یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهم.م. په شپږ میاشتو کې افغانستان ته د ۲ ملیارد ډالرو مرسته...

م.م. په شپږ میاشتو کې افغانستان ته د ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې

تاند (پنجشنبه، د حوت ۵ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي چې د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ په لړ کې یې په تېرو ۶ میاشتو کې دې هیواد ته د ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

د ملګروملتو ځانګړې استازې دیبرا لاینز دا خبره د افغانستان بانک له ريیس حاجي ادریس سره په کتنه کې وکړه.

حاجي ادریس له ملګروملتو وغوښتل چې له افغانانو سره مرستې د افغانستان بانک له لارې وکړي.

د ملګروملتو او نورو هیوادونو اکثره مرستې په مستقیم ډول خلکو ته ورکول کېږي او افغانستان ته راوړل کېدونکي اسعار په ازاد بازار کې په افغانیو اړول کېږي. دې کار که څه هم د افغانیو له ارزښت سره مرسته کړې خو د افغانستان بانک له اسعاري زېرمو سره چې د سوداګرو او وارداتو لپاره یې پکار ده، کومک نه کوي.

د یوناما مشرې اغلې لاینز د افغانستان بانکي سیستم د بشري مرستو په وړاندې کولو کې مهم وباله، ویې ویل چې ملګروملتو په تېرو ۶ میاشتو کې له افغانستان سره د ۲ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

دې د افغانستان بانک ريیس ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي له بېلابېلو ادارو سره خبرې وکړي چې د افغانستان له بانکونو سره راکړې ورکړې زیاتې کړي څو بشري مرستې په اسانه افغانستان ته ولېږل شي.

د ملګروملتو پر اساس تر ۲۲ ملیونه ډېر افغانان د نړیوالو مرستو ته اړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب