ژباړه: ع ارمان
‘I do not engage in extensive research; my heart itself is my field of study,
زه ځان د تحقیق په اوږدو لارو کې ښکېل نه ساتم، زما زړه خپله زما د مطالعې میدان دی.
بانُو مشتاق د هندوستان د کرناټک ایالت اوسیدونکې ده، هغه د ښځو، ټولنیزو نابرابریو او انساني تجربو په اړه لیکل کوي.
د هغې د لنډو کیسو ټولګه «زړه څراغ» (Heart Lamp) د ښځو د ژوند د دردونو او مقاومت ژور انځور وړاندې کوي. په دې ټولګه کې د هغې له ۶ بېلابېلو ټولګو څخه، چې په څو لسیزو کې یې کښلي، لنډې کیسې راټولې شوې دي. په ۲۰۲۵ کال کې بانُو مشتاق د همدې کتاب لپاره د نړۍ تر ټولو ستر ادبي ویاړ بوکر جایزه ترلاسه کړه.
دهغې لیکنې د تحقیق پر ځای د زړه له جذبې او د ژوند له تجربو سرچینه اخلي، او له همدې امله د انساني احساساتو په صداقت کې ځانګړې ځلا لري. (ژباړن)
مرکه!
د “heart lamp /زړه څراغ” لنډه کیسه ما ولي ولیکله او تر شا یې کومه جذبه موجوده وه؟
زما افسانې د ښځو په هکله دي، چې څنګه مذهب، ټولنه او سیاست له دوی څخه بې له کوم حاجت او دلیله د اطاعت تقاضا کوي، او په دې سره پر دوی غیر انساني ظلمونه کوي، په رسنیو کې لیدلې پېښي او زما ذاتي تجربې زما لپاره د تحریک ذریعه جوړوي.
د دې ښځو غم، تکلیفونه، بې وسه او بې کسه ورځ په ما کې یوه جذبه پیدا کړي او هغه جذبه ما لیکلو ته اړه کړي.
عموماً یوه مسوده وې او دوهم حتمي کتاب، د «زړه څراغ» حتمي دی. د دې لپاره ما د لنډو کیسو له هغو شپږو کتابونو څخه د کیسو انتخاب کړی چې ما په ۱۹۹۰ کې لیکلي.
زه خپل ځان د تحقیق په اوږدو لارو کې ښکېل نه ساتم، زما زړه خپله زما د مطالعې میدان دی.
څومره په شدت سره چې یوه واقعه خپل اثر پر ما پریږدي زه یې په هغومره جذبه لیکم.
هغه کتاب کوم و چې له لوست سره زما مینه زیاته کړه.
د یوه کتاب نوم اخیستل به ناانصافي وي، زه له بې شمیره کتابونو متاثره شوې یم، کوم وخت چې؛ په ماشومتوب کې ما “الفبا” زده کړې له همهغه وخته زما له لیکلو او لوستلو سره مینه پیدا شوې.
هغه کتاب چې زه یې مجبوره کړم، چې زه باید لیکواله شم.
د شلمې پېړۍ اوومه لسیزه په “کرناټک” کې د غورځنګونو لسیزه وه، “دِلت غورځنګ، د بزګرانو غورځنګ، د مورنۍ ژبو غورځنګ، د بغاوت غورځنګ، د ښځو غورځنګ، د چاپېریال غورځنګ او تهیټر (تیاتر).”
دې غورځنګونو پر ما ژور اثرات پرېښودل، بل اړخ ته ښځو، پسمانده ټولنې، له نظره غورځیدلو خلکو د هغو اظهار خیال او د ژوند کولو طرز ما ته د لیکلو قوت راکړی، لنډه دا چې د “کرناټک” ټولنیزو حالاتو زه و دې هر څه ته تیاره کړم.
هغه کتاب چې د دنیا په هکله یې زما فکر بدل کړی.
کوم یوه کتاب زما د ژوند او زما د لیک لار ښوونه نه ده کړې، بلکې بې شمیره کتابونو او تجربو زه د ژوند له یوه نوي احساس سره اشنا کړم.
[انګلیسي متن؛ بکر پرایز فاونډیشن]