Homeخبرونهمنی پیل شو؛ شپه او ورځ سره برابره شوه

منی پیل شو؛ شپه او ورځ سره برابره شوه

د تلې/ میزان لومړۍ، چې دا ځل د سپټمبر له ۲۳مې سره سمون خوري، شپه او ورځ (د وخت له نظره) برابرېږي، او د مني فصل پیلېږي.له نن څخه د مرغومي یا جدې تر لومړۍ پورې، چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، ورځې لنډېږي او شپې اوږدېږي.

نننۍ ورځې ته د «مني اعتدال» هم وايي. په دې مهال لمر د استوا کرښې له پاسه عمودي وي او د نړۍ په ډېرو سیمو کې د ورځې او شپې موده نژدې سره برابرېږي.

د میلادي میاشتو په حساب د مني اعتدال یا د شپې او ورځې برابروالی معمولاً د سپټمبر د ۲۱مې او ۲۴مې ترمنځ رامنځته کېږي، خو سږ کال د سپټمبر په ۲۳ مه له هجري لمریزې کالهیندارې یعني د تلې له لومړۍ سره  برابرېږي. په دې وخت کې لمر له شمالي نیمکرې څخه د جنوبي نیمکرې پر لور حرکت کوي او د استوا له کرښې تېرېږي.

په دې ورځ په افغانستان او د نړۍ په ګڼو سیمو کې د ورځې او شپې موده تقریباً ۱۲، ۱۲ ساعتونو ته رسېږي. خو له علمي پلوه لازمه نه ده چې په هر ځای کې د ورځې او شپې موده په پوره ۱۲ ساعته وي؛ ځکه د لمر د راختلو او لوېدو تعریف او د ځمکې په هوا کې د رڼا خپرېدل هم پر دې توپیر اغېز کوي.

د مني د اعتدال یوه ځانګړنه دا هم ده چې په دې مهال لمر تقریباً له ختیځه راخیژي او لویدیځ لوري ته لوېږي. له دې پړاو وروسته په شمالي نیمکره کې د لمر د راختلو لوری ورو ورو جنوب ختیځ ته بدلېږي، د ورځې موده کمېږي او شپې اوږدېږي.

ځمکه د لمر په شاوخوا کې د خپل مدار پر لور د حرکت پر مهال په یوه ځانګړي زاویه کږه ده، او همدا کږوالی د موسمونو د بدلون اساسي لامل دی. د کال په بېلابېلو برخو کې د همدې کږوالي له امله د لمر وړانګې د ځمکې پر بېلابېلو سیمو په بېلابېلو زاویو لګېږي.

د مني له اعتدال وروسته په شمالي نیمکره کې د منی موسم پیلېږي، په داسې حال کې چې په جنوبي نیمکره کې پسرلی پیلېږي. برعکس، د مارچ په میاشت کې د پسرلي د اعتدال پر مهال لمر له جنوبي نیمکرې څخه د شمالي نیمکرې پر لور د استوا له کرښې تېرېږي او د وري/ حمل په لومړۍ د ورځې او شپې موده بیا سره برابره کېږي.

د همدې فلکیاتي نظام له مخې، د جون په میاشت کې د دوبي د لمر اوښتون او په دسمبر کې د ژمي د لمر اوښتون هم رامنځته کېږي. د چنګاښ/ سرطان په لومړي (جون) په شمالي نیمکره کې د کال تر ټولو اوږده ورځ او د مرغومي/ جدي په لومړۍ (ډسمبر) تر ټولو لنډه ورځ لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...