یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeدا هم ولولئخدای صاحب ته لیک! سیاسي طنز

خدای صاحب ته لیک! سیاسي طنز

لیکوال: موسی ظفر

ژباړن: غزال مومند

ښاغلی خدای صاحب!

 پوهیږم، چې تاسې ته ادرس درکول تېروتنه ده، ځکه تاسې په ټولو ادرسونو پوهیږئ. خو په دې خاطر، چې موږ په یوه ړانده ځای کې یوو او ځینې وخت فکر کوو، چې ستاسې له لورېینې لیرې پاتیږو، غواړم خپله پته درکړم او که اړتیا شوه، چې یو احوال مو واخلې.

 د کهکشان لاره چې ونیسې او مخته راشې، له ښي لوري په درېیمه کرښه او له چپ لوري په دویمه کرښه کې یوه شمسي منظومه ده، چې اته یا نهه ستوري لري. کله چې منظومې ته ننوتئ، له مریخه تېر شوی د اوبو یوه سیاره را رسیږي، چې موږ ځمکه نومولې، خو تا یو وخت پخپل مسیج کې« ارض» ګڼلی.

 په دې سیاره کې داسې عجیب موجودات ژوند کوي، چې غواړي ځمکه ټوټې – ټوټې وي. دا ټوټې هر یو خپل نوم لري. که د انګلیسي الفبا او د نړۍ د تر ټولو غمجنو هېوادونو په حساب یې ووینې، د دغه هېواد نوم تر ټولو د بره راځي، خو که د آرامۍ، سوکالۍ، د پاسپورټ د اعتبار او بل هر ښه شي له نظره یې ووینې، نوم یې وروستی راځي: افغانستان!

دغه هېواد ته چې ورسیدې، لاندې وګوره. هغه کسان چې پکې په خاورو دوړو لړلي ګرځي، عادي خلک دي. هغه کسان چې څو متره رخت یې په سر تړلی او وسلې یې په اوږو دي، یا یې مخونه له ویښتو ډک دي، طالبان دي. زموږ خلک ټول په« عادي» کسانو او «طالبانو» وېشل شوي، نور کوم وېش نه لرو.

 دا طالبان، چې ومې ویل د ملاحسن اخوند په نوم یو رییس لري. عیب لټول ښه نه دي، خو دغه سړی چې دې خلق کړی، ځینې پرزې دې پکې نه دي نصب کړي. له هغو پرزو څخه یوه دا ده، چې دا بدبخته یې په نه لرلو غږیدای نه شي.

خدای جانه!

زه شیطاني نه کوم، خو دا سړی چې یاد مو کړ، تېره شپه یې ستا په قدرت او د جنرال باجوه په اشاره خوله را خلاصه شوه. ریښتیا او دروغ یې تا ته معلوم دي، خو ځينې تورونه یې شخصاً پر تاسې ولګول، چې که ریښتیا وي، خاورې مې په خوله، بیا خو تاسې رسماً د ترهګرو او نیشه یي توکیو د مافیا ملګري یاست.

 ملاحسن وایي، چې ستاسې په مرسته یې افغانستان نیولی، ریښتیا وایي؟ یانې تاسې مرسته وکړه، چې دی او ملګري یې د افغانستان خلک ووژني، ښوونځي یې وسیزي، سړکونه او پلونه والوزوي او یو نیم ځانی هېواد را ونړوي؟ موږ خو تراوسه فکر کاوه، چې دا کار خلیلزاد کړی، خو اوس د ملامتۍ ګوته تاسې ته نیول شوې، نه غواړئ څه ووایئ؟

ملاحسن وایي، چې طالبان یوازې د حکومت کولو لپاره راغلي او که څوک یې په حکومت کې له لوږې ومري، ملامتي ستاسې ده، ځکه د رزق وعده مو ورکړې.

آیا همداسې ده؟ که داسې وي، بیا خو تاسې خپل قول مات کړی او زرګونه ماشومان، ښځې او نارینه په وږي نس د مرګ غېږې ته لیږئ.

آیا کوم پلان شته، چې څه اوربشې یا غنم دې خلکو ته واستوئ؟

خدای جانه!

که تاسې طالبان واک ته رسولي وي، ولې لاس نه ورکوئ، چې څو ورځې ابرومندانه حکومت وکړي؟ ولې مو یوه سمه څېره نه ده ورکړې، چې ماشومان ترې ونه ډار شي؟

 ولې خپله ورسره مستقل مخته نه ځې، چې د جنرال فیض حمید په وسیله معامله ورسره کوې؟ ولې دې امریکا بې جنجاله ونه ویست، چې یو ملت دې په زېړو بوشکو وچاودوه؟

خدای جانه!

دا چې ملا حسن ته هم دې موضوع کې ښکېل کړی یې، زر یا ځنډ د خلکو زړونه درنه مړیږي. هغه سړی، چې ستا د رزق او روزۍ د ورکړې باوجود د خپلې شپږ کلنې لور خرڅولو ته اړ وځي، نور به یې درناوی درته له منځه لاړشي.

 هغه نجلۍ، چې ستا د اوامرو په خاطر ښوونځي ته نه شي تلای، خو تر څو نورو میاشتو له تا او پیغمبرانو دې مخ اړوي.

 هغه ښځه هم، چې طالبانو سره ستا د مرستې له کبله بې کاره شوې او فحشا ته مجبوره شوې، زر یا لیرې پر تا کرښه را کاږي.

 هیله کوم، راشه د ځان دفاع وکړه. راشه ووایه، چې طالبانو، القاعدې او بوکو حرام سره تړاو نه لرې. راشه ووایه، چې حکومتولي یو علم دی او د هر کس ناکس کار نه دی.

راشه مداخله وکړه، چې ستا ابرو او د یوه ملت ژوند له خطر سره مخ دی. هیله ده راشې، ادرس مې هلته پورته درته لیکلی.

په درناوي

ستا یو مېن

2 COMMENTS

  1. رښتیا چی همداسی ده
    د اسلام په مقدس دین باندی دا ډول ملنډی وهل او په الله پاک پسی دروغ او تهمت تړل د خپلو شخصی ګټو دلاسته راودلو لپاره تر دی بله لویه ګناه نور څه شی کیدلی شی.

    هرڅه چی ددوۍ په ګټه وی د ځان لپاره يی حلال ګڼی خو بیا د عام وګړی لپاره خوله بیرته کول هم حرام او د ځمکی ددې خدایانو سپکاوی ګڼل کیږی. پداسی حال کی چی افغان ولس دخپل درد او کړاونو فریاد هم نه شی کولی ځکه چی د ځمکی دا خدایان ورباندی بیا رنګارنګ ټاپی لګوی.

    زمونږ د بدبختیو ستر عوامل همدا جاهله او ناپوهه ملایان او ددوۍ هغه ملاتړی دی جی خپله لار خو ورځنی په رڼا ورځ ورکه ده خو د هغه چا نه هم د ټوپک په زور لار وره کوی جی په ډیرو سختو شرایطو کی يی هم د تور او سپین د پیژندلو لپاره د علم او تحصیل په لاس ته راوړلو پسی زحمت وباسی

    په خاص ډول زمونږ په ټولنه کی د نجونو او د ښځو هغه زړه چاودونکی ژوند چی همیشه ورسره لاس او ګریوان دی او بیا د ناروغۍ په وخت کی ورته دارو درمل او ډاکتر او عصری روغتونونوته نه لاس رسی هغه څه دی که چرته ګټی زړه درلودلی نو هم به ورباندی نرم شوی وای.

    دا هرڅه په رڼو سترګو وینو چی د اسلام د سپیڅلی دین د مقدسو شعارونونو لاندی او د الله پاک تر نامه لاندی ترسره کیږی. د یو مظلوم غاړه وهل او را پرځول او د لارو ګوڅو په سر د عامو خلکو وهل ټکول او سپکول ورته لوی عبادت ښکاری.

    د تالبانو نا اهلی او په کار نه پوهیدل دوۍ اوس د الله پاک د عیبونو څخه شمیری او ددې نااهلۍ پړه په خپلو ځانونو نه بلکه په الله پاک اچوی.

    هغه متل دی چی هم زیانیدلی او هم شرمیدلی
    خو له بده مرغه افغان ولس د تالب د نا اهلۍ رنځونه او کړاونه ګالی او دا نا اهله جعلی پاکستلنی ملایکی په هیڅ شی نه شرمیږی

  2. ښکلی لیک دی,
    ملا حسن چې دا وایي خدای ته بغارې ووهئ ولې چې رزق وعده خدای کړی باید ملا حسن په دې هم پوه شي چې حضرت عمر چې کله خلیفه و هغې به ویل که دې نیل سیند پر غاړه یو سپی هم له لوږې مړ شي د هغې مرګ پوښتنه به خدای له ما کوي خو داسې یې و نه ویل خدای ته بغارې ووهئ ولې چې رزق وعده خدای کړی.
    حضرت یوسف ع به خلقو ته دې غنمو ذخیره کولو نه ویل ولې چې رزق وعده خو خدای کړی وه.
    ده خلق چې نن په افغانستان مسلط دي ډېر غیر مسلکي او بې سېواده دي ورسره وحشیان هم دي ولې چې د انسان مرګ ته توطيې لټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب