۱۳۵۰ ـ ۱۳۶۳
پاپلۍ را واخله!
زما د ژوند دغه نیمګړې کیسه، له زوکړې را نیولې تر چربانګه غږېږي، دا یې لومړۍ برخه ده، به دې برخه کې زما د ببۍ (مور) خبرې دي. دا هغه خبرې دي چې: ما ته یې د روڼي او زانګو زمانه را یادوله، ما د هغې خبرې تر ډېره په حافظه کې امانت وساتلې. یوه ورځ مې له ځانه سره فکر وکړ، داسې نه چې د ببۍ غرېبې دغه امانت در نه تری تم شي. ور ته کېناستم او په لیکلو مې شروع وکړه، ما به ویلې او مروت درد به په خوږو ګوتو سینګارولې.
دا کیسې همداسې پسې غځېدې، د کلي ژوند، ماشومتوب، ماماګان، نیا، ادې، بابا، نیکه، کاکاګان، نور خپلو خپلوان ټول را یادېدل، لکه د فلم هر څه مې د ذهن پر پرده تېرېدل، خپل تېر ژوند مې را یادېده، هغه پاپلۍ، زانګو، خاپوړې، لوېدل، ماشومتوب، زلمیتوب، ځواني او همداسې پسې د عمر د چېنار له سره ورو ورو ښکته کېدل، د ژوند ناخوالې، سړې تودې، خوښۍ، خفګانونه، خوابدۍ او … دا هر څه ورځ په ورځ را یادېدل. د ژوند دغه خاطرې مې یوه یوه سترګو ته درېده او لیکله مې، بیا مې د ژوند هغه خبرې، خاطرې، کیسې، سړې تودې، خوشحالۍ او ناخوالۍ را ټولې کړې، د ژوند دغه کیسې ترې جوړې شوې، دغه کیسې په څو برخو وویشل شوې.
کیسه له پاپلۍ او ماشومتوبه را پیل شوه، همداسې پسې زلمیتوب، ځوانیتوب او که ژوند و تر بوډاتوبه به غځېږي.
زما د ژوند دغه کیسه له خاطرو ډکه ده، ما ته مې ځان را پېژني، دا راښيي چې زه څنګه تر دې ځایه راغلم، څوک وم؟ څه مې وکړل؟ څرنګه مې وکړل؟ څنګه یاد شوم؟ ولې د خلکو خولې ته ولوېدم؟ ولې هېر نشوم؟ څنګه مې د خلکو پر ژبه نوم یاد شو او پاتې شو؟ څه وشول؟ څنګه وشول؟ ولې وشول؟ چا وکړل؟ څه ته یې وکړل؟ چېرته وشول؟ داڅه ټوکې، څه کانې وې؟ څه او څرنګه را وشوو؟ څه کیسه وه؟ څه خبره وه؟ ژوند څنګه سفر پیل کړ، څنګه تر دې ځایه را ورسېد؟ څه یې ولیدل؟ څه یې وخوړل؟ له څه یې خوند واخست؟ دا او دې ته ور ته بلا ډېرې پوښتنې را سره پیدا شوې، پخپله ددې پوښتنو د ځواب په لټه شوم، نو بسم الله مې کړه، د ببۍ، پلار، ادې، نیا، ترور، ماماګانو، کاکاګانو، بابا، نیکه او خپلو خپلوانو خبرو ته غوږ شوم، د ژوند یوه برخه مې د دوی په خبرو کې پیدا کړه، بله برخه یې زما د تېر شوی ژوند لیده کاته او ناسته ولاړه ده، په همدې برخوکې مې یوه یوه پوښتنه ځوابېده، دا دی د ژوند ددغه سفر پاپلۍ د خپل عمر په انګړ کې را اخلم، وګورم چې څه ترې بودېږي که نه؟ ګوندې د ژوند د خوږو، تروو او ترخو دغه لویه تابلو چې له اوږده سفره را پاتې ده، په کتو او لوستو و ارزي او بیا یې تاسې درانه را نه بله برخه وغواړئ!
نورې برخې مې هم لیکلي دي، که ومو غوښتې، نو خپرې به یې کړم، خو د اوس لپاره همدومره…
یو څه ته مو پام وي چې: ما په دې خاطرو کې د رود د ماماګانو او د شینوارو زږه لهجه ساتلې ده، ( وکړه ـ وکړه، الکه ـ هلکه، کی ـ کوې، وی ـ وايي، چیشی ـ څه شی، تشې ـ څه شی، ویم ـ وایم، کئ ـ کوي او…) نور نو تاسې پوه شه او دا تورې کرښې.
ل ـ ازمون
په ښوونځي کې زوکړه
یاغي بند د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند لوی کلی دی، دوه برخې لري کوز یاغي بند او بر یاغي بند.
موږ مور ته ببۍ ویلې، ببۍ را ته یوه ورځ کیسه را واخسته:
پخوا سختې بدۍ وې، خلک له ټوپکو سره ویده کېدل، غورنیکه دې د سپینې مورګې په بېخ کې چې اوغز نومېده، کلی جوړ کړی و، دا کلی د اوغز په برلښتي کې و، ددې ځای خلکو ته یې ملنګان ویل، په اوغز کې دنګ دنګ غرونه دي چې په څېړیو، نښترو او نمنځو آباد دي، لاندې په بېخ کې یې ډول ډول ګلان او سمسور واړه واړه پټي دي، نیکه او غور نیکه ( ظریف) دې دواړو د غرونو په څنډو کې بارې تړلې وې او واړه واړه اوږده اوږده پټي یې پکې جوړ کړي وو، پراخه ځمکې یې وې، ژوند یې برابر و، د هغه ځای ځمکې په من حسابېدې، هلته ستا د نیکه څلور پنځه منه پټی و، د هغه ځای په حساب خان او ملک و. حاجي سردار نومېده، تک سور سپین سړی و، ستا خو یاد شي؟
ـ هو
ستونی یې تازه کړ:
نیا دې را ته کیسه کوله: زمونږ هلته ښه ژوند و. هر څه ډېر وو، خو سړي نه وو. دی په سړو پسې ورک و، په بدۍ واوښت، یوه ورځ یې مونږ ټول کېنولو:
ـ ما و پلار ( ظریف) ته مې خپل جایداد سور اور ګرځېدلی، زه نه غواړم چې زامن او لمسیان مې په دې اور کې وسېزم، نو ایسته یې له غره واچول او کوز یاغي بند ته لاړ، یاغي بند ته څنګه لاړ؟
نیا دې را ته کیسه کوله:
ـ دی څو شپې او ورځې ورک و، مونږ ټول په اندېښنه کې وو چې سړي خو بې ځایه شپې نه کولې، دا دا ځل څنګه ورک شو؟
په همدې اندېښنو کې ډوبه وم چې یوه شپه ناوخته ور را وټکېد، زمونږ دوه چته کور و، پاس چت ته له غره نه لاره وه، لاندې چت ته بېله لاره وه، غوجل مو هم په پاس چت کې وه، ځکه څاروي به په اسانه له غره غوجل ته ننوتل، دا وخت له مونږ سره په کور کې یوازې د نیکه خور او خاوند یې وو، زه ور ته ورغلم، غږ مې وکړ، له اخوا د ملک غږ راغی، ستړی ستومانه و، ملابند یې له ملا نه خلاص نه کړ، ټوپک یې تر خوا ودراوه، ویل یې:
ـ ته وګوره! که جوار مار یې را یې وړه.
ما غوښته چې شوتله په وازده کې تبی کړم او پر سر یې وۍ (هګۍ) کېدم، خو هغه وویل:
ـ بچي نه خواروم، سپور جوار راکه.
هغه به تل ویل:
ـ په جامو پورې پیوندونه واچوئ، خیر دی یو څه وخت سپوره وخورئ چې یو من نیم پټی نور هم واخلم، بچیان به مې اسوده شي.
هغه چې لږ دمه شو، نو ما ور نه پوښتنه وکړه:
ـ چېرته تلی وې، په مونږ پورې خو دې غوښې تکې تورې کړې!؟
هغه پښې وغځولې ملابند یې تاو را تاو کړ:
ـ یاغي بند ته لاړم، هلته مې له مدایوب (محمد ایوب) خان نه کلی او څه ځمکه واخسته، نور به یاغي بند ته ځو. کلي کې خو مکتب و، هغه یې بل ځای ته وېوړ.
بیا یې یو سوړ اسویلی وایست:
ـ همدا زه یوازې په دې ملابند او ټوپک کې ګیر ښه یم، بچیان هوارې ته بیایم چې تعلیمونه وکړي، له دې ټوپک، ملابنده او غره څه نه زده کېږي.
هماغه وو چې مونږ ټول له اوغز نه را کډه شوو، یاغي بند ته چې راغلو، نو په کلي کې لا د مکتب نښې پاتې وې، دا مکتب تر څلورمه و. مندوخېل او وطنخېل دواړه واړه وو، دا نور خو همدلته وزېږېدل.
ببۍ نوره خپله کیسه را واخسته:
په توره لویه کوټه کې به مو په ژمي چرګۍ تودوله، ټول اخلی پخلی په همدې کوټه کې کېده، اوړي به مو د دالانه په یوه څنډه کې نغري کېښودل، بیا به هلته اخلی پخلی کېده، اخوا په جوسه لویې چاټۍ ایښې وې.
د ببۍ پیڅکه سر ته راغله:
ـ بیا به څوک راځي.
ما ور ته ویل:
ـ تر هغو چې څوک راځي، ته ما ته زما د زېږېدو خبره وکړه.
ببۍ په سوچ کې لاړه:
ـ نوره نه پوهېږم، خو توره څلۍ را الوتې وه، ته په همدې توره لویه کوټه کې پیدا شوې، چا دې به نیا زېری وکړ چې د معلم زوی پیدا شو، هغه غریبه چې په سترګو لږه کمزوې شوې وه، په زېرې سخته خوشحاله شوې وه، بیا یې په زېري کې څلور هګۍ ور کړې وې، له خوشحالۍ نه ځمکې ځای نه ورکاوه، جوارو دانې یې په زړوکي کې ګنډه کړې او مریز ته یې وېوړې، هغه وخت کې هلته د هندوانانو د کانونه وو، په جوارو دانو یې د هندو له دکانه سپینې او ګلابي پتاسې اخستې وې، ویلې یې چې د معلم زوی شوی دی، پتاسې به خلکو ته به خوني کې ورکوم، نو په تا مو پتاسې ویشلې.
میاشت وروسته چې دې کاکا راغی، نو تا په روڼي کې پښې او لاسونه غورځول، هغه نه مې همدومره واورېدل چې دا وړکی په جدي کې پیدا شو. دا وخت دې کاکا تازه د خوګیاڼو په کږه کې معلم شوی و.
له کاکا نه مې کره کال هېر و، ویل یې چې همدا ۱۳۴۹ او ۱۳۵۰شاوخوا و.
مشرې ترور ( د مور خور) مې را ته بیا وویل چې:
ـ مونږ لغمان ته تازه کډه وړې وه چې کاکا دې راغی او را ته یې وویل:
ـ مونږ کره وړکی پیدا شوی دی، لږې وریجې را ته واخله. پخوا به زمونږ خلک په نریو وریجو پسې لغمان ته تلل.
د ترور مې هم کال په یاد نه و، خاوند یې مستري سیداجان چې په برقي مشهور و او هلته په لغمان کې یې د دولتي برېښنا ډېزلي ماشین پاله، نو هغه را ته وویل:
ـ دا کال ۱۳۴۹ و.
د زوکړې خبره نوره پاتې شوه. ببۍ را ته بیا د ماشومتوب کیسه را واخسته:
زانګو کې به غلی پروت وې، د کوټې چت او بهر به دې اسمان ته کتل، هر وخت به دې ګوتې شمارلې، ما ته به دې سترګې را پورته کړې، په خندا خندا دې پښې او لاسونه غورځول.
د لرګي یوه زړه زانګو وه، خدایزده چې څومره ماشومان به په کې زنګېدلي وو!؟ ته مې په کې هم وزنګولې، له ځانه به ناخبره وې، همداسې غلی به پروت وې.
نیا دې در ته ډېره خوشحاله وه، ستا د یوه تره نوم خان پاچا و، نیا دې وویل: دده نوم لعل باچا شو. د کلي یو ملا درته غوږ کې اذان وکړ، تا سترګې وغړولې. ټولو شکرونه ایستل، نیا به دې په ړوندو سترګو زنګولې.
د غم کارونه دې شي، ستړې ستوماني وه چې څنګه به سپېدې وچاودېدې، نو د پټي کار به شروع شو، ایله به مو ټوکرۍ ټوکرۍ سرې وړلې، له تا نه به ناخبره وم، ته به همداسې پروت وې، غلی به وې، زه به چې څنګه له سرې او چاټۍ ډکولو وزګاره شوم، نو تا ته به ژر، ژر راغلم، ویل به مې: ته به وږی یې، تږی به یې چې شوده (شیدې) درکم (کړم)، خو ته به هماغسې پروت وې، رڼې سترګې به دې نیولې وې، چت ته به دې کتل او ګوتې به دې اړولې، را اړولې، خدای پاک ستا روزي په همدې ګوتو کې ایښې وه، نه په لوږه وې او نه په تنده، د کلي ښځو به چې کله ته وکتلې نو ویل به یې:
ـ دا څومره ښه ماشوم دی، نه ژاړي او نه څه شی غواړي.
اوس چې ته دا ګوتې اړوې را اوړې او شمارې یې، ما ته ستا هغه ماشومتوب رایادېږي، زانګو رایادېږي، څه خوشحالي وه، نیا دې خدای وبخښه، د پلار مور دې ښیم چې ته وزیږېدې؛ هغه خوشحاله وه، هغه غریبه بیا په سترګو کمزورې شوه، ویل به یې:
ـ ښه، ښه! د معلم زوي مه (مې) خولاچې ( خدای چې) وړکی پیدا شوی، وړکی، خولای (خدای) ده راته لوی کړه، خولای ده راته لوي سړی کړه. په یوه ساه به لګیا وه، خولای ده را ته لوي کړه.
روڼي کې وې، دې غریبې به اخیستې، په ړندو سترګو به یې دینګولې، در ته ډېره خوشحاله وه، پلار ته به موږ کاکا ویلې.
ببۍ کیسه وغځوله: کاکا خو به دې بې له دې هم کله، کله راښکاره شو، یوه لویه توره کوټه وه، په دې کې به ټول پراته وو، تا به دې نیا ته کتل، نیا به تاته ، ته نه پوهېدلې، ځکه زه پوهېدم چې ته نه پوهېږې، ادې به مچې کړې، لیاړې به یې درباندې را پرېښودې، ما به ورته کله ناکله وویل:
– لاړې دې پې( پرې) اچولي دي …
د مینه دارۍ بچی وې، هغې غریبې به همدا ویل:
– پردېږه! بچی مې دی، بچی مې دی بچی!!! خوند راکوي چې دا لیاړې ده ته په مخ پرتې وي، زما لاړې دې ورته دارو شي.
بیا به یې ودنګولې را ودنګولې، داسې ورځ راغله چې هغه غریبه سوچ ړنده شوه، همدا به یې ویل: ونجلۍ هغه مسی( لمسی) خو را ته غېږ کې واچوه.
بس ستا مې همدومره ماشومتوب یادېږي چې تا به چت ته کتل، نیا به زنګولې، تا همداسې لاس او پښې وهلې، زانګو به دې شړکوله، ګوتې به دې شمارلې، اوس چې دې د ګوتو شمار ته ګورم زویه! ماته هماغه وخت رایادېږي.
داسې ورځ هم راغله…
ورو، ورو مې له زانګو نه راښکته کړې، په زنګون مې ستا سر کېښود، نیکه دې (حاجي سردار) تک سور سپین دنګ سړی و، راښکاره شو:
– دا وړکی ډېر بد مه اموخته کوه.
– دا خو ماشوم دی.
هغه سترګې را وایستې:
– ماشوم، ماشوم پرږده (پرېږده)! مه یې شړکوه ډېر او مه یې شړکېدلی اموخته کوه، د ډمانو له ذاته یاستئ!
له نیکه سره دې چرته خبره کېده!؟ تره دې ( منګل) له نیکه نه ډېر غوسه ناک و، په پټه به مې په غېږ کې واچولې او دینګولې به مې، خو تا کله هم و نه ژړل، تا نه یم پازاب (په عذاب) کړې، د کور کارونه دومره زیات وو چې کله ناکله به رانه بېخي هېر وې. زمونږ سخت کار پټیو ته سرې وړل او له لاندې ویالې نه اوبه را خېژول وو، ته لا د درې ورځو هم نه وې چې ما سرې چلولې او اوبه به مې راوړلې، پېغورونه به یې راکول:
– دې ته مو نه یئ را واده کړې چې تاسې دلته له خیره څملئ، هلئ پټو ته سره وېسئ، هلئ اوبه راوړئ، هلئ دا کار وکړئ، هلئ هغه …
وخت راغی ته غوټکی شوې او همداسې د ناستې شوې، ملا دې له ډېرې ناستې بوټه وتې وه، یوه ورځ دې پلار راغلی و او تا ځان سره خبرې کولې، ګوتې دې شمارلې، هغه د اورلګید پلتې راخیستې او ستا غوږونه یې پاکول، ستا غوږونه ډېر خیرن وو، خیرن باید وای، ځکه چې تا به لږ وژړل، نو موږ به درته په غوږونو کې تودې ایرې او نسوار اچول، تا به دې له غوږنو ډېر شکایت کاوه، ډېر به دې ژړل او درد به یې درته کاوه، تا حال نشو ویلی، خو زه در باندې پوهېدم چې درد در باندې دی، ستا غوږنه چې دومره ناولي وو؛ دا ټول زموږ له لاسه.
یوه ورځ همداسې د بالاخانې په سر پرېوتو، تا ستورو ته کتل، ما قراره ستا دا دواړه شونډې په ګوتو جنګولې، را جنګولې، ویل به مې:
– وکه خبرې، وکه خبرې، وکه خبرې، ببرې کئ ، ببرې کئ، ببرې کئ! (خبرې کوي)
تا د اسمان ستورو ته کتل او همداسې ورو، ورو موسکی کېدې، زما لاس او ګوتې به دې نیولې، نه به دې پرېښودې.
تا به خپلې ګوتې شمارلې، تاوولې راتاوولې به دې، کلکه به دې ونیولم، نه دې پرېښودم چې له څنګ نه دې لاړه شم، ویښ وې، شپه پخه شوه، تروږمۍ وزرې را خورې کړې، هر څه یې پټ کړل، خو یوازې د ستورو رڼا وه …
ستا سترګې نه پټېدې، تا له ستورو سره څه خبرې کولې، همدې ستورو ته به دې کتل. ستوري به سره وجنګېدل، کله به ښکته لاړل، کله پورته، ستا سترګې نه خوځېدې، ستا سترګې په همدې ستورو کې ښخې وې، نه پوهېږم چې تا به څه ویل؟ چې تا به په ستورو کې څه لیدلي وو؟
ما به ویل:
– پرېږده چې له ستورو سره بوخت وي. ته وې، ستوري وو او بڼو دې ستوري ګډول. سخته مو سره جوړه وه.
د ببۍ خبرو یوې وړاندې زمانې ته بوتلم، لعل پاچا، خان پاچا، د نیکه غوسه، د نیکه خبرې، د نیا، ادې مهرباني، د ببۍ ستړی ژوند او د بلۍ سر رایاد شو، ستوري رایاد شوو، مابه د اسمان ستورو ته څه ویلي وي؟ دا ستوري څومره مینه ناک وو؟ په خپلو کرشمو، منډو او خنداګانو یې زما په سترګو کې کور جوړ کړ. سترګې یې له رڼا سره بلدې کړې، ما ته په ستورو کې لمر خندل، اوس چې کله په دې ګردجن اسمان کې ستوري ګورم، نو تېر ژوند رایادېږي، د مور د ستړي او مینه ناک ژوند زمانې ته ځم، هغې را ته دا یو یو شماره، ویل به یې د ستورو شمار ډېر خوند درکاوه. په ستورو کې مینه وه، ګوره زویه! د ستورو ننداره مه هېروه، اسمان په ستورو ښه ښکاري او لاندې ځمکه په شاه زلمیو.
اوس چې هر ماشوم ته ګورم، د ببۍ خبرې رایادېږي:
– وکه(وکړه) خبرې، وکه ببرې.
ښکلی متن او خوږه لهجه ده .
« مشرې ترور ( د مور خور) مې را ته بیا وویل چې:»
د مور خور ته په پښتو کې توړۍ وایي او د پلار خور ته ترور یعنې عمه وایی. خو زامن یې بیا ټول ترورزی او ترورزیان کیږي .
مننه ، خو زموږ خوا ته دواړه ترور بولي، سره له دې چې ما په نورو متونو کې همدا ستا خبره عملي کړې ده، خو دلته زما د کلي د لهجې حبره وه، نو هغه مې نه شوه بدلولی، په بښنې سره، ستا له نظر سره موافق یم چې دا توپیر په توړۍ او ترور کېدای شي، خو بچیان یې بیا هم ترورزیان یادېږي. بیا هم ستا نظر د منلو دی.
آزمون صاحب بریا او خوشحالي موغواړو. هیله لرو چې دا په زړه پورې کیسه تر پایه ولیکئ .
ډېره ډېره مننه ، دا کیسه مې لیکلې ده، لومړۍ برخه یې په شاوخوا ۵۰۰مخونو کې خپره شوه چې موټی کې مې لږ څه پيدا شي، نو دا نورې یې برخې یې هم په کتابي بڼه خپروم.