Homeخبرونهپاکستان د درې اړخیزې شل اوره سیالیو پایلوبه وګټله

پاکستان د درې اړخیزې شل اوره سیالیو پایلوبه وګټله

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ د شل اوره سیالیو پایلوبه پاکستان په لوړ توپیر وګټله.

پاکستان، چې د پایلوبې پچه ګټلې وه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو د بایللو په پای کې افغانستان ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه چې ظاهراً کم و خو افغان لوبغاړو د توقع خلاف ویکټونه یو په بل پسې وبایلل او تقریباً هیڅ توپ ویشتونکي د پام وړ منډې ونه کړای شوې. له همدې کبله پاکستان دا سیالي په خورا لوړ توپیر یعني په ۷۵ منډو وګټله.

د پاکستان لپاره تر ټولو ښه باولینګ یا توپ اچونه محمد نواز وکړه چې ۵ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې کپتا راشد خان وکړې. ده په ۱۸ توپونو ۱۷ منډې وکړې.

راشدخان په توپ اچونه یا یاولینګ کې هم ښه وځلېد. ۳ لوبغاړي یې وسوځول. نور احمد او فاروقي دوه – دوه او غضنفر یو  ویکټ واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...