جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د انتظار د دوو بيتونو؛ اقتصادي او ارواپوهنيزه شننه

د انتظار د دوو بيتونو؛ اقتصادي او ارواپوهنيزه شننه

محمدجواد مصباح

موږ ادبيات وايو د مينې په خاطر یې وايو
خو دوی له لوږې پوهنځی د اقتصاد وايي

په غله يې نوم اقتصاد پوه، په غلا یې اقتصاد کېښود
دا هېڅ بدلېدای نه شي کې يې شکل ظاهري جوړ شي

د اکونوميکس اثر له ليکوال ګزنفون ۲۲۰۰ کاله وروسته سکاتلندي عالم ادم سميت د اقتصاد په اړه مستقل کتاب ولیکه او اقتصاد يې د شتمنۍ علم وباله، وروسته نورو کلاسيکو اقتصاد پوهانو لکه: مالتس او ريکارډو هم دده تعريف تاييد کړ، چې ډېر ژر د دوی تعريف او نظريات تر سختو نيوکو لاندې راغلل، په ځانګړي ډول برتانوي عالم ټوماس کارلايل اقتصاد بېخي شيطاني او يوازې د خوړلو علم ونوماوه او ادعا يې کوله چې ددې علم ښودل او زده کول د وخت ضائع ده، خلک بې لارې، پيسه پاله او ځان پاله کوي.

ځينې وايي چې د کارلايل مخالفت د مالتوس د نفوسو له نظريې سره و، چې مالتوس د نفوس د ډېرښت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، د بشر راتلونکې يې تياره لیده او د نفوسو د کنټرولولو لارې چارې يې په ګوته کړې.

او ځينې نور بيا وايي چې نه، د کارلايل اصلي ستونزه د يو بل اقتصاد پوه او فليسوف جان سټوراټ مېل او د هغه له نظرياتو سره وه؛ چې هر څنګه و خو وروسته نور پوهان لکه چارليس ډيکينز او جان ريسکن هم د کارلايل د نظرياتو پلوي شول او اقتصاد يې يوازې د خوړلو او بې ګټې علم باله.

پورتني بيتونه د ملګري نورمحمد انتظار دي، زه د ادبياتو د يوه کوچني مينوال په حيث نه ځانته دا اجازه ورکوم او نه ددې وړتيا لرم چې په فورماليستي او کيفي لحاظ دده په شاعرۍ بحث وکړم، پټ او ښکاره اړخونه يې څرګند او شننه پرې وکړم، خو د اقتصاد د زده کوونکي په حيث د پورتنيو بيتونو محتوا او په کې نغښتی فکر به را وسپړو؛ هو رښتيا زما قلم او ژبه يو څه تېز او نقد ته ورته دي، خو دا سوء تفاهم بايد رامنځته نه شي چې زه د دغسې ادبي او هنري پنځونو مخالف يم او يا مې موخه د فنکار محدودول دي، بلکې د داسې کسانو منندوی يم چې په خپلو اثارو سره يې بحث او څېړنې ته لار هواره کړې ده او کله کله موږ ته هم د څه ويلو موقع راکوي.

زما لپاره د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې دا ډېره د تعجب خبره نه ده چې يو څوک له کارلايل دوه سوه کاله وروسته هم دده غوندې اقتصاد بې اهمیته، د خوړلو او غلا علم ونوموي، په داسې حال کې چې څېړنې ښيي د بشر په تاريخ کې له مذهب وروسته اقتصاد هغه موضوع ده چې ډېر بحثونه او مشاجرات پرې شوي او بيا په يوويشتمه پېړۍ کې خو قوي اقتصاد د ژوند او پايښت په مانا دی.

په نوولسمه پېړۍ کې ډاکټر الفرد مارشال بيا د کارلايل نيوکې بې بنسټه وبللې او هغه يې په ناسم پوهاوي تورن کړ، ده د اقتصاد په اړه وويل: (اقتصاد په انساني ژوند کې د شتمنۍ لاسته راوړل او په لګښت رسول دواړه تر څېړنې لاندې نيسي، دا علم د انسان د ځاني او ټولنيز ژوند هغه برخه مطالعه کوي، چې انسان خوشحاله ژوند او مادي اړتياوې ترلاسه کړي، نو د اقتصاد علم له يوې خوا د شتمنۍ مطالعه، له بلې خوا تر ټولو اړين د انسان د ژوند يو اړخ مطالعه کوي).

د مارشال تعريف د کارلايل ټولې نيوکې له منځه يوړې او اقتصاد يې په ډېره ښه بڼه توضیح کړ، هغه وويل چې د آدم سميت د تعريف په اړه هم ناسم پوهاوی رامنځته شوی، سميت چې اقتصاد د شتمنۍ علم بولي، شتمني د انساني غوښتنو د پوره کیدو يوه وسيله ده، شتمني په خپله موخه نه ده.

د اقتصاد د علم موضوع د انسان ژوند دی، موږ د شتمنۍ مطالعه تر هغه وخته کوو، تر کومه چې د انسان په ژوند اغېز لري.

د اقتصاد د علم زده کوونکي اقتصاد داسې مطالعه کوي، لکه څنګه چې يو ډاکټر ناروغي مطالعه کوي؛ کله چې ډاکټر ناروغي مطالعه کوي ددې خبرې مانا دا نه ده چې ډاکټر له ناروغۍ سره مينه لري، هغه ددې لپاره ناروغي مطالعه کوي، ترڅو د انسان ژوند وژغوري، په همدې ډول کله چې موږ وايو اقتصاد د شتمنۍ علم دی، نو دا په دې مانا نه ده چې اقتصاد انسان شتمنۍ پالنې ته دعوتوي، بلکې ددې لپاره چې شتمني له ناسم او غير عادلانه وېش څخه وساتي، شتمني پخپله ښه او بده نه ده، بلکې د هغې کارول په انسان پورې اړه لري.

اقتصاد هم د نورو ټولنیزو علومو په څېر هر چا له خپل اند او فکره تعريف کړی، د مارشال په تعريف وروسته رابنز او د رابنز په تعريف وروسته نورو پوهانو ډول ډول نيوکې کړې دي، خو اوس د اقتصاد په اړه نسبتأ ټولمنلی تعريف داسې کېږي: (اقتصاد هغه علم دی چې انسان خپل محدود وسايل په داسې ډول وکاروي، ترڅو د خوشحاله او پرمختللي ژوند خاوند شي).

فکر کوم په لنډ ډول د اقتصاد تعريف او تاريخي سير به  د انتظار صيب کارلايلي فکر او نظر روښانه کړې وي او نور به اړتيا نه وي چې زه يې واضح کړم، خو دا چې د علم او مطالعې د فرهنګ د کمزورۍ سربېره نور کوم عوامل دي چې په دريېمه نړۍ کې تراوسه دا فکر ژوندی دی، وروسته به ورباندې بحث وکړو، اوس به د امريکايي ارواپوه ابراهام مزلو د «اړتياوو موډل» په نظر کې نيولو سره د لومړي بيت، لومړۍ نيم بيته (موږ ادبيات وايو د مينې په خاطر یې وايو) تحليل کړو.

د اړتياوو په اړه د مزلو نظريه ډېره مشهوره ده، دی د انسان اړتياوې په څو ډولونو وېشي او وايي چې انسان معمولاً د مادي او فيزيولوژيکي اړتياوو له پوره کولو وروسته د اجتماعي او معنوي تندې د خړوبولو کوښښ کوي.

د مزلو نظريه د پنځه پوړيز يا هم اووه پوړيز هرم په بڼه انځوريږي.
په لومړي پوړ کې جسمي او فيزيولوژيکي اړتياوې مثلاً: د ګېډې مړېدا.
په دوهم پوړ کې امن.
په درېيم پوړ کې عاطفي اړتياوې.
څلورم پوړ کې محترم اوسېدل او نوم ګټل.
پنځم پوړ کې د حقيقت موندلو تنده.
په شپږم پوړ کې د ښکلا پېژندلو تنده.
او په اووم پوړ کې د ځان ثابتولو اړتیاوې شاملې دي.

له مزلو کابو دوه نيم سوه کاله مخکې خوشحال خان بابا کټ مټ همدا خبره کړې ده:
چې چاته پېښ شي غم د خوړلو
يا غم د څښلو د اغوستلو

نور نو غمونه واړه تر شاه شي
که د سندرو وي که د بدلو

مزلو وايي چې دا اړتياوې په مختلفو کلتورونو، وګړيو، عمرونو او ټولنو کې بدلېدای را بدلېدای شي او يا ممکن په يو وخت کې د څو پوړونو غوښتنې ولري، خو په ټوله کې معمولاً انسان لومړی په فيزيولوژيکي اړتياوو پسې ګرځي، بيا د امن او صحت غم ورسره وي، ورپسې د مينې دوستۍ او خپلولۍ تنده خړبوي، په يوه بله مرحله کې د قدرت، ثروت، شهرت يا نورو ذريعو له لارې په ټولنه کې په احترام پسې ګرځي.

د ابرهام مزلو د موډل له مخې مو اوس انساني اړتياوې درجه بندي کړې او په دې هم وپوهېدو چې د خوړلو او اغوستلو اړتياوې چې اقتصاد يې مطالعه کوي په لومړۍ درجه او مينه په وروستيو درجو کې قرار لري.

ځينو کسانو فکر کړی و چې د انتظار په بيت کې موخه دا ده چې ادبيات د ذوق او خوښې له کبله وايي، خو ده يوه ورځ راته وويل چې داسې نه ده، بلکې دی وايي چې ادبيات د مينې خورولو په خاطر لولي، دا چې ادبيات د مينې خورولو مسلک دی که نه؟ يا ادبيات د څه لپاره لوستل کیږي؟ هغه جلا بحث دی؛ اوس به په دې وغږېږو چې افغانستان غوندې په وروسته پاتې ټولنو کې چې نوي فيصده خلک يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، يو مليون ماشومان يې خوارځوکي ګواښي، او اکثريت ځوانان يې بېکاره دي، لومړنۍ اړتياوو ته هم لاسرسی نه لري، نو د مزلو د هرم په وروستيو پوړونو ټينګار به څه مانا ولري؟ او څومره معقول دی؟ چې په دوهمه نيم بيته کې پسې وايي(خو دوی له لوږې پوهنځی د اقتصاد وايي).

د اقتصاد په اهميت ټول پوهېږو، داسې نه ده چې دلته يې ارزښت نه دی ثابت شوی، له خوشحال بابا سره ټول متفق یو چې د سندرو او بدلو شوق په هاله پوره کوو چې د ډوډۍ او جامو غم راسره نه وي.
خو دا چې بيا هم په ټولنه کې دا فکر خور او عام دی، له يو بل ځايه سرچينه اخلي، چې هغه به د فرويډ د نظرياتو په رڼا کې وڅېړو؛ ارواپوهنه په مختلفو مکتبونو وېشل کېږي، چې له مطرح او منليو څخه يې يو د زیکمونډ فرويډ(۱۹۳۹ مړ) مکتب دی، اروپوهنيزې کره کتنې هم تر ډېره حده دده د نظرياتو په رڼا کې کېږي، نوموړي د انسان ذهن د شعور، لا شعور او نيم لا شعور په درېيو برخو ويشلی.

لا شعور د ذهن تر ټولو لويه برخه ده چې په اسانۍ سره شعور ته نه راوځي او ځينې محتويات يې ممکن هېڅکله را څرګند نه شي، نيم لا شعور په اسانۍ سره په شعور بدلیږي. شعور د ذهن يوه کوچنۍ برخه ده چې بنيادم يې په محتویاتو خبر دی او ور پام یې دی!

دی د انسان شخصيت هم په اېډ، اېګو او سوپر اېګو درېيو برخو وېشي، چې د شخصیت په وېش کې په مبالغه هم تورن دی او ځينې يې مطلق مخالفت کوي، خو اوس يې زموږ له دې برخه سره کار نشته.

دی وايي چې د وګړيو عملونه، خويونه، عادتونه، او غوښتنې د لاشعور تر اغېز لاندې دي. بنيادم هره غوښتنه چې دی ورباندې ځورېږي د خپل شعور له ساحې باسي، له پامه يې غورځوي، لا شعور ته يې ټېل وهي او هلته يې بندي کوي.
د فرويډ په نظر زموږ هغه هيلې، غوښتنې او خاطرې چې د وجدان، کورنۍ روزنې، دودونو او افکارو سره په ټکر کې دي، د منلو نه دي او لا شعور ته مو ټېل وهلې دي، کله کله زموږ له ارادې پرته، زموږ په ليکنه، په خبرو يا عملونو کې راڅرګندې شي، فرويډ دغسې تېروتنې په لا شعور باندې د پوهېدو لپاره ګټورې ګني.

کله چې هنرمن له ژوند او پېښو په لاشعوري ډول اغېزمن شي، يو سبب پيدا شي چې په ذهن کې ويدې اغېزې ناڅاپه راويښې کړي او يا شاعر يا ليکوال ځان قلم را اخيستلو ته مجبور وګڼي، همدرانګه د فرويډ په وينا چې هنري او ادبي اثر د خپل څښتن د روحي او عصبي ناکراریو رپورټ بللی شو، نو موږ غواړو دلته په همغه اغېزو؛ روحي او عصبي ناکراریو بحث وکړو، چې انتظار يې ددې ويلو ته مجبور کړی چې ووايي:

موږ ادبيات وايو د مينې په خاطر یې وايو
خو دوی له لوږې پوهنځی د اقتصاد وايي

په غله يې نوم اقتصاد پوه، په غلا یې اقتصاد کېښود
دا هېڅ بدلېدای نه شي کې يې شکل ظاهري جوړ شي

زموږ په ټولنه کې نه يوازې د عصري او ديني علومو د زده کوونکو ترمنځ بدبيني، شک، کينه، يوه او بله خوا په بې ارزښته او وخت ضائع کولو تورنول؛ مخالف اړخ ته ناپوه او بې علمه خطاب کول معمول ګرځېدلي، بلکې د عصري- عصري او دیني- ديني علومو د څانګو ترمنځ هم لوی درز او نفاق موجود دی، مثلا:ً ما ډېر مولوي صاحبان ليدلي چې په قاريانو پسې غږېږي او هغوی په بې علمۍ تورنوي، قاري صاحبان بيا مولويان د تجوید او قرات په نه زده کړه تورنوي او وايي چې حتا لمونځونه غلط ادا کوي.

همدا ډول د عصري علومو د څانګو ترمنځ يو بل ته په ارزښت نه قائليدل د هېڅ محصل او عصري اکاډميکو مرکزونو سره د اشنا کسانو له سترګو پټ نه دي، چې يو علت يې د کانکور او پوهنځيو ته د برياليتوب د نمرو ناسم سيستم دی، چې په لوی لاس يې همدې ته زمينه برابره کړې، له فارغېدو وروسته د ځينو پوهنځيو د فارغانو لپاره د زياتې کاري ساحې او د ځينو لپاره د بېخي کمې کاري ساحې شتون او د دندو په وخت د امتيازاتو به حده تفاوت هم د عصري علومو د زده کړيالانو ترمنځ د يو بل لپاره نه احترام، ریشخند وهل او د ضديت لامل ګرځېدلي

ډېر کله د لوړو پوهنځيو (چې ورته برياليتوب په کانکور کې ډېرې لوړې نمرې غواړي) محصلين د ښکته پوهنځيو په محصلينو پورې خاندي، له نورو محصلينو سره توهین آميز چلند، د هغوی زده کړې او مسلک بې ارزښته ګنل، غرور او تکبر د دوی خاصه وي.

که څه هم د ننني بې مثاله تمدن او پرمختللي اقتصاد يو راز د کار وېش دی، چې هر فرد بايد په يوه برخه کې تخصص ولري او دا بيا د کړۍ بڼه غوره کوي، چې يو پر بل تکيه لري، د يو په نشتون زنځير شلېږي او زيان يې ټول ويني، په همدې بنا يو ډاکټر يوه بزګر ته اړ دی، بزګر انجينير ته او انجينير بيا اديب ته، دا سلسله همداسې پسې غزېږي، له دې څرګندېږي چې هېڅ مسلک، هېڅ کار او هېڅ پوهنځی بې ارزښته نه دی.

خو دا چې په درېيمه نړۍ کې حتا د اکثريت ممتازو او د لوړو پوهنځيو د محصلينو هم په دې سر نه خلاصیږي او د دوی د ناسم چلند له کبله د ټيټو پوهنځيو د محصلينو د حقارت او کمترۍ حس ورځ په ورځ پياوړی کېږي، په نتیجه کې دا هرڅه دوی لاشعور ته ټېل وهي او هڅه کوي ځان ورسره مخامخ نه کړي، کله چې دا فشارونه ډېر شي او شعور ته د راوتلو هڅه وکړي، نو دا بيا له هغوی څخه په مختلفو بڼو اظهارېږي، ډېر کله عقديي کېدل، په نورو پسې بد رد ويل، پټ او ښکاره مخالفت کول، نور په بد اخلاقۍ تورنول، د هغوی نيمګړتياوې او د شخصيت منفي اړخونه را پلټل او ډېر کم کسان چې د انتظار غوندې د شعر او قلم سره ياري لري، په شعري ژبه اظهار کوي، غواړي په دې ډول هم وجدان ارام کړي او هم هغوی بې اهميته معرفي کړي.

دا بيتونه زموږ د تعلیمي نظام او هلته د شته واقعیتونو روڼ انځور راکوي او له هغه کشمکش مو خبروي چې هېڅوک ورباندې خبرې نه کوي، جدي یې نه ګني، خو اصلاً په پټه خوله په ډېر چټک ډول روان دی او د ځوان تنکي نسل، هيلې، جرأت او موخې ترې تروړي.

ټولنپوهان او ارواپوهان بايد دا ناسپړلی اړخ را وسپړي، دلته بلها خبرې او کيسې شته چې ويل غواړي او ليکل غواړي، دا اژدها اوس دومره لويه شوې چې معمولي ژوند څه بلکې په هنر يې هم سيوری پروت دی.
اوس مهال د مکتب او مدرسې ترمنځ د فاصلې راکمولو خوندورې هڅې روانې دي چې دا د ثبات او اتحاد په لور ستر ګام دی؛ خو هيله ده د پوهنځیو او مسلکونو ترمنځ د شته ستونزو د راکمولو لپاره هم د کانکور نمرو، کاري ساحې، د امتيازاتو انډول برابرولو، عامه پوهاوي او اړوندو برخو کې په يو منظم مکانيزم او سيستم کار وشي.

ماخذونه:

۱- اقتصاد پیژندنه، محمد داوود نيازی، سوله خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۶
۲- اقتصادي درسونه، نصير کوټوال، اکسوس کتابپلورنځی، ۱۳۹۶
۳- اقتصادي نظريات، محمد نادر ايوبي، صحاف خپرندويه ټولنه،۱۳۹۷
۴- د فرويډ ارواپوهنه، کالوين. اس. هال، محب الله زغم، النور خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۶
۵- د سوفي نړۍ، جوسټين ګارډر، شفيق اميرزی او وږمه وردګ، اکسوس کتابپلورنځی، ۱۳۹۶
۶- څراغ، اسدالله غضنفر، مومند خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۸
۷- بیست يک درس برای قرن بیست يکم، يووال نوح هراري، سودابه قيصری، نشر کتاب پارسه ايران، ۱۳۹۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب