تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د پاکستان کرکټ بورډ به په لومړي ځل په خپل هیواد کې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو سیالیو د درې اړخیزه لړۍ کوربه شي. دا سیالۍ به د نوومبر په ۱۷ پیل او تر ۲۹ پورې دوام وکړي.
دا لړۍ په راتلونکی کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) د نارینهوو د T20 نړیوال جام ته د تیاري لپاره تنظیم شوې ده. د ۲۰۲۶ کال د کرکټ د نړیوالې شورا شل اوره جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې کېږي.
درې اړخیزه لړۍ به د نوومبر په ۱۷مه د پاکستان او افغانستان تر منځ د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې پیل شي. دا به په پاکستان کې د افغانستان لومړنۍ ۲۰ اوره لوبه وي. تر دې وړاندې افغانستان په پاکستان کې پنځه یو ورځنۍ لوبې کړې وې، چې وروستۍ یې د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د ICC د چمپينز ټرافي پر مهال د اسټرالیا پر وړاندې وه.
د نوومبر په ۱۹مه به سریلانکا د راولپنډۍ په لوبغالي کې د افغانستان پر وړاندې لوبه وکړي، په داسې حال کې چې د درې اړخیزې لړۍ د پایلوبې په ګډون پاتې پنځه ۲۰ اوریزې لوبې به د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.
له دې وړاندې، په اکتوبر/نوومبر کې به پاکستان د دوو ټیستلوبو لپاره د جنوبي افریقا کوربتوب وکړي؛ چې د ۲۰۲۵–۲۷ د نړیوال ټیسټ اتلولۍ برخه دي، او همداراز به د اکتوبره له ۱۲ د نوومبر تر ۸ پورې درې T20 او درې یو ورځنۍ لوبې. وکړي
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي:
«موږ له سریلانکا او افغانستان سره د پاکستان د لومړۍ درې اړخیزې T20 لړۍ د کوربتوب په تمه یوو. دا سیالۍ به نه یوازې د راتلونکي کال د نړیوال جام لپاره غوره چمتووالی وي، بلکې د مینه والو لپاره به د زړه راښکونکو لوبو ډګر هم شي.
سږ کال موږ د ICC د چمپينز ټرافي او د ښځو د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره کړې، چې دا زموږ وړتیا او چمتووالی ښيي چې پرلهپسې د لوړې کچې نړیوالو سیالیو کوربه توب کوو.»
د درې اړخیزې T20 سیالۍ مهالویش (پاکستان، افغانستان، سریلانکا):
- نومبر۱۷ – پاکستان ✦ افغانستان – راولپنډۍ کرېکټ لوبغالی، راولپنډۍ
- نومبر۱۹ – سریلانکا ✦ افغانستان – راولپنډۍ کرېکټ لوبغالی، راولپنډۍ
- نومبر۲۲ – پاکستان ✦ سریلانکا – قذافي لوبغالی، لاهور
- نومبر۲۳ – پاکستان ✦ افغانستان – قذافي لوبغالی، لاهور
- نومبر۲۵ – سریلانکا ✦ افغانستان – قذافي لوبغالی، لاهور
- نومبر۲۷ – پاکستان ✦ سریلانکا – قذافي لوبغالی، لاهور
- نومبر۲۹ – پایلوبه – قذافي لوبغالی، لاهور