یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهډي کارلو د دوحې کنفرانس بین الافغاني خبرې نه دي

ډي کارلو د دوحې کنفرانس بین الافغاني خبرې نه دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله (روزمیري ډی کارلو) وايي چې د دوحې دریم کنفرانس د دې لپاره نه جوړیږي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

دی کارلو، چې د دوحې د دریمې ناستې کوربنه ده، زیاته کړه: دا غونډه د طالبانو په اړه نه ده، دا د افغانستان او افغانانو په اړه ده. هغې د افغانستان د ښځو او مدني ټولنو د استازو د نه بلنې په خاطر د نیوکو په ځواب کې وویل: «غواړم ټینګار وکړم چې د دوحې غونډه یوه پروسه ده. موږ ډېرې نیوکې اورېدلي چې ولې افغان مېرمنې او مدني ټولنې په دې خبرو کې نه دي حاضرې. زه باید ووایم چې دا بین الافغاني خبرې نه دي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې په دوام وویل: «هیله من یوو چې یوه ورځ به هلته ورسیږو، خو دا مهال په هغه پړاو کې نه یوو چې بین الافغاني خبرې وشي.»

طالبانو ویلي چې د دوحې په غونډه کې د دوی د ګډون یو شرط چې د ملګرو ملتونو له خوا ومنل شو، د مدني ټولنې استازو او ښځو ته بلنه نه ده ورکول و.

مېرمن ډی کارلو له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو غوښتل د ملګروملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره وګوري.

نوموړي ویلي چې دا په خپله د دوحې د درېیم کنفرانس مشري په غاړه لري، نو له همدې امله په دوحه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د طالبانو د پلاوي لیدنې امکان نه لري.

ډی کارلو ټینګار کړی چې د دوحې د ناستې موخه نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو منشور ته د طالبانو ژمنتیا ده. دې هیله څرګنده کړه چې ملګري ملتونه به دغه هدف ګام په ګام ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب