چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد م م امنیت شورا کې د چین استازی؛ افغانستان کې د...

د م م امنیت شورا کې د چین استازی؛ افغانستان کې د اوسني وضعیت یوازینی لامل د ښځو حقونه نه دي

تاند ( جمعه د لیندۍ/ قوس ۲۳مه) ‏د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي فوکونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمه ییزې همکارۍ هم پراخې شوې دي.

خو نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې،چې” بشري، پراختیایي، ترهګریز ګواښونه او د ښځو حقونو” مسایل ناحل پاتې دي.

که څه هم فوکونګ په خپله وینا کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر هڅو ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه،چې افغانستان کې د اوسني وضعیت یوازینی لامل د ښځو د حقونو موضوع نه ده.

نوموړي په دغه برخه کې د نړۍوالې ټولنې رول مهم وباله او وې ویلي،چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان پرمختګ لپاره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو په برخو کې له دغه هېواد ملاتړ زیات کړي.

د فوکونګ په خبره، د افغانستان بانکي سیسټم د بندیزونو له امله له نړۍوال مالي سیسټم څخه په انزوا کې پاتې چې د دغه هېواد د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا د څو غړیو په شمول څوارلس هېوادونو، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې تر هغه وخته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ترڅو چې دا ډله ښځې ځپي.

دوی له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او آزادیو د محدودولو پالیسۍ پای ته ورسوي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د دې شورا ۱۱ دایمي او غیر دایمي غړیو او ۳ نورو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، او د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر له پسې سرغړونه په کلکه وغندله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب