لیکوال: سراج احمد حبیبي
نقشبندیه طریقه حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) ته منسوبه طریقه ده، دا طریقه په لومړیو کې د حضرت ابوبکر صدیق(رض) په نامه (صدیقیه) یادېده، خو یو څه وخت وروسته یې د حضرت بایزید بسطامي(رح) نامه ته د نسبت په خاطر نوم (طیفوریه) شو. له هغه وروسته یې بیا نوم تغییر وخوړ او د حضرت خواجه عبدالخالق غجدواني(رح) نامه ته منسوبه او د دې نسبت په پایله کې د خواجه ګانو د طریقې په نامه اوڅاره شوه.
اوس چې د چا د نامه په وجه د نقشبندیې په نامه یادېږي هغه حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) دی، چې په شاه نقشبند(رح) هم مشهور دی. حضرت بهاوالدین نقشبند(رح) د سید جلال الدین(رح) زوی، د سید برهان الدین(رح) لمسی او د سید عبدالله(رح) کړوسی دی. دی په (۸۱۷) هجري قمري کال کې د بخارا په کوشک هندوان کلي کې زېږېدلی دی.
په ټوله کې د نقشبندیې طریقې عمومي اصول دا دي چې کله یو څوک پکې داخلېږي، نو لومړی له خپل پیر او مرشد سره پر دې بیعت کوي چې وروسته له دې نه به په کامله معنا په شریعت کې داخلېږي، پر خپلو ټولو تېرو اعمالو به پښېمانه کېږي او وروسته له دې نه به یې بیا نه تکراروي، دوی دا ډول توبه د نصوح توبه ګڼي او خپل هر یو مرید پر دې مکلف ګڼي چې خپلې دغې توبې ته وفادار پاتې شي.
د نقشبندیې طریقې لاروي حضرت عبدالقادر خان خټک ښايي همدغې موضوع ته په لاندې بیت کې نغوته کړې وي، چې وايي:
د توبې دریاب یې تا وته پیدا کړ
سپین کړه ځان عبدالقادره لا د مخه
دغه راز په دې طریقه کې ذکر ټول خفي ذکر دی، ځکه د دې طریقې صوفیان باور لري چې تر جلي ذکر نه په خفي ذکر کې اجر او ثواب ډېر دی او بل ریا هم په کې نه راځي، عبدالقادر خان خټک هم د شیطان د مقابلې یوازیني لار خفي ذکر ګڼي او خلکو ته دا دعوت وکوي چې:
په خفیه ذکر یې زر مرۍ خفه کړه
که شیطان دې په خاطر کا منګل ښخه
نقشبندیه طریقه پنځه لطایف لري او په دې ډول دي: د زړه لطیفه، د روح لطیفه، د سر لطیفه، خفي لطیفه، اخفی لطیفه. دغه راز تر لطایفو پورته یو ذکر سلطان، پنځه د نفې او اثبات لطیفې او اووه مراقبې هم لري.
دا هره لطیفه د یوه نبي تر قدم لاندې وي او هغه وخت چې سالک په ذکر پیل وکړي، د هغوی نورانیت هم ورسره راڅرګندېږي. همدارنګه هره لطیفه یو ځانګړی رنګ هم لري، چې هغه رنګ یې د پیر یا مرشد له خوا نه پېژندل کېږي. مثلاً: د زړه د لطیفې چې د نقشبندیې طریقې لومړنۍ لطیفه ده، رنګ ژېړ دی او دغه لطیفه په پیغمبرانو کې د ادم(ع) تر قدم لاندې ده، هغه وخت چې سالک دا لطیفه بشپړه کړي، نور یې د مرید پر مخ پاتې کېږي او دا نور یې مرشد حس کوي او مرید ته د بلې لطیفې ارشاد کوي، په دې ډول سره یوه پر بلې پسې دا اووه واړه لطیفې بشپړېږي.
د دې لطیفو د بشپړولو تر څنګ نقشبنديه طریقه ځینې نور ځانګړي قواعد او اصول هم لري، چې هغوی عبارت دي له: هوش در دم، نظر بر قدم، خلوت در انجمن، سفر در وطن، یادداشت، یاد کرد، وقوف زماني، وقوف عددي او وقوف قلبي څخه، چې په دې اصولو کې د دوو هغوی څرکونه د عبدالقادر خټک په شاعرۍ کې واضح وینوو، چې هغوی دا دي:
هوش در دم: د دې معنا دا ده، چې کله صوفي ساه باسي، نو د خپلې ساه سره باید د خدای تعالی ذکر ته هم پاملرنه وکړي، تر څو په دې توګه یوه لحظه هم د خدای تعالی له یاد څخه غافل نه شي او ژوند یې د دې آیت شریف له ارشاد سره بشپړ سمون وخوري:
﴿ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ﴾
یعنې:(هغه کسان چې په ناسته، ولاړه او ملاستو کې اللهﷻیادوي او د ځمکې او آسمانونو په پیدا کېدو کې فکر کوي، نو وایي چې اې زموږ پرودګاره! تا دا ټول بېځایه نه دي پیدا کړي، تا په پاکۍ سره یادوو، موږ د دوزخ له عذابه څخه وساته!)
عبدالقادر خان خټک د همدې ایت شریف مفهوم په خپل شعر کې داسې بیان کړی دی:
یو زمان یې زړه خالي نه وي له یادو
که په ناسته، که په تللو، که په خواب وي
او یا:
عام و هر چاته د څښتن د ساه وایي
په تخت چې کښيني ورته بادشاه وایي
ژوندی هغه دی، بادشاه هغه دی
چې تل په زړه کې الله الله وایي
خلوت در انجمن: یعنې صوفي که په ظاهره له خلکو سره وي، باطن یې باید له الله سبحانه وتعالی سره تړلی وي؛ لکه عبدالقادر خان خټک چې فرمايي:
که ظاهر مې خلق ګډ ویني له خلقه
په باطن عبدالقادره! سر په راغ یو
او یا:
که ظاهر له نوره خلقه مشغولا کړم
زړه مې تل د یار له غمه اشتغال کا
په بل ځای کې د رښتیني مومن په اړه بیا وایي:
په ظاهر جامه له خلقه سره خلق
په باطن کې تابعین وي یا اصحاب وي
هسې نه لکه د نورو ادیانو صوفیان چې د تصوف په نامه یې رهبانیت غوره کړی او کاملاً یې دنیا ته شا کړې وي، له خلکو سره ناسته پاسته نه کوي او ټول ژوند یې په چهله خانو کې تېرېږي.
خانه اباده.مننه
خوندور لیکنه. مشخص مطلب او نوی مالومات وه. زه د جهاني صاحب، معصوم هوتک صاحب او یوونیم بل محقق لیکنې په خوند لولم. ستا لیکنه هم راته پوره جالبه وه. اکثر په اصطلاح څیړونکي ، بې ادبي معاف، د تحقيق په نوم چټیات لیکي. بس د ماخذونو قطارونه او منځ کې هیڅ نه.
ډېره مننه شرافت صاحب محترم!
الله تعالی دې راته وساته!
په علم مو برکت شه!