د يوه پاچا بېرته راتګ ليکوال، ویلیم ډلرېمپل، يو وتلی تاريخپوه دی چې کتابونه يې په تېره بیا په لوېدیځ کې د ډېرو خلکو خوښ دي. دغه کتاب د افغان-انګلیس د لمړۍ جګړې په هکله دی چې د جګرې د پيل لامل، د لويې لوبې پيل، د اشغال بهير، د انګرېزانو پر ضد پاڅون، د دوی ماته او د جګړې په اړه ډېرې نورې پېښې په ډېر تفصیل او مستنده بڼه په کې بیان شوې دي. سربېره پر دې، په جګړه کې د ښکېلو خواوو مشـران په پوره تفصيل انځور شوي او دا په کې څرګندېږي چې د بېلګې په توګه په افغان لوري کې څوک د هېواد پالنې له کبله په جګړه کې ښکېل وو، څوک د پيسو وږي او څوک د واک تږي وو. ليکوال د دې کتاب د ليکلو په موخه ډېرې پلټنې نه يوازې په انګلنډ بلکې په افغانستان، پاکستان، روسيه او هند کې ترسره کړې دي او داسې سرچينې يې موندلې چې تر اوسه راسپړل شوې نه وې.
ډېری هغه کتابونه چې تراوسه په انګلستان کې د افغان-انګلیس جګړو په اړه ليکل شوي، يو اړخيزه دي، پېښې د انګرېزانو په ګټه بیانوي او افغانانو ته په کې د تنګ نظرو او معتصبو په سترګه کتل شوي. د يوه پاچا بېرته راتګ لیکوال يوازې په انګرېزي سرچينو بسنه نه کوي او له افغان سرچينو سربېره له ډېرو نورو سرچينو څخه په کار اخيستنې يې په ډېره مفصله او ناپيلې توګه پېښې بیان کړي دي او دا يې لوستونکو ته جوته کړې چې افغانان هغسې نه دي لکه په نورو انګرېزي تاريخونو کې چې ياد شوي. په دې اړه ليکوال په خپل يادښت کې لیکلي: «بله ډېره مهمه خبره دا ده چې د افغان سرچينو په برکت د افغان مقاومت مشران ناڅاپه داسې سم سړي څرګند شول چې له خپلو ټولو حواسو سره ښه انسانان وو چې خپل انفرادي اندونه او انګېزې يې درلودې، خو انګرېزي سرچينو په ټوليزه توګه يوازې د ږیرورو تنګ نظرو او متعصبو په سترګه ورته کتلي.»
سربېره پر دې، په دې کتاب کې د افغان-انګلیس لمړۍ جګړې بېلابېل اړخونه په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې سره پرتله شوي او په حيرانوونکې توګه د دوی ورته والی جوت شوی. ليکوال په خپل يادښت کې دغه وړاندوينه کړې او داسې يې ليکلي: «…دا يقيني برېښي چې په دغه هېواد کې د لوېديځ څلورمه جګړه به له دومره لږو سياسي ګټو سره پای ته ورسېږي لکه مخکنۍ درې جګړې (د افغان-انګلیس درې تېرې جګړې) او لکه همدغه تېرې جګړې، وروسته له شرموونکې ماتې څخه به په سپکاوي ځواکونه ترې وايستل شي، افغانستان به يو ځل بیا په قومي ګډوډيو کې پرېښودل شي او دا به ډېره شونې شي چې هغه څوک بیا واک ترلاسه کړي چې د پرځولو په موخه يې جګړه پيل شوه.» په حيرانوونکې توګه، داسې ښکاري چې د لیکوال دغه وړاندوینه اوس په پېښېدو ده. اوس مهال د افغان-انګلیس د لمړۍ جګړې د بهير يوه برخه اوسنيو هغو پېښو ته کټ مټ ورته ده چې په دې ورځو کې په افغانستان کې تکرارېږي. هغه وخت انګرېزانو د امير دوست محمد واکمني ړنګه کړه او پر ځای يې خپل لاسپوڅی شاه شجاع پر تخت کښېناوه، خو کله چې انګرېزان له ماتې سره مخ کېدل، شاه شجاع ته يې شا واړوله او بېرته یې د دوست محمد واکمنۍ ته لاره هواره کړه. په اوسني پېر کې امريکايانو د طالبانو واکمني ړنګه کړه او پر ځای يې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړ. اوس چې د ماتې په مورګه کې دي، داسې برېښي چې هغه حکومت ته يې شا کړه چې دوی يې ملاتړ کولو او د هغه چا واک ته د رسولو هڅې کوي چې واکمني يې دوی پرځولې وه.
دغه کتاب چې ۴۴۶ مخه لري په پنځه سوه ټوکو کې چاپ شو او تمه ده چې د افغانستان په هر ولایت کې لږترلږه لس ټوکه عامه کتابتونونو ته ووېشل شي. په کابل کې د کابل پوهنتون، د کابل د طب پوهنتون، پولیتخنیک، او ښونې او روزنې پوهنتون او په ننګرهار، خوست، پکتیا، غزني، مزارشریف، لوګر، وردګ او کندهار کې پوهنتونو ته یې د رسونې چارې د اکسوس کتاب پلورنځي په وړیا توګه په غاړه اخیستې دي. د نورو ولایتونو د عامه کتابتونو مسولین کولای شي تر راتلونکو دوو میاشتو یې د اکسوس له کتاب پلورنځي څخه د یو پېژند کارت یا یو سند په ښودلو وړیا تر لاسه کړي.
کتاب د خرڅلاو له پاره نه دی، خو مینوال کولای شي چې له لاندې تړښت څخه یې پي ډي اېف فارمټ ښکته کړي. له قانوني اړخه د کتاب په ښکته کولو کې خنډ نشته ځکه چې له لیکوال څخه په لیکلې بڼه د کتاب د ژباړې او خپرولو اجازه اخیستل شوې ده.
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
مبارک دې وي، هغه زيار چې په دې ژباړه کې ګالل شوى ريښتيا چې د قدر او اجر وړ دى. هيلمن يم چې دا برکات لوستونکو ته هم خواره شي. تېر ته په کتو سره سړي کولى شي د اوس او راتلونکې روڼ تصوير انځور کا. زموږ په ټولنه کې له څلورو لسیزو راپه دیخوا دا انځور د مغلقو پېښو له لړ او د هغوى د ناسم تعبیر په وجه له خلکو څخه پنه دى او دې ته يې لاره هواره کړې چې خلک د يو ملي او ديني ليد پر ځاى يو محلي، سمتي، او ځانځاني ليد غوره کړي. دا کتاب لوستونکي دې ته هڅوي چې د پيښو د تحليل اصولو ته يې بيا کتنه وکړي او خپل ذهن له هغه موضعي او مقطعي چاپېر څخه يوه ملي او ريښتوني دريځ ته سوق کا ځکه د همدې دريځ د نشت له وجې يو بل ته اړم يو نه په قهرمانى همغږي يو نه په شهادت او په داسې نفاق او ټاپه ماريو کې لتاړ يو چې د يو بل وژنه پکې روا څه چې د وياړ خبره ګڼل کېږي.
ما چې دا کتاب لوستلو او د ښاغلي رحيمزي سره مې بحث پرې کولو هره ورځ به مې داسې انځورونه په ذهن کې خښ وو لکه د اسکار ګټونکى فلم چې سړى وويني. دا انګریزان به مې چې د ورځې ليدل د پالک، لېډي سېل او….. ګمان به مې پرې کولو. هيلمن يم چې لوستونکي هم د دې خيالي فلم په کتو سره د اوسنيو ډرامو بچه فلم او بدماشان وپېژني.