تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د سړکونو د ترانسپورت په برخه کې د ګډې کمېټې پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت د اسانتیا لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې ده.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا هوکړه د سې شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو په پایله کې شوې ده.
د وزارت په وینا، په هرات کې د افغانستان او ترکمنستان د تخنیکي پلاوو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیتي اړیکو پیاوړتیا وه.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو کې افغان او ترکمن موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیا، د لاجورد ترانزیتي دهلېز د عملي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي موټرو د تګ راتګ د زیاتولو په اړه بحث وشو.
دواړو لورو همداراز هوکړه وکړه چې د سړکونو د ترانسپورت اړوند ستونزو د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه کړي.
په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د رېلګاډي ادارې استازو ګډون کړی وو او د افغان پلاوي مشري د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت کوله.
د وزارت په وینا، د رېلګاډي د اتصال، دوهاړخیزې سوداګرۍ او ترانزیتي همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او ټاکل شوې چې د خصوصي سکتور استازي هم په اړوندو بحثونو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې، ترکمنستان د خپل ترانسپورتي سکتور د پراختیا لپاره پر دې طرحې کار کوي چې د کسپین سمندرګي ساحل، سړکونو او د رېلګاډي شبکې په وسیله د منځنۍ اسیا، جنوبي قفقاز او نړیوالو بازارونو ترمنځ د ترانزیت د یوه مهم پل په توګه خپل رول پیاوړی کړي.
په دې برخه کې د ترکمنستان د ترکمنباشي نړیوال بندر مهم رول لري. دا بندر د کسپین سمندرګي له لارې د ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ او له هغه ځایه تر جنوبي قفقاز او اروپا پورې د مالونو د لېږد بهیر اسانه کوي.
افغانستان او ایران ته د لارو پراختیا هم د ترکمنستان د ترانزیتي تګلارې یوه مهمه برخه ده. د لاجورد دهلېز افغانستان د ترکمنستان، کسپین سمندرګي او اذربایجان له لارې له ترکیې او اروپا سره نښلوي. په دې توګه د ترکمنستان خاوره او د ترکمنباشي بندر د لوېدیځ پر لور د یوې پراخې سوداګریزې لارې برخه جوړوي.
د هرات–تورغونډۍ په څېر د رېلګاډي نښلونه هم کولی شي د افغانستان بازارونه د ترکمنستان له ترانسپورتي زیربناوو سره لا نژدې وتړي. له همدې امله، دغه سکتور نه یوازې د ترانزیتي عوایدو لپاره، بلکې د سوداګریزو لارو د متنوع کولو او د منځنۍ اسیا، کسپین سیمې او افغانستان ترمنځ د یوه مهم لوژستیکي مرکز په توګه د ترکمنستان د دریځ د پیاوړتیا لپاره هم مهم بلل کېږي.