Homeخبرونهڅلور هیوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې هڅه کوي

څلور هیوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې هڅه کوي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د ا.ا.ا ویاند وایي چې چین، قطر، متحده عربي امارات او ترکیه د دوی او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
ذبیح‌الله مجاهد له اذربایجان څخه خپرېدونکې «سي بي ایس» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې که نور هېوادونه هم له دې بهیر سره یوځای شي، ګټور به تمام شي.
مجاهد په دې مرکه کې د ډېورنډ کرښې، له اذربایجان سره د اړیکو، د نجونو د ښوونځیو او په افغانستان کې د لږکیو په ګډون د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم څرګندونې کړې دي.
هغه وایي چې د ډېورنډ کرښه د انګرېزانو لخوا رسم شوې او خلک یې په زور له یو بل څخه جلا کړي دي.
د مجاهد په وینا، د افغانستان او پاکستان حکومتونه نه شي کولای دا ستونزه حل کړي او باید هغه وخت ته انتظار وشي چې شرایط ورته برابر شي، څو خپله خلک په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
مجاهد ادعا کړې چې د افغانستان د خلکو بشري حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي او ځینې کورنۍ ستونزې شته چې د حل کېدو په حال کې دي.
له هغه څخه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه پوښتنه شوې، نوموړي ویلي: “هغه کسان چې په دې برخه کې مسوول دي، هڅې یې روانې دي. هغوی هڅه کوي ټول شرایط برابر کړي، څو دا کورنۍ موضوع حل شي… موږ پر دې موضوع کار کوو.”
مجاهد همداراز د اذربایجان لخوا په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې هیله لري د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا ښې شي.
د یادونې وړ ده چې روسیه یوازېنی هېواد دی چې ا.ا.ا یې په رسمیت پېژني او تر اوسه، سره له دې چې د ا.ا.ا له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، هېڅ بل هېواد داسې ګام نه دی اخیستی.
خو مجاهد وایي چې د سیمې ځینې هېوادونه له ا.ا.ا سره نږدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې په ښکاره ډول د ا.ا.ا د رسمي پېژندنې موضوع نه ده اعلان کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...