یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د میرزا خان انصاري (دیوان هدایت الحقیقت) ته یوه ژبپوهنیزه کتنه

د میرزا خان انصاري (دیوان هدایت الحقیقت) ته یوه ژبپوهنیزه کتنه

ډاکتر محمدانور خیري

نهرو پوهنتون، نوی ډیلی

  ابتدا شوَ (شوه) په پښتو د حق ثنا        ښه ثنا په عنایت د ربنا (۳۶-مخ)

 دلته د هند په حیدرآباد کي د میرزا خان انصاری یوه بله زړه قملي نخسه چي ۳۲۰ کاله لرغونتیا لري پرته ده، دانخسه پوهانو او څیړنکو مخکي لا لیدلې وه خو چاپ سوې یا لږ تر لږه د نورو نخسو سره پرتله سوې نه وه، ځکه د دې خطي نخسې په ورستي مخ کې د ښاغلی زلمي هیوادمل نقل قول د دولت لواڼي څخه چي میرزا خان انصاري د مړینې (شهادت) د نېټې په اړه یې کړئ دئ راغلئ دئ.

  د دکن په جنګ شهید شو خوشنود اوسه          په تاریخ د زر څلویښت د ده ګذر وو

 دغه قلمي نخسه په پاړسي جوړښت (دیوان هدایت الحقیقت) نومول سوې ده، چې د ښاغلي استاد پروفیسور  عبدالخالق رشید لخوا په مکمله توګه ترلاسه، د پرتلې او چاپ له پاره چمتو  او دنورموړي نخسې د ور پېژندولو  لپاره یې تر اوسه دوې  هراړخیزي مقالې هم ورباندي  خپرې کړي دي  .

له نیکه مرغه د میزراخان انصاري دیوان څو ځله د نورو نخسو له مخې چاپ سوی دی، د مثال په توګه: د میرزا دیوان پينځه شپیته کاله مخکي ښاغلي همیش خلیل په کال 1959 کې په پيښور کې چاپ کړی دی، خو تر دی مخکې په 1915 کې په لاهور کې هم چاپ سوی و، همدا رنګه ښاغلي دوست شینواري په 1975 کال کې د پښتو ټولنې لخوا په کابل کې خپور کړی دی، او په دې ترتیب په کال 2004 کې د ډاکټر پرویز مهجور خویشکي لخوا د میا طارق شاه کاکا خیل دکتابتون د قلمي نخسې پراساس بیا چاپ سوی دی .

رابه سو دغه ناچاپه او نایابه دیوان ته چي (دیوان هدایت الحقیقت) نومیږي، دورقو یا پاڼو په حساب ۱۳۳ شمېرې لري یعني پر هرې پانې یوه شمېره په پنسل ورکړل شوې ده چي ښايي دا د کتابتون د کړنو څخه وي، نو که دا شمیره د هر مخ لپاره وګڼو نو (۵۳۲) مخه کیږي (البته هغه پاڼي او مخونه چي موجودي دي).

د دغو ټولو چاپ او ناچاپه دیوانونو ترمنځ څه ناڅه تفاوتونه و فرقونه موجود دي، ځیني کلمې، ځیني بیتونه او یا هم پوره غزلې کمې یا ډیري او یا اوښتي لیکل شوي دي چې دا یوې پوره څیړنیز ي پرتلې ته اړتیا لري، خو دلته به صرف د همدغې حیدرآبادۍ قلمي نخسې د لیکدود یا د فونیمونو، ګرافیمونو او مورفیمونو د لیکلو د ډول او کارونګ پر ځانګېړنو  لږ بحث ولرو.

 د هدایت الحقیقت لیکدود:

روښانیانو به تیره بیا دبایزید انصاري یا پیر روښان خیرالبیان دپښتو لیکدود لپاره یو اساس یا د ګرافمینو او د مورفیمونو او کلمو د لیکلو بڼه یا طریقه چي اصل یې عربي ده را منځ ته کړه چي اخلافو یې په پرپله ګام کښېښود او د هغه لیکدود څخه یې په لږ تغیر کار واخیست چي د هغه وخت او زمان رواجي او دودیز لیکدود وګرځید، که څه هم تر روښانیانو مخکې قاضی سیف الله د سلطان محمود غزنوي په دربار کې د حسن میوندي په غوښتنه په دې کار لاس پوري کړی و خو د دغي دروې آثار په فزیکي ډول را پاته دي چي حکم کول ورباندي شوني کوي.

میرزاخان انصاري هم د روښاني مکتب شاګرد او د لیکلو لپاره یې هماغه لیکدود کارولی دی چې په دوی کې رایج او د لیکلو لپاره د هغه زمان یوه اصلاح شوې بڼه وه چي لا نن هم په لږ تغیر سره کاریږي. په دغه لیکنه کي به لومړی د دغي نخسې پر فونولوژیکي بیا مورفولوژیکي او ځینو نورو ګرامري ځانګړتیاو رڼا واچول شي. موږ به د میرزاخان انصاري لیکدود په دغه دیوان کي وګورو چي لا چاپ سوی نه دی او د لیکلو بڼه یې د نورو چاپي نخسو سره ډیره متفاوته نه ده خو خپلي ځانګړتیاوي لري .

فونولوژیکي برخه:

فونیمونه، یا آوازونه چي خلک یې توري بولي په عمومی توګه پر خپلواکو (واولونو)، بېواکو (کانسننټونو) او نیمواکو (سیمي واولونو) ویشل کیږي، لیکلې بڼه یا رسم ته یې ګرافیم وایي چي ځانته خپلې ځانګړني لري، په لاندي شرحه:

د دیوان الحقیقت لیکدود :

لومړی : کانسونینټونه :

د پښتو ژبې د لیکدود اساس هم لکه د پاړسي، اوردو، کردي او ځینو نورو ختیځو ژبو په څیر عربي دی، دلته دپښتو اضافه تورو لپاره ځینو عربي تورو ته علامې ورکړل سوي دي، په دغه دیوان کي دغه رسم یوازي بیواکو او د پښتو غبرګژبیزو فونیمونو ته نه دي ځانګړي سوی بلکه هغه توري چي ژبپوهان یې مشترک توري بولي او هم دانه مانه عربي توري چي مخکي لا تثبیت دي ځانته ځانګړي ګرافیمونه لري.

الف : پښتو  غبرګژبیز Retroflex  آوازونه:

د پښتو ژبي د ګړدودونو یا لهجو له مخې په ټوله ابېڅې یا الفبا او په تیره بیا په بې واکو آوازونو کي  یوازي (ښ/ ṣ   او  ږ / ẓ) د تلفظ یاوینګ له مخې دوه یا درې ډوله لري،او  پاته نور ټول فونیمونه د تلفظ له مخې یو ډول دي ،ځکه مي وغوښتل چي په نوموړي دیوان کي لومړي دغه دوه فونیمونه وګورو او بیا د نورو فونیمونو بیلګي وپلټو.

  • ږ/ / – د دغه فونیم لپاره په (دیوان هدایت الحقیقت) کي د (دال) ګرافیم چي ټکی یې په منځ کي وي کاریدلی دی، یا په بل عبارت هغه دال چي ټکی یې په غیږ وي (د.)، او را رسم په ټوله دیوان کي تعقیب سوی دی، لکه د دغه لاندي شعر مقطع:        

    د میرزا چه دا اخلاص حلقه پغود.(په غوږ)  شوه         

      د   ایاز پَدود   ئي ڊوق( ذوق) دي (دی)  لَ  محمود َ  (۵۱ مخ)

یادونه :  ډیری لوستونکي د خپل ګړدودي وینګ له مخي داسي انګیري چي (ږ – ẓ/موږک) هغه (ګ/g) دی لکه د (ګام یا جګ) په کلمه کي او داسي فکر کوي چي په لویدیز یا کندهارۍ ګړدود کي( ږ/ موږ ) په  (ژ / ž/ موژ) تلفظیږي چي اصلاً داسي نه ده، په اصل کي په لویدیز ګړدود کي (ژ /ž   او   ږ/ ẓ) دوه  جلا اوبیل آوازونه دي لکه د (ژمي) او ( کوږ) په کلموکي، او په دې ډول د (ږیره) په کلمه کې یو جلا تلفظي فونیم موجود دي چي نه (ژ) ده او نه (ګ).

  • ښ//- په لیکني بڼه کي یې داوسني (ښ) سره یې هیڅ توپیر نه لیدل کیږي لکه په دغه بیت کي:

    د میرزا  کلام شیرین شَه         د روښان لَ برکتَ ( د لومړی شعرمقطع- لومړۍ پاڼه)

یادونه : دلته هم ډیری خلک داسي فکر کوي چي (ښ/ṣ /) په اصل کي (خ / X ) ته نږدې یا د دواړو په منځ کي یو فونیم دی لکه د (ښار) په کلمه (خ )کي، او داسي فکر کوي چي دلویدیزګړدود  (ښ/ṣ /) په تلفظ کي (ش / š) دی چي دا باهم تیر وتنه ده، په اصل کي (ښ/ṣ /  او ش / š) دوه جلا جلا فونیمونه دی چي په لویدیزګړدود کې (ش) یو بیل فونیم دی د (ښایسته ) په کلمه کي چي نه (ش) دی او نه (خ) بلکه ځانته تلفظ لري، یا د (اوښ) په کلمه کې چي نه (اوخ) ویل کیږي او نه (اوش). په دغه دیوان کي هم  تر ډیره بریده د (ښ) په بڼه راغلي کلمې موجودي دي لکه (کښِ) په کلمه کې چي مطلب هماغه (ښ/ṣ /) دی نه (کشِ) او نه (کخِ).

دلته میرزا خان داسي کلمات راوړي چي په اوسنۍ زمانه کې هم په لویدیز ګړدود کي یې (ښ) نه دی لویدلئ لکه  د (کښېوتلو) په فعل یا د (کښي) په اوستر بل کي:

    که ګویا دکویا په ثنا کښيوزي      د میرزا په دود به یاد پَزمانه شِ(۷۵ مخ).

یا :

  شمع پټ ویل پَخوله کښي            ته پتنګ څه ئي په څه کښي(۱۳۳مخ).

  • ټ/ /- میرزا خان په خپل (دیوان هدایت الحقیقت) کې د (ټ) فونیم له پاره همدغه اوسنۍ رایج (ټ) ګرافیم کاروي د مثال په توګه :

      که خبرشِ دمحبوب لَ پټ رازَ               یوزمان به خالي نشي لَ نمازَ

  • ړ// دغه  د (ړ) توری هم په (دیوان هدایت الحقیقت) کي  په اوسنۍ بڼه راغلی دی لکه:

  دلیل دِ خپل رفیق کړ                    نن منزل پَدا  طریق کړ    (۴مخ).

  • ډ/ / – میرزا خان د (ډ ) د فونیم لپاره هم  همدغه نننی ګرافیم کارولی دی د بیلګي په توګه:

 نن طلب کړ  زما  جند (دزړه ټوټه- اصل)          ښه طلب پَډیر تند (تلوار) (۵۲مخ). 

ڼ/ṇ  /– که موږ د روښانیانو او بیا خټکو لیکدود ګورو،د (ڼ) لپاره د (نړ) بڼه یا ترکیبي فونیم انتخاب کړی دی خو دلته دا کار نه دی سوی او میرزاخان انصاري دغه توری په همدغه اوسني بڼه لیکلی دی او د دوو  شعرونو قافیه یې په (ڼ) ورکړې ده، د (ڼ) بیلګه په لاندي بیت کي :

  دغه سیند ګڼَ د وینو              اوچپئي (څپې یې) آدم خورِ 

ب: اوریز  Alveoal  آوازونه: 

  • ځ/ ǰ /– میرزا خان د (ځ) د فونیم لپاره د دال  لاندي تکی /ڊ/ ورکوي او دا رسم یې تر ډیره د دیوان د سره تر پایه تعقیب کړی دی ، مثال یې دادی:

    یو زمان به فراغت پر باندِ نشته           که زه ڊان (ځان)  پخپل دستور ورته سنګار کړم  (۹۷مخ).

 یا:

  که یو ڊَل(ځل) د زړه دحالَ ووئیڊم(وویږم/ ووایم )           پررښیتا به پعالم کښي نڊائید.م (ځایږم)   (۹۷مخ).

او کله کله هغه ځیني کلمې چي اوس یې موږ په (ز) لیکو یا دود  دی، ښاغلی لیکوال یې په اصلي بڼه یعني (ځ) لیکي لکه لاندي بیت:

   ڊما (ځما/ زما) د حقیقت ږوندون (ژوندون) لیده دي                      

   یو ڊمان (ځمان / زمان ) به په دیدن نه پائید.م  (پائیږم) . (۹۷مخ).

خو په ځینو کمو ځاینو کې  چي ښایي ګړدودي تاثیر وي د (ز) په بڼه را ځي لکه په  دغه لاندي  بیت کي :

    چه پَشپه پَکوڅي ګرزي (ګرځې)  په تقریبَ              ته دکور لَ غل هتیات اوسه نقیبَ   (۴۰مخ). 

  • څ/ c /–  د (څ)  فونیم کټ مټ  په اواسني شکل راځي لکه په دغه لاندي بیت کي:

     شمع پټ ویل پخوله کښي        ته پتنګ څه ئي پَڅه کښي (۱۳۳مخ).

ج- ګد یا مشترک  فونیمونه : 

  • ژ/ Ž /- د دغه فونیم لپاره د (ږ) له ګرافیم څخه کار اخلي یعني هغه (رې) چي لاندي باندي ټکي لري لکه:

   چه ګویا  ږبَ  ګویا په ښه ګفتار شي       ابتد ا ئي په نامه د کردګار شي ( ۱۵مخ/ شپږ اتیابیتزه قصیده)

یا :

       دګمان په قوت هر څو پورته خیږِ( خیژې)         عاقبت به بیا د شګو پدود ریږِ (رېژې) ( ۷۰مخ)

  • ګ / g /- د میرزا په دیوان کې ګ په همدغه ننني بڼه راغلی دی خو اکثراً یې دګاف لاندي وړغندی یا پر سر کش نه دی ورکړی او دا د پخوانیو لیکوالو خاصه وه ځکه د عربي مبتدیان ول او عربي (ګ) نه لري:

   زه چه ډیرَ ډیرَ مینه پر کلزار (ګلزار) کړم        پَهر  رنک (رنګ) کښی ننداره دَ  دِ خپل یار کړم  (۹۶مخ).

  • ذ  /z/ – په الفنامه او د (‌ذ) په ردیف کي یې ذال په خپل معمول ګرافیم لیکلی دی ځکه چي دغه فونیم   خالص عربي توری دی، لکه:       

   ذکر د زړه راز دي        دا د حقیقت آغاز دي  (۵مخ).

  • ج/ j/- دغه فونیم په همدغه معموله بڼه دی خو کله کله په (ږ) لیکلی دی چي مطلب یې (ژ) ده لکه:

چه امید په دورغ ږنَ (دروغجن) مکاره که         پدا هیڅ هنر د هیڅو انګاره(انګیرل) که  (۶۲مخ).

 دوهم: واولونه یا خپلواک فونیمونه:

د کانسننټونو یا بیواکو فونیمونو په څیر په (دیوان هدایت الحقیقت) کې د واولو یا خپلواکو فونیمونو لیکل هم ځانته خپل خپل ځانګیړنې لري چي دلته به یې مثالونه راوړو.

  • ممدوده دالف /ᾱ/- ولاړ یا مد داره الف د اوسني لیکدود په څیر په خپله بڼه راغلی دی لکه:

   ګمان، انسان، باندي، راز او داسي نور.

      خودي دِ خپل ګمان دي           په ګمان کښي د ډیر زیان دي (۴مخ).

  • زور /a/ – د زور د کارولو لپاره یې دوې لارې خوښي کړي دی. یودا چي (زور) یې دنننۍ املا په ّڅیر ورکړی دی او بله دا چي د (زورکي ) په شان یې یوازی په (عربي روز/َ یا کش) اکتفا کړې ده، په لاندي مثال کي (جامه) کي یې ( زور/ ه/ a) ورکړی دی خو په (کړه) کي یوازی (زور / زبر/ کش) راغلی دی.

       د میرزا جامه یې رنګ کړَ          یو عجب په مثل خوم دي (۳۲مخ).

  • روزکی / ә/- دتیر فونیم په شان یې دا هم په ندرت سره د (ه/ ә) په بڼه لیکلی دی خو په عام ډول یې د عربی (زور/ کش / زبر)  په ورکولو اکتفا کړې ده لکه:

  اي میرزا پَخپل  اختیار  لَ (له) ڊان َ( ځانه) پاڅه       تل دوتا اندیښنه مکړَ بلَ بلَ(۹۴مخ).             

په پورته بیت کي یې (له / ځانه / بله بله ) کلمو کې چي په(زورکي)  مختومي دي صرف (کش) ورکړی دی، یا په دغه مثال کي :

   چه پَخپلَ فضولي کَ     زړه ئې تور شَ رنګه(رنګ) ئې شوم دي (۳۲مخ).

  • واونه ( /  u /ō / o/)- په پښتو ژبه کې د وونو تفکیک صرف به وینګ او فونیمیکي علامو کیږي  خو لیکلې بڼه یا ګرافیمونه یې یو شان دي او  دغه رسم له پخوا را پاته دی،ځکه نو میرزا خان ټولو واونو (لڼده واو / o/-  څرګند واو/  u /- اوږد واو/ ō /( لپاره یوه بڼه کارولې ده .

   چه پهسي ترو ڊمي (تروږمۍ) درومي پکوڅه کي          دناسوت کوڅي هرګورَ ښوڅه ښوڅه(سوری/سمڅه)  (۴۸مخ).

  • لنډه يا څرګنده (ي i ): د ټولو واول او دفتانګ، یعني پینځه سره یا ګانو له پاره یې صرف یوه بڼه غوړه کړي ده او هغه دڅرګندي (يi-) ګرافیم دی د مثال په ډول لاندي بیلګه چي د څرګندي (ي) لپاره راغلی دی وګورئ :

   نن ڊما(زما) پرخپل آشنا محبت ډیر شي       واړَ دوک لخپلِ مینِ رابرسیر شي(۱۱۵مخ)                 

 خو ډیر ځله یې په (زیر) بسنه کړې ده لکه په دا لاندی مثال کي (لومي) :

     دواړَ زلفِ ئي کړي لومِ                پر سپین مخ ئي غوړولي(۱۲۵مخ).

  • اوږده ې /e/ – د اوږدې (ې) لپاره یې هم د څرګنده (ي ) ګرافیم کارولی دی خو ډیر ځله یې د (زیر/  لاندي کش ) په ورکولو اکتفا کړې ده،او کله کله یې دا کار هم نه دی کړئ .  لکه لاندي مثال: 

د ګمان په قوت هر څو پورته خیږ( خیژې)          عاقبت به بیا د شګو پدود  ریږِ( رېژې) (۷۰مخ).

دریم : دفتانګونه یا غبرګ واولونه :

د فتانګونه د واولونو او سیمي واولونو څخه رغیږي، البته په پښتو ژبه کې دوه ډوله دي ، یو هغه چي ګرافیم یې یو وي  لکه درې یا ګاني (ی/ۍ/ئ) او  او  یو  واو  په (پلو  او کنډو/ور) کي، او بل هغه چي په دوو یا درو ګرافیمونو ځان ښوي لکه: په ځآی کي (ا/ی) یا تریو کي (ی/و). دلته به  یې مثالونه وکړو.

  • نارینه /ی ay/ – یا نومیزه مذکره (ی) یا دفتاګ لپاره یې په عمومي صورت څرګنده (ي) کارولې ده لکه په لاندي بیت کي:

 څوکئي څه پږني( پیژني) کوم دي (دی)         ڊ ات (ذات) یې ڊ ات او نوم ئي نوم دي (۳۱مخ).

  • . ښځینه /ۍ әy/ – د ښځینه (ۍ) یا غبرګ واول یا خپلواکه ښځینه (ۍ) لپاره یې هم کټ مټ لکه نوري یا ګاني د څرګندي (ي ) د ګرافیم څخه کار اخیستئ د ئ.

     زه و تاسَ  و َ ته وایم            اي د برهمن ټولي(ټولۍ)  (۱۲۹مخ).

 خوکله کله یې د (هَ) پرسر همزه او کش ورکړئ دی لکه :

     کوم امید دي پَفاني  ورانِ نړهءِ      چه فرصت ئي  یو څو پهر څو ګړ  هءِ  (۱۱۴مخ). 

  • کړواله یا فعلي / ئ  әy /- کړواله (ئ) یې هم لکه  نوري یا ګاني لاندي یې دوه ټکي ورکړي دي  ،لکه :   

   هر سري مي د دنیا پچار عاقل دی       چه سړي په سړي کید.ي(کیږي) عقل بل دي  (۱۲۲مخ) .

  • غبرګ/ و aw/- لکه مخکي چي د واونو په بحث کي وویل شول د ټولو واونو (که واول وي که دفتانګ) بڼه یوه ده لکه :

   ما چه وکوت په باطن دمعني ولي     د وحدت پر انګړ میشت دکثرت کلي (۳۳مخ).

د فونیمونو غورځیدل یا حذ ف :

په ( دیوان هدایت الحقیقت) کې په پراخه کچه د تړلو او  خپلواکو موفیمونو د پای واولو نه نه دی راغلي او که راغلي هم و ي نو  په زور اوزیر ښوول سوي دي، پر دې باندي مو د فونیمونو په معرفي یا ورپيژندلو کي خبرې درلودې  ،خو دلته به په لنډ دول د اضافاتو سره د یوه یوه مثال وګورو :

  • زور   /a/:  د زور واول د نه شتون بیلګې خورا ډیری مونده کیږي لکه :

  سامعان چه سماع کاندِ  لَ (له) قبوز     د ساقي پیالي خبر که لَ رموز (۶۹مخ).

   او کله کله یې زور ته نږدي (ا/ه) هم د زور د قافیې لپار ه په زور لیکلی دی  لکه:

      څو د ِ سترګي بینا نشي          نه به نمر ویني نه مه (ماه)(۱۱۴مخ)

  • لنډه  (ي/i) :دا واول هم کله کله نه ده ورکړل شوې خو په عام ډول د ټولو یا ګانو لپاره کارول شوي دی:

      مقیمي وطن د کوم دي(دی) چي پرلار  ڊِ(ځي)                           یا به سم لخپل (له خپل) عمر ناقرار ڊِ(ځي)  (۵۵مخ).

  • واونه ( /u/o/ō)- د واولونو غورځیدل او نه ورکول هم ډیر پیښ شوي دي  لکه دا لاندي مثال:
        کل عالم ئې آ هاینه  ش (شو)     چه  د نور تاج ئي پر سر دي(۲۳مخ).
  • دکانسوننت خذف: د واولونو تر څنګ ډیری ځایو کی بیواکه آوازونه هم نه دي ورکړل شوي لکه :

 چه دیدن د روزي نشي           تل تتلَ(ترتله) پعذاب ي(یي)(۶مخ).

  • د تورو بدلون: کله کله داسي کلمات راځي چي فکر کیږي چي توري یې اوښتي وي لکه په دا لاندي بیت کې چې د آلف پر ځای هې راغلې ده :

  هساني (آساني) مي پچا(په چا) نشي        ڊان (ځان) بازي پخپل صورت کړم(۱۳۳مخ)

د ګرافیمونو په لیکلو کې انشایي تیروتنې:

دکتاب په کتابت کې هرومرو غلطۍ پيښیږي دا سهوې اکثراً د میرزایانو یا کاتیبینو لخوا وي،او دا تیروتني د مانا د تغیر سبب هم ګرځي چي دلته هم دا ډول په کثرت تیروتني ترسره شوي دي ،  دلته هم صرف د نمونې په بڼه دوه درې مثاله ورکوو:

  • څ/ت- دلته ځیني توري په تیره بیا کانسنټونه یو د بل پر ځای راغلي دي، مثلاً د څښتن په کلمه کي د(څ) پر ځای (ت) راغلې ده:

    تښتن (څښتن) چه پربنده باندِ کرم کَ(کا)       لَ (له) انکار(انګار) ئي د باور ونه محکم کَ (۲۴مخ).

  • ذ / ڊ/سره له دې چي په خپل ردیف کې یې سم لیکلئ دی خو  دلته داسي بیلګي یې هم سته چي  ښاغلي میرزا خان انصاري د ‌‌ذال دفونیم  لپاره  تر(د) لاندي ټکی(ڊ) ورکړی دی دا ګرافیم د (ځ) لپاره ټاکل سوی دی نو دلته باید  دا ټکی  پر سر وای  چي ښایي دکاتب سهوه وي لکه په دغه لاندی بیت کي چي د یوې مکملي غزلي ردیف  دی  :

  حیاتي زما د ڊان (ځان) ئي ، اي تر  ڊان پر ما لڊیزَ(لذیزه)     ته هستي د کل جهان ئي ترجهان پرما  لڊیزَ (۵۳مخ).

یا:

څوکئي  څه پږني( پیژني) کوم دي (دی)           ڊ ات (ذات) یې ڊ ات او نوم ئي نوم دي (۳۱مخ).

کله کله خو یې د (ز) پر ځای هم  راوستی دی لکه په لاندي بیت کې :

   آوا ڊ واړَ د وهاب دي                 که د رحم یا  اعطاب دي(۱۲۷مخ).

  • هـ / ح – د املائي یا ښایي انشائي غلطۍ لکه په لاندي بیت کي د (جهر/ بلند ګفتن) کي چې خپله یې په څنګ کې په سره خط مانا هم ورته لیکلې ده چي د (ه) پر ځای یې (ح) لیکلې ده :

   زه به څه وایم په جحر        لَ وفا د فاني دهر(۵۸ مخ)

  • ل/ م – کله کله سهوه دومره وي چي  پوهیدل یې ستونځمن وي  ، لکه په دا لاندي بیت کي چي د(لګ لګ) کلمه ده او ښاغلي مهجور خویشکي چي دا کلمه په (لکه مږه ) تعبیر  یا معنی کړې ده:

   چه پَحقیقت د  ڊات (ذات) رسیدي نشي         کم دلیل په عقل کم دي لَ  لګ لګ (لکه مږه) (۹۴مخ)                                                                                                                                           

ی /هـ-  د ګڼي یا شمیر په حساب د نوم او فعل په منځ کي  کله کله تناسب له منځه تللي نو په لاندي  بیت کي  تخته مفرد  مونث نوم دي  خو مرستیال  فعل یې  جمع یا ډیرګړی کارولی دی.

    د میرزا خبرَ   وه  غواړَ    پَزړَ     کښي               که  د زړه تخته دِ نه  دي(ده)  مکدر  (۳۰مخ).

  موفولوژیکه برخه :

په روښاني مکتب کې د پښتو ژبې د لیکلو لپاره د مورفیمونو او کلمو ځینې بڼې منل شوې او بنسټیزه شوې دي، چې دا یوازي د پښتو ژبې د کلماتو په کارولو کې صدق کوي، عربي کلمات هم د پښتو ژبې کتابي لیکنې بنسټ ګڼل کېده او لا کیږي. دلته اشاره کوو هغو مورفیمونو ته چې د واولونو په غورځولو یا د خپل معمول پر خلاف یوځای یا جلا لیکل شوې دي.

د تړلو  او خپلواکو مورفیمنو یو ځای لیکل:

دلته ډیری داسي کلمې چي باید بیل بیل یا جلا ولیکل سي تر څو سمه معنی افاده کړي خو د معمول پرخلا یوځای راغلي دي لکه:

  1. دضمیرونو  یو ځای لیکل: د نومځرو یا  نومونو ډیری بیګلي شته چي یو ځای سره لیکل سوي دي کله :    څوکئی  ( څوک يې)  څه پیزني کوم دي بيوفا
  2. د سربلو نو او  نومونو  یو ځای  لیکل او د واولونو حذف: داسي هم رغلي چي سربلونه چي د نومونو څرګندونه کوي دنوم سره یو ځای لیکل سوی دی او  دا کار اکثراًد  واولونو په حذف ترسره سوی دی ، لکه:

     پلاهوت (په لا هوت) کښي ئي جلوه کړَ            ناسوت ډک شه لاوهام(۱۰۳مخ)

  1. د مختاړو نښلول د فعل سره لکه: پر نومونو علاوه دفعلو نو په برخه کي هم دغه نښلوني لیدل کیږي لکه:

    نه قدرت لري نه صبر          عجب کښیوت نخلاصید.ي(نه خلاصیږي ) (۱۱۸مخ)

د مجردو کلمو جلا لیکل :

هماغسي چي خپلواکي او  تړلي کلمي یو ځای لیکل سوی او راغلي دي، د کلمو د جلا یا بیل لیکلو نمونې هم  خال خال پیدا کیږي لکه په دغه لاندي بیتونو کي:

   تل په غیر مشغولي د.ي(مشغولیږي)       عبادت ئي د خره اس دي (دی) (۱۲۱مخ)

یا :

زړه مي پخپل یار پسي خود.ي د.ي(خوږیږي) نن می په بار بار اشنا یادید.ي(یادیږي) ( ۱۲۱۵مخ)

یا:

چه لیده شي لَ ناسوتَ خلقه پي ښه (پېښه)  لَ مولا په غفلت ګرزي کم اندیښه  (۷۸مخ).

په دې ترتیب شته دیوان په ګرامري لحاظ ډیر څه نور د ویلو لري خو زه په همدغه څو مثالونو او  عمومي ځانګیړنو بسنه کوم ځکه د دې دیوان چاپ او  پرتله به ډیر څه نور ولري.

دیوان هدایت الحقیقت ژبه:

دغه دیوان یو تصوفي، عرفاني اخلاقي، ادبي او ټولینز  اثر دی  چي موږ یې دلته یوازي د ژبپوهنیزي برخې څو مثاله راوړل، دا کتاب د یوه کلاسیک اثر په توګه د څو اړخه د پام وړ مواد لري  چي یوه یې د کتاب ژبه ده .ناپښتو الفاظ، اړکايک لغات، بکر الفاظ د کتاب نورې محتوایي او شکلیزي خواوي جوړوي  د مثال په توګه دغه څو مثاله د غیر پښتو لغاتو:

  • هندی سانسګرټي الفاظ په کراتو د شعري کلماتو زیرمه جوړوي لکه د آنند کلمه چي په اصل کي آنند Aanand/आनंद یوه سنسکرتی کلمه ده د خوښۍ او مسرت په مانا:

   اي  عاجز بنده مست پکوم   آنند شوِ              په اختیار د امانت پبار(په /پربار) خورسند شوِ   (۱۱۲مخ).
یا :

     اي میزرا که بي دخوی بهتری نوي              د سید تفاوت څو دی لَ باننڼ (۱۱۰  مخ).

 دلته د هندي (بابهن Baabhan/बाभन) اړولې بڼه ده د برهمنانو ارمونې يا پستي طبقې ته ویل کیږي .

  • پاړسي لغات یې یې هم د پښتو ژبې د نور شاعرانو په څیر ډیر کارولي ځکه پاړسي د خپلې زمانې د شعر د دنیا یوه پخه او خوږه ژبه وه اوده  د بیلګې په توګه:

  ګه ګه بهارخزان ، خزان بهار شي           یو کښت ګهي ریبم ګهي یي کرم (۹۶مخ)

یا:

  غافل مشَ د  ئي دور لَ   آشوبَ(غوغا)           دا شریف عقل دِ پاڅوه لَ خوبَ(۴۱مخ).               

  • ارکایک لغات:

په دیوان هدایت الحقیقت به تاسو ډیر داسي لغات او کلمې ومومئ چي ډیري پخوانۍ او سانسګرټ او نور آریاني ژبو سره  یو ځای کیږي د ساری په توګه لاندي مثال ګورو چي (ګراس) د سرکوزی مانا لري.

 چه دهر زړګي ګراس(وحشي خوګ /سرکوزی) دی       یو نوسک (بخیل/ نفس) او بل خناس  دی (۱۲۱مخ)

یا:

     یا کوم سحر ګري وکړ پتا ټونَ(کوډي)       چه دا هسي پفساد پر بل موڼَ( ویاړ)(۱۱۰مخ).

پایله:

به هر صورت میرزا خان انصاري د خپلې زمانې یو منل سوی  شاعر و، دخپل ، تصوفي شعر  او اخلاقي پیغامونو له لاري یې د خلکو په منځ محبوبیت پیدا کړی دی. په دیوان کي متروک لغات، بهرني الفاظ، په پاړسي او اوردو یا هندي د ده تسلط، تصوفي او  افکار ، ټولنیز نزاکتونه ، سمې لارې ته بلل ، نصیحتونه، فقیري او تواضع، د د علمیت ، پوهي او شخصیت  څرګندونه کوي .

ماخذونه:

  1. انصاري، میرزا خان. دیوان هدایت الحقیقت. ناچاپه قلمي نخسه، ارینتل کتابتون حیدرآباد، هند،
  2. خویشکی، پرویزمهجور.دمیرزا خان انصاري دیوان، پښتو اکاډمۍ ، پېښتور.2004.
  3. سروانی، دوست. د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه، مقاله ، خبریال ،تاند سایټ، 16/02/2024.
  4. رشید، عبدالخالق. د میرزا دیوان هدایت الحقیقت او پټه خزانه، مقاله، دعوت مډیا سایټ.19/07/2024.
  5. رشید، عبدالخالق. د میرزا دیوان یا دیوان هدایت الحقیقت، مقاله ، دعوت مډیا سایټ.17/05/2024
  6. روښان، بایزید. خیرالبیان. د معصوم هوتک په زیار،کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶هـ.ل کال.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب