرکټر بریالی کړي. که چېرته د کیسې یا ناول پایله داسې وي چې کرکټر ناکام کړي نو هغه په ټولنه کې ناهیلي خپروي او لوستونکی ناهیلی کوي که چېرته کرکټر بریالی کړي لوستونکي ته هیله ورکوي او تل د ستونزو پر وړاندې درېږي. دا ناول په داسې ډول پای ته رسیدلی دی چې کرکټر بریالی شوی. دلته به یې د بېلګې په ډول پایله راوړم:(یو سهار مې حویلۍ پاکوله، ستړې شوم، جارو مې دېوال ته ودروله، پلاستیکي څوکۍ مې راواخیسته، د انګورو د تاکونو تر چیلې لاندې کېناستم، چمن ته مې وکتل، پاک و، خو د چمن تر څنګ نرۍ سیمټي لارې جارو کېدا غوښته.

یو دم مې پورته د انګورو په پاڼو کې یوې شب پرکې ته پام شو، د غڼې په غټه ځاله کې تازه بندې شوې وه، سپین وزرونه یې رپول.

یوه غټه تکه توره غڼه پر خپل اوبدلي جال راغله، څو وارې تر سپینې شب پرکې راوګرځيده، نوي تارونه یې له ورایه ښکارېدل، د لمر رڼا په کې ګډه وه. شب پرکه یې کلکه وتړله، ماضي یو وزر یې ښورېده. غڼې نور زحمت ونه ایست، ډاډه وه کار یې جوړ لید، کراره ودرېده. دا دې ته ماتله وه چې شب پرکه له حرکته ولوېږي او ویې خوري، خو شب پرکې لا یو وزر په چټکۍ خوځاوه.

  تارونو ته مې وکتل، یو بل څه هم په کې بند وو، ورته ودرېدم، په خړو پخوانیو تارونو کې یې ماضي یو وزر پاتې و. ومې پېژندله شر پرکه وه خو اوس یې له یوه کمرنګه وزر پرته نور ټول ځان خوړل شوی و.

  نوې شب پرکې وزر واهه، اول ورو و، بیا چټک شو، د ځالې ټول تارونه خوځېدل، د اوبو غوندې موجونه یې لرل، وروسته یې دوهم وزر هم حرکت پیدا کړ، اول یې یوه پښه خلاصه کړه، بیا بله والوت.

  ژوند د غڼې ځاله ده، خامخا به په کې بندېږې، که دې واڼې ورته ووتې، یواز یو وزر به دې پاتې وي، خو که دې له حالاتو سره مبارزه وکړه، غڼو ته بېسېکه نه شوې، لاسونه او پښې دې ووهلې، نو تور تارونه پرې کوی شې.

  دنیا همداسې ده، که دې ځان کمزوری ونیو، تل به دې په جویلۍ کې د غوړو پینځه لیتره بوشکه، چارک بوره، او یو پاکټ ارزان بیه چاکلیټ ایښي وي، خو که دې تېره غاښونه لرل، مامور قدوس دوی دې د غولو په څا کې واچول، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته سپر وې، ټول به سترګه درنه کوي.)

د ناول ځانګړنې:

د غڼې ځاله ناول ډېرې ځانګړنې لري چې ځينې به یې دلته وړاندې کړم: ژبه یې ساده او روانه ده، د کرکټر ژبه یې بېله او د راوي بېله ده، ډېرې مکالمې په کې راغلي دي او مکالمې یې لنډې دی، د ناول پيل په مکالمه شوی دی او ډېره تلوسه لری، هره پېښه یې په منطقي ډول پای ته رسیدلې او بله پيل شوې یا که په بل ډول ووایم پېښې یې تسلسل لري، کرکټرونه یې له خپل حال سره ښه لوبیدلي دي، د زمان او مکان قانون په کې په ښه ډول پلي شوی دی، صحنه کښنه یا منظره کشي یې ډېره ښکلې او ښه کړې ده، ټول ناول تلوسه لري، پایله یې منطقي ده، کرکټرونه یې غیر جامد دي او تر ټوله غوره ځانګړنه یې دا ده چې یو ناکام کس ته هیله ورکوي ځکه د ناول کرکټر په لومړیو کې له کړاوونو ډک ژوند لره؛ خو د وخت په تیریدو سره بدلون کوي او ژوند یې ښه کېږي تر دې چې تجارت پيلوي او د یو څو نورو کسانو ژوند هم ورسره ښه کېږي. هغه ناول یا کیسه تر ټوله غوره ده چې کرکټر بریالی کړي. دغه بریا د ټولنې وګړو ته هیله ورکوي او دوی هم دې ته اړ کوي چې هڅه وکړي او د ژوند په بهیر کې کامیاب شي. د غڼې ځاله ناول کرکټر په پای کې بریالی شوی او دا ټولنې ته ډېره ګټه رسوې، هغه ناهیلې او له ژوند ستړي کسان چې دا ناول ولوي نو هیله پيدا کوي او ژوند ته په ښه سترګه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب