تاند (چهارشنبه، د عقرب/ لوم ۳۰ مه) د ملګرو ملتونو دوې ادارې پلان لري چې راتلونکی کال د ملګروملتو د نړیوال اقلیمي چاپیریال له پروګرام څخه د افغانستان لپاره نژدې ۱۹ میلیون مرسته وغواړي.
له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره هڅه کوي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د طبیعي سرچینو د ښه مدیریت لپاره ۱۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) د کلیوالو ټولنو د بیا رغونې لپاره ۸.۹ میلیون ډالرو غوښتنه کړې، ځکه چې د وچکالۍ له امله د کلیو مالداري سخته زیانمنه شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د UNDP پرمختیايي پروګرام پلان لري چې د ۲۰ میلیونه ډالرو نورې بودیجې د ترلاسه کولو هڅه هم وکړي.
دغه ادارې په خپلو وړاندیزونو کې ټینګار کړی چې د اقلیمي بودیجې مرستې باید د طالبانو له مستقیمې لاسرسي پرته خلکو ته ورسېږي.
اژانس وايي، د ملګرو ملتونو بیلابیلې ادارې هڅه کوي چې د افغانستان بنده پاتع اقلیمي بودیجه بېرته فعالې کړي.
د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام UNDP استازي سټیفن رودریکز ویلي: «موږ له لویو نړیوالو اقلیمي مالي ادارو سره په خبرو بوخت یوو، چې منابع بېرته افغانستان ته په داسي ډول راوړو چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ډیک ټرینچارد ویلي: «په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزو په اړه هېڅ شک نشته. تاسو یې اغېزې په هر ګوټ کې لیدلی شئ.»
راپورونه وايي چې افغانستان له اقلیمي بدلون څخه په نړۍ کې شپږم ډېر اغېزمن شوی هیواد دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې په تېرو درې کلونو کې افغانستان ته هیڅ نوې اقلیمي بودجه نه ده ورکړل شوې. که د ملګرو ملتونو هڅې بریالۍ شي، دا به په تېرو درې کلونو کې لومړی ځل وي چې افغانستان ته نوې نړیواله اقلیمي بودیجه ځانګړې کېږي
د تېرو درو کلونو خلاف سږ کال په باکو کې د اقلیم نړیوال کنفرانس ته د طالبانو د حکومت یو پلاوی د څارونکي په توګه بلل شوی دی.
د ملګروملتو ادارې باید د ملګرو ملتونو د نړیوال اقلیمي چاپېریال پروګرام (GEF) له سکرتریت څخه لومړنۍ تایید ترلاسه کړي څو خپلې مالي غوښتنې وړاندې کړي.
سږ کال ناڅاپي سېلونو په افغانستان کې د سلګونو کسانو ژوند واخیست او هېواد د وچکالۍ له امله د خوراکي امنیت له سختې ستونزې سره مخامخ دی.
که د ملګروملتو هڅې پایله بریالۍ شي، د خوړو او کرنې اداره (FAO) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) به د اقلیمي پروګرامونو لپاره ۱۹ میلیون ډالر ځانګړي کړي. دغه بودجه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کنګل شوې ده.