Homeخبرونهحامد کرزي د ایران له استازي سره په کتنه کې د افغانستان...

حامد کرزي د ایران له استازي سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د سیمه ییز نوښت غوښټنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د عقرب/ لوم ۳۰ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل لپاره د یوه سیمه ییز نوښت غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفارت وايي چې حامد کرزي د سیمې له هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران څخه د افغانستان مسئلې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د ایران سفارت د چهارشنبې په ورځ، د عقرب ۳۰، په یوه خبرپاڼه کې چې په ایکسپاڼه کې خپره شوې ده، د حامد کرزي او حسن کاظمي قمي د لیدنې خبر ورکړی دی.

حامد کرزي د دې کتنې او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د سیمه‌ ییز نوښت په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، حسن کاظمي قمي د طالبانو د ريیس الوزرا د اداري چارو له مرستیال له عبدالسلام حنفي، او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم جلا لیدلي دي.

د سفارت په وینا، د کاظمي قمي او د طالبانو د دې چارواکو ترمنځ په لیدنو کې د افغانستان روان وضعیت ارزول شوی، خو د دې بحثونو د جزئیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.

طالبانو ویلي چې ایران له دوی سره د سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا لیدنې کتنې وروسته له هغې کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو پلاوی کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې.

کابل ته د ایراني پلاوي د سفر په ترڅ کې هوکړه شوې چې ډېر ژر به زر افغان بندیان طالبانو ته وسپارل شي.

حامد کرزی له اوږدې مودې راهیسې د بین‌الافغاني خبرو ملاتړ کړی او په تېرو دریو کلونو کې یې تل د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د «ملي خبرو اترو» غوښتنه کړې ده. د افغانستان پخوانی ولسمشر د نجونو د ښوونځیو د تړلو کلک منتقد دی او څو ځله یې له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

ایران له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او تل یې په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...