تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې 16 مه) اروپايي اتحادیې د افغانستان له زیانګالو ټولنو او ښځو سره د ملاتړ لپاره د ۱۴ میلیون یورو (۱۵.۲ میلیونه ډالرو) اضافي مرستې ژمنه وکړه.
په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، نوې مرستې به د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام (ACRP) پراخ کړي، چې دا د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مشرۍ د ګډې همکارۍ نوښت دی. د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) به هم له دې پروګرام سره یوځای شي او له UN Women سره د اروپايي ټولنې شراکت به نور هم پیاوړی شي.
اروپايي ټولنې وویل، د دې پیسو له منځه به ۶ میلیون یورو ACRP ته ځانګړې شي، چې د دې پروګرام ټول ملاتړ به ۲۱ میلیون یورو ته ورسوي. دا پروګرام چې په ۲۰۲۴ کال کې پيل شوی، هدف یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د زغم پیاوړتیا او په هغو ولایتونو کې د پایښتي معیشتونو ترویج دی چې د کوکنارو کښت پکې ډېر دی. دغه پروګرام چې په پیل کې په هلمند او کندهار کې متمرکز و، اوس به بادغیس ته وغځېږي او د UNODC تر مشرۍ لاندې د کوکنارو د کښت د سروې ملاتړ به هم وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د چارو سرپرست استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار، وویل:
«دا اضافي مرسته په داسې مهم وخت کې راځي چې افغان ټولنې د اقلیم له خطرونو او د طبیعي سرچینو له شدید کمښت سره لاس و ګرېوان دي.»
هغې زیاته کړه، اقلیمي بدلون د بېځایه کېدو یو مهم سبب دی او ټینګار یې وکړ چې د اروپايي ټولنې ملاتړ د دوحې پروسې له لارې د مخدره موادو پر ضد اقدامات او بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو په لور د تګ مرسته هم رانغاړي.
په افغانستان کې د UNDP استازي سټیفن رودریکس، وویل:
«دا مرسته یوازې مالي پانګونه نه ده؛ بلکې د یووالي یو پیاوړی پیغام دی» چې له افغان ټولنو سره د ناقانونه اقتصادونو د کمولو او له اقلیمي بدلون سره د عیارېدو په برخه کې مرسته کوي.
اروپايي ټولنې همداراز د UN Women لپاره ۸ میلیون یورو اعلان کړل، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره یې ټول ملاتړ د درې نیمو کلونو په ترڅ کې ۲۳ میلیون یورو ته ورساوه. دا مرستې به د ښځینه سازمانونو او د ټولنې پر بنسټ مرکزونو له لارې د خوندیتوب، رواني ـ ټولنیز ملاتړ او د معیشت خدمات برابر کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن، وویل:
«د ښځو د مدني ټولنې سازمانونه ډېر ځلي یوازیني ژغورونکي پاتې شوی چې افغان ښځې او نجونې کولای شي ورته ورسي او په خوندي ډول ضروري خدمات تر لاسه کړي. اوس تر هر وخت زیاته مهمه ده چې د دوی په کار پانګونه وکړو او مرسته وکړو چې خپلې دروازې پرانستې وساتي.»
بوسکوویچ پوهار زیاته کړه چې اروپايي ټولنه ژمنه ده افغان ښځې او نجونې شاته پاتې نه شي:
«دا نوې مرسته د افغان ښځو او نجونو لپاره، چې د خپلو ټولنو ستنې دي، زموږ د تلپاتې ژمنتیا ثبوت دی.»
دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې افغانستان د وچکالۍ، سېلابونو، په ختیځو ولایتونو کې د اګست د ۳۱مې د ویجاړوونکې زلزلې او له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغانانو د ایستلو په شمول له پرلهپسې کړکېچونو سره مخامخ دی.