جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبد تخیل وزرې | لیکوال: محمدخان بریال

د تخیل وزرې | لیکوال: محمدخان بریال

د تخیل په اړه خبرې کول او پر دې موضوع پوهېدل د ټولو کسانو او په ځانګړي ډول د هغو محصلینو لپاره چې همدا اوس د ادبیاتو پوهنځي وایي، بېساري اړین دي. دغه موضوع تر ډېره پېچلې ده، خو که په ساده الفاظو بیان شي، نو ډېر کسان به لږ نه، بلکې ډېر څه ترې زده کړي. کله چې موږ پر تخیل خبرې کوو، نو زموږ ذهن ته بېسارې پوښتنې راځي. لومړی دا چې تخیل څه شی، له خیال سره څه اړیکې لري، تخیل حقیقي کېدایشي او که نه، که تخیل نه وای، انسان ژوند کولی شو. د دې تر څنګ بلا نورې پوښتنې هم شته چې باید پر پوه شو او په اړه یې معلومات ولرو.

د همدې موضوع لپاره پر تخیل بشپړې خبرې کوو او باید دا څرګنده شي چې دغه قوه له انسان سره څه مرسته کوي او که نه وي انسان له کومو ستونزو سره مخ کېږي. ډېرو لیکوالو تخیل ته تعریفونه وړاندې کړې دي او تخیل یې هغه قوه بللې چې د انسان په حافظه کې تصویرونه او د دوی تر منځ د تضاد او ورته والي اړیکې کشفوي. ډاکتر احسان الله درمل پخپل کتاب شعرستان کې تخیل ته داسې تعریف وړاندې کوي:

«: تخیل داسې قوت دی چې د شاعر په حافظه کې د پرتو تصویرونو ترمنځ د ورته والي یا حتی د تضاد له مخې اړیکې کشفوي او بیا د همدې اړیکو پربنسټ مختلف تصویرونه سره یو ځای کوي او یو نوی تصویر ترې، تراشي. د تخیلي تصویر اجزا د طبیعي عناصرو له تصوراتو اخیستل شوي وي؛ خو دغه نوی ترکیبي تصور داسې وي چې په طبیعت کې یې نه شوموندلی. هوبهو هغسې لکه په اوبو د اکسیجن او هایدروجن خواص محوه کیږي.» (شعرستان)درمل(۱)

د شعریستان لیکوال د تخیل په مثال کې د شعور مثال ورکړی دي. دی! وایي: چې موږیو مهال د رباب او مرغۍ اوازونه اورو. د کالریج په نظر به دا د اولي تخیل دنده ده چې د مرغۍ او رباب اوازونه سره بېلوي.(شعرستان)

دلته ښاغلی درمل تخیل موږ ته داسې راپېژني چې تخیل داسې قوت دی چې په حافظه کې له شته تصویرونو څخه د تضاد یا ورته والي له مخې نوی تصویر جوړوي. هو تخیل دا ځواک لري چې موږ ته هر څه په نوې بڼه راوښيي. یعنې موږ د تخیل پر مټ له زاړه تصویر څخه نوی تصویر جوړولی شو او هغه ته بېلا بېلې جامې ور اغوستلی شو. د دغو ټولو نظرونو د تایید پر بنسټ دا ویلالی شو چې تخیل له تصویر نه بل تصویر جوړوي او د شاعر او لیکوال په خوښه یې منظموي.

د دې تر څنګ په بل کتاب تنقید او ادبي مفرداتو کتاب کې تخیل ته داسې تعریف وړاندې شوی دی: « تخیل ابداعي قوت دی. ابداع دې ته وایي چې له مادې پرته یو شی جوړ شي. دغه ابداعي قوت هغه قدرت نه دی، چې خاص الله تعالی (ج) ته منسوبېدای شي. سید طاهربخاري د انسان ابداعي تخیل داسې را پېژني: چې په اختراع کې یو څه زیادت او جدت وشي؛ نو عرفا دې ته هم بدیع وایي او د هغه جوړولو ته ابداع وایي.» (۲)(تنقید او ادبي مفردات)

په دغه تعریف کې هم تر ډېره پر دې ټینګار شوی چې تخیل په اصل کې د خیال ادلون او بدلون دی. یعنې که موږ په ذهن کې یو تصویر ولرو او هغه بیاځلي رایادوو. دغه تصویر ته نوې جامې ور اغوندو او بیا یې داسې ذهني منظم کړو چې د خپلې خوښې تصویر ترې جوړ کړو، نو دغه ځواک ته تخیل ویلالی شو. په دغه تعریف کې په زیادت او جدیت ټینګار شوی، دا په دې مانا چې موږ تېر تصویرونه پخپله خوښ جوړ کړو او خوند ترې واخلو.

بخاري صیب تخیل په دوو ډولونو وېشلی دی، یو د وېښې خیال دی او بل د خوب خیال دی. د خوب خیال زموږ په ذهن کې د یو تصویر په بڼه ثبت شوي وي او د وېښ خیال بیا ازاد وي. دغه خیال په درېیو برخو وېشلی شو:

لومړیـ الهامي خیال. دغه خیال اولیاو او عرفا ته حاصل وي.

دویم – هغه خیال چې تصورات ترې تراشل کیږي. لکه د جنت، قبر او… تصور چې د انسان ته په فطري توګه حاصليږي. ددغو شیانو په شتون خپلې عقیدې باوري کړییو. خو کوم تصور مو چې ورته تراشلی دی هغه زموږ د خیال زیږنده ده.

درېیم- هغه خیال چې یو غیرامکاني او غیرحقیقي حالت رامنځته کړي. د دغه خیال عملیې ته تخیل وایي. دا خیال د شاعر خیال دی. او همدا تخیل دی. ځګه تخیل د تفعل په وزن دی. د دغه خیال ځانګړنه دا ده چې زحمت پکې ایستل شوی وي. لکه تفکر، تصوف… مانا دا چې جوړښت یې موندلی وي. خو دغه چاره د هر چا چاره نه ده. د بخاري صیب په خبره چې دا تخیل د شاعر، فلسفي او ادیب کاروي.

تخیل غیر ممکن څیزونه ممکن کوي او غیر متحرک شیان په حرکت راولي، لکه شانواز باقر په یو بیت کې وایي:

توره شپه وه اوازونه راپسې وو

په کوټه کې دېوالونه راپسې وو

ما څادر دومره په شړک راوچت کړی

چې تر کوره کاغذونه راپسې وو

د شانواز باقر صیب په دغو بیتونو کې غیر متحرک شیان خوځول شوي وي. یعنې په حقیقي نړۍ کې دېوالونه حرکت نه شي او نه هم شونې ده، خو شاعر دغو دېوالونو ته د تخیل په هنداره کې کتلي دي او په تخیل کې یې حرکت ورکړی دی. ګنې په حقیقي ژوند کې دا کار شونی نه دی. همدارنګه په نورو بیتونو کې وایي:

په محبت به دې سوچ وکړم یرېدلی یمه

له دې کمر نه یو ځل مخکې هم لوېدلی یمه

غږ مې څوک نه اوري مرۍ مې خپله کېنوله

ژوندی تصویر یم په دېوال چا لګولی یمه

په دغو بیتونو ته که د تخیل په هنداره کې ورته وکتل، شاعر د تېرو ناخوالو له امله مینې ته زړه نه ښه کوي او دا هره په حقیقي ژوند کې نه کېږي، بلکې تخیل دی چې انسان ته کله زړه ورکوي او کله کله یې بې زړه کوي. دلته هم تخیل د انسان ژوند په دوو حالاتونو کې راولي. نه مینه پرېښودی شي او نه هم مینه کولی شي. زړه نازړه وي. کېدایشي ډېره هم په حقیقي ژوند کې دا پېښه تکرار شي، خو په تخیل کې تر ډېره پېښېږي.

د دې تر څنګ پر تخیل د خبرو د لړۍ په دوام کې نورې خبرې دا دي چې له ډاکتر صیب زغم سره استاد اسدالله غضنفر صیب د تخیل په اړه مرکه کړې ده. نوموړی پخپله مرکه کې وایي چې تخیل په اصل کې په خیالونو کې لاسوهنه ده: « ډاکتر صاحب زغم  وایي: په ادبیاتو کې تصویر هر هغه څه چې په خیال کې حواسو ته مخاطب کېدای شي، هر حس ته، هغه تصویر دی. مثلاً: یو اواز، که داسې یوه تشبیه سړی استعمال کړي، که یو اواز ور په یاد کړي نو دا هم تصویر بلل کېدای شي. او له بلې خوا دا څه چې تاسو وایاست، دې ته خو موږ خیال هم وایم.مثلاً: زه یوه مڼه خورم، دغه اوس چې مڼه خورم، دا خوند احساسوم یعنې زما ذایقه حس دغه حس کوي خو که مې د مڼې خوراک تمام کړی وي او بیا یې هغه خوند را یادوم، دا بیا د هغه مڼې د خوند خیال دی. دغه مفهوم ویل غواړئ؟

دا په دې مانا چې تخیل له موږ سره د هنري نوښت په رامنځته کېدو کې پوره مرسته کوي. له لومړۍ دورې رانیولې بیا تر معاصرې دورې پورې، ډېرو شاعرانو شعرونه لیکلي دي، خو هره یوه له خپل لیدلوري سره سم شعرونه لیکلي دي. په کلمو کې نوښت هم د تخیل پر بنسټ شونی دی. همدارنګه په هنري نثر کې له تخیل څخه پوره ګټه اخیستل کېدایشي.

د ډاکتر محب الله زغم او ښاغلی استاد غضنفر له مرکې مو دا زده کړه چې تخیل د ژوند په ټولو برخو کې اړین دی. نه یوازې ادبیات، بلکې په ټولو برخو کې موږ ته د نوښتونو رامنځته کېدو پوره زمینه برابره وي. په لنډ ډول دا ویلی شو چې د تخیل او خیال اړیکې دا دي چې په خیالونو کې لاسوهنې ته تخیل ویل کېږي. کله چې موږ د یوې شینې سیمې تصویر په ذهن کې لرو، نو دا خیال بیا په تخیل کې سینګارولی شو او نوې جامې ور اغوستلی شو. پخپله خوښه یو تصویر جوړو او بیا خوند ترې اخلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب