یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د فرهنګ او تمدن مرکز ویرژلي هرات ته!| عبدالباري جهاني

د فرهنګ او تمدن مرکز ویرژلي هرات ته!| عبدالباري جهاني

د هرات لرغونی ښار، د افغانستان د فرهنګ، تمدن او تاریخي افتخاراتو مرکز، د اکټوبر پر اوومه نېټه د شنبې په ورځ یوې سختي زلزلې ولړزاوه. څه د پاسه دوه زره وطنوال پکښي شهیدان سول او څه کم دوه زره کورونه پکښی تباه سول. د هرات لرغونی ولایت یې د غم او پاتا پر کمبله کښېناوه او په داخل او بهر کي یې ټول اوسېدونکي افغانان ویرجن کړل. ځینو نااهلو کسانو، چي زه یقین لرم شمېر به یې ډېر کم وو، د ویر او ماتم په دې سختو شېبو کي هم د نېښ لرونکو کلماتو له اظهارولو څخه لاس وانه خیست او لا یې هم، په فېسبوک کي، یوه بل ته د قومي او ژبني تعصب پېغورونه ورکول. زه په داسي حال کي چي د هرات غم ځپلو اوسېدونکو ته د زړه صبر او اجرونه غواړم خپلو هغو افغانانو ته د هدایت دعا کوم چي حتی د ویر او ماتم پر کمبله هم پر ژبو زهر لري.

    د فرهنګ او تمدن مرکز ویرژلي هرات ته!

کله دي وران کړي زلزلې کله توپان وطنه

چي زړه به کله در سړیږی د اسمان وطنه

زه به په چیغو چیغو زړه درسره وژړوم

اوښکو د چا کله ګنډلی دی ګرېوان وطنه

چي ډزي نه وي توری نه وي حادثې مو وهي

هم ګیله من یو له نصیب هم له انسان وطنه

توري چي غاړي پرې کوي دوست او دښمن نه لري

اسمان هم نه پېژني خپل او غلیمان وطنه

« ځنګل چی اور واخلی نو وچ او لانده ګډ سوځوي»

زلزلې نه ګوري پښتون او فارسي وان وطنه

غم او ښادي یوه ده کور او ګور مو دواړه یو دي

د رنځ علاج مو یو دی، یو مو دی درمان وطنه

څوک چي دښمن وي د هرات هغه غلیم د وطن

مېنه یوه ده له هري تر بدخشان وطنه

لا خو دي ډکه ده لمن له مېړنو زامنو

ستا د غلیم په ویر به وکاږي ارمان وطنه

نن به دي اوښکي پاکوم سبا به دواړه ورځو

چي له لستوڼي څخه وشړو ماران وطنه

تخت سفر به انارګل او نارنج ګل ته یوسو

پر کنډوالو به دي ښارونه کړو ودان وطنه

هېره به نه سي د جامي او د بهزاد جونګړه

چي لا په غرونو کي ژوندی وي یو افغان وطنه.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر نهمه، ویرجینیا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب