چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وايي، افغانستان د صنعتي کېدو په لور روان دی، ایرانیان باید...

ایران وايي، افغانستان د صنعتي کېدو په لور روان دی، ایرانیان باید هلته پانګونه وکړي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رئیس خبرداری ورکړی چې که د ایران تاجران په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او تخنیکي – انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې پانګونه ونه‌کړي، د افغانستان بازارونه به د ایران له لاسه ووځي.

محمود سیادت وویل چې افغانستان په چټکه د یوه نوي صنعتي بازار په لور روان دی.

محمود سیادت، چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې رئیس دی، د یکشنبې په ورځ په بیرجند ښار کې د ایراني او افغاني تاجرانـو په یوه غونډه کې وویل چې د «صنعتي واحدونو درې برابره زیاتوالي» او د طالبانو حمایوي سیاستونو ته په پام، د ایران تاجران باید ژر تر ژره د افغانستان بازار ته داخل شي، څو له راتلونکو سیالیو څخه وروسته پاتې نه‌شي.

نوموړي د ایراني سوداګرو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې له نویو اقتصادي فرصتونو څخه په افغانستان کې باید جدي استفاده وشي.

ده زیاته کړه چې اوس مهال د طالبانو د حکومت د نویو تعرفو او حمایوي سیاستونو له امله افغانستان ته د توکو واردات نور اقتصادي ګټه نه‌لري، نو ایران باید په افغانستان کې دننه د تولید او پانګونې سکتور ته مخه کړي.

سیادت غوښتنه وکړه چې «د ایران یوه اندازه تولیدي برخې باید افغانستان ته انتقال شي» او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او انجنیرۍ خدماتو، مشورتي چارو او صنعتي ماشینونو په برخو کې پانګونه د افغانستان له اساسي اړتیاوو څخه ده، او ایرانی تاجران کولی شي په دغو برخو کې مهم رول ولوبوي.

له دې وړاندې د دوغارون د ازادې سوداګرۍ د ـصنعتي سیمې عمومي رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې له درې میلیاردو ډالرو اوړي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم اعلان کړی و چې له یوه ایرانی پلاوي سره یې د  سوداګرۍ، پانګونې او د سرحدي محدودیتونو د حل په اړه ناسته کړې، چې موخه یې له ایران سره په کال کې تر لس میلیارد ډالرو پورې د سوداګرۍ د کچې لوړول وه.

ایران تر دې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او کښت په اړه هم ورته اندېښنه څرګندوله او ویل یې چې د افغانستان زعفران نړیوال بازارونه له ایران څخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...