یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د دژاوو په اړه له استاد عظیمي سره د طارق وزیر مرکه

د دژاوو په اړه له استاد عظیمي سره د طارق وزیر مرکه

ایا کله مو د یو نوي ځای د لیدو پر وخت داسې احساس کړی چې دې ځای ته مخکې هم راغلي وئ؟ یا یو نوی کس مو اشنا احساس کړی؟ په داسې حال کې چې باوري هم وئ چې دا تجربه نوي ده.

کله کله همداسې احساس انسان ته پیدا کیږي.

دا چې دا احساس څۀ دی؟ ولې پیدا کیږي؟ ګټه او زیان یې څۀ دي؟ حللاره څۀ ده؟ د دې پوښتنو پر ځواب سربېره یې درته په نورو اړخونو هم بحث لرو.

په دې اړه مې د هېواد وتلی ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی.

دا تاسې او دا هم له ښاغلي عظیمي سره مرکه.

طارق وزیر: دژاوو فرانسوي کلیمه ده چې په فارسي کې په (اشنا پنداری) ژباړل شوي، ستاسې په نظر پښتو کې یې بدیله کلیمه کومه ده؟

استاد عظیمي: دژاوو یوه فرانسوي کلیمه ده، دا به ډېره سخته وي چې زۀ په پښتو کې ورته یو ویی یا لغت وټاکم چې د دژاوو اصلي مانا وښیي. دژاوو اصلاً دا مانا ورکوي چې تاسو یو حالت داسې تصور کوئ چې له وړاندې مو لیدلی. خدای دې وکړي چې اشتباه نۀ وم، موږ یې په (اشنا ګومان، له مخکې لیدلی شوی حالت او اشنا انګېرنه) ژباړلی شو. دغه حالت چې موږ یې تشریح کوو، هیله ده ژبپوهان ورته یوه مناسبه کلیمه وټاکي یا که تیاره موجوده وي نو شریکه دې یې کړي. دا داسې یو حالت دی چې یو کس یو څۀ ویني او فکر کوي چې وړاندې یې هم دا حالت لیدلی.

طارق وزیر: چون یو انساني حس دی او ډېری انسانان یې لري،نو فکر کوم له لومړنیو تر ننه په ټولو انسانانو کې به موجود وي، خو لومړنی کس څوک ؤ چې په دژاوو یا اشناپنداری یې خبرې وکړې؟

استاد عظیمي: د ارواپوهنې،فلسفې او ادبیاتو تاریخ ته په کتو لومړنی شخص چې د دژاوو کلیمه یې وکاروله، هغه فرانسوي فیلسوف او ارواپوه( امېل بویراک) ؤ، چې په خپل کتاب کې یې راوړي ده. د نوولسمې پېړۍ په اواخرو کې دۀ د (رواني علومو اینده) کتاب کې استعمال او په علمي ډول مطرح کړه.

طارق وزیر: کوم حس ته دژاوو وایو یا څنګه یې پېژندلی شو؟

استاد عظیمي: دژاوو یو رواني حالت دی ،داسې حالت چې په دې کې فرد احساس کوي، چې د اوس یوه پېښه یا تجربه یې وړاندې هم  لرلې ده،حتی که مطمین هم واوسي چې دغه تجربه نوې ده، خو په لنډ مهال کې یو عجیب او ګیچ کوونکی حس ورته پیدا کیږي.

ځینې نظریې دا وایي چې دا په مغز او حافظه کې له وړاندې نه یو ډول پوهه او اګاهي ده، مخکې له دې چې انسان یې تجربه او حس کړي.

نظریه دا مانا چې تر اوسه علم نۀ وي تایید کړي.

طارق وزیر: دژاوو څو ډولونه لري او کوم ډول یې خطرناک دی؟

استاد عظیمي: لکه ما چې یادونه وکړه چې د دژاوو په اړه مختلف نظریات موجود دي او بېلابېل ډولونه لري؛ خو مهم ډولونه یې چې ارواپوهان پرې سلا او هم نظره دي، ۲ دي.

یو بېګانه او بل حقیقي دژاوو دی.

په بېګانه دژاوو کې فرد داسې احساسوي، چې ددۀ ترسره کړې تجربه ماورایي ده، یعنې له ځمکې ورهاخوا ده او بل چېرته یې تجربه کړي ده، چې اوس یې دی دلته بیا تجربه کوي؛ مثلاً: هنداون باور لري چې موږ اول ځل دنیا ته راغلي وو او اوس یې بیا تکراوو. دغه دژاوو تر ډېره د فرهنګي اعتقاداتو او د رسنیو د تاثیر په وجه راپیدا کیږي، چې خطرناک نۀ دی.

دویم ډول حقیقي دژاوو دی چې فرد احساس کوي، پخوا یې یوه تجربه کړي ده او دغه تجربه اوس بیا تکراروي، چې دغه تجربه د حافظې او رواني ستونزو یو اړخ لري، چې خطرناکه دی.

حقیقي دژاوو د وسواس،د حافظې او رواني اختلالونو، اضطراب،ستړیا او ورته مسایلو په ترڅ کې رامنځته کیږي.
که په افراطي شکل وي نو باید له ارواپوه سره مشوره پرې وشي؛ خو که کله، کله پیدا کیږي نو دا حالت نورمال دی او د اندېښنې وړ نۀ دی.

طارق وزیر: په دې اړه د پخوانیو او اوسنیو پوهانو په نظریاتو کې څومره تغیر راغلی دی؟

استاد عظیمي: د علم په پرمختګ او د ارواپوهنیزو بحثونو په ډېرښت سره د دژاوو په اړه هم په نظریاتو کې تغیر راغلی دی او کلیدي مرحلې ته رسیدلي دي.

امېل بویراک د یوې اروایي پدیدې په حیث توصیف کړه او دۀ ضعیفه او هېرې شوي خاطرې ته ورته وبلله.

په شلمه پیړۍ کې زېګمونډ فرویډ د خاطرو او تجربو سرکوب وبالۀ،د هغو خاطرو او تجربو ډول یې یاد کړ، چې تپل شوي او ځپل شوي وي. فرویډ په دې عقیدې ؤ، چې کله بېرته د فرد هیلې او وېرې سر راپورته کړي، نو په دژاوو بدلیدلی شي.

یونګ هم متصل له فرویډ سره په دې باور ؤ چې دا یو لاشعوري او جمعي لاشعوري مفهوم دی، دۀ فکر کاوه چې ممکن دژاوو زموږ او زموږ د نیکونو مشترکه تجربه وي، چې دا تجربه له پخوانو موږ ته لېږدېدلي ده.

خو د فرویډ او یونګ له نظریو سره پیوست په شلمه پیړۍ کې چې کله د مغز اړوند عملي تجربې،نظریات او تحقیقات ترسره شول، نو اړونده نظریاتو کې هم نویوالی راغی او دژاوو یې د حافظې او مغز د جوړښت یوه برخه وبلله.

ځینو نورو ارواپوهانو دا د خاطرو او پخوانیو تجربو پردازش یا بیا پنځیدل یاد کړل.

د شلمې پیړۍ له اخرو نیولي تر اوسه پورې مدرنه علوم او frmi او aeg څیړنې چې په اعصابو ترسره شوي، وایي چې دژاوو ممکن د حافظې یو سیستم وي یا په مغز کې اشتباه پنځونې او سپړنې وي.

ځینې نوي تحقیقات یې حتی میرګیو (ایپلېپسي) ته ورته یو شی ګڼي.

خو که د دژاوو پسمنظر یا شالید وڅیړل شي نو په کلي ډول ویلی شم، چې دژاوو له ذهني تفسیرونو څخه ورو، ورو اعصابو او د حافظې علم ته ورننوتی بحث دی.

که څۀ هم یو پټه پدیده ده او په اړه یې پوښتنې هم ډېرې دي، خو زۀ په دې باور یم چې نوي تحقیقات به بلاخره وکولی شي، چې دقیق ووایي چې دژاوو څۀ دی.

طارق وزیر: پر الزایمر اخته کسانو ته هغه پېښې هم یاد ته نۀ ورځي، چې نږدې وخت کې رامنځته شوي، نو ایا دژاوو خو به د الزایمر نښه نۀ وي؟

استاد عظیمي: دژاوو او الزایمر نږدې اړیکه لري، چې دواړه د حافظې او مغز د کړنو څخه رامنځته شوي موارد دي؛ خو ترمنځ یې اړیکه پیچلي ده چې څو موارد یادوم:

لومړۍ د دوی شباهت او ورته والی دی، دواړه په حافظې پورې اړه لري. دژاوو یو احساس دی چې فرد یو شی اشنا احساسوي، خو الزایمر یو ناروغي ده چې په جدي ډول د ذهن او حافظې پروسې ګډوډوي، خو دژاوو داسې نۀ ده.
بل د علت مسئله ده، دژاوو معمولاً د ناهماهنګیو موقتي او په مغز کې د درک او حافظې مسئله ده،

لنډ مهاله دی او مغز ته یې هېڅ زیان نۀ رسیږي؛ خو الزایمر د تغیراتو یو فزیکي او د اعصابو نیورولیکي مسئله ده او داسې ناروغي ده چې د اعصابو سلولونه تخریبوي، د عصبي سېګنالونو په انتقال کې ګډوډي پیدا کوي.

دژاوو په الزایمر کې هم یوه مسئله ده او ځینې څیړنې ښیي چې هغه خلک چې په الزایمر اخته دي، رقم،رقم دژاوو تجربه کوي، یعنې په حافظه کې لنډ مهاله ګډوډي منځته راوړي. مثلاً کېدای شي پر الزیمر اخته کس پخوانۍ او نوي خاطرې سره ګډوډې کړي او ممکن د دژاوو حس رامنځته کړي.

ځینې نورې څیړنې دا وایي، چې دژاوو ممکن د عقل د زوال لومړنۍ تجربې وي، کله چې ډېرې زیاتې شي نو پر الزایمر بدلیدلی شي.

خو نور تحقیقات بیا وایي چې دژاوو پر الزایمر پورې هېڅ اړه نۀ لري، ځکه عادي او نورمال خلک هم ممکن دژاوو تجربه کړي.

نو ویلی شو چې دژاوو او الزیمر دواړه د حافظې مربوط مسایل دي، علتونه او شدت یې فرق لري او له یو فرد بل ته توپیر کوي.

طارق وزیر: الزایمر عموماً په لوی عمر کې پېښیږي؛ د څیړنو له مخې د دژاوو لپاره هم کوم عمر ذکر شوی چې په هغه کې یې د راپیدا کیدو امکان ډېر وي؟

استاد عظیمي: ډېره ښه او مهمه پوښتنه ده، دژاوو معمولاً په خاصو سنونو کې رامنځته کیږي؛ زۀ له تاسې سره موافق یم چې الزایمر په لوی عمر له ۶۰ کلنۍ وروسته پېښیږي، خو برعکس د څیړنو له مخې دژاوو په ځوانۍ کې پیدا کیږي، چې معمولاً ۷۰ سلنه خلک یې په نورمال او عادي شکل تجربه کوي.  له ۱۵ کلنۍ تر ۲۵ کلنۍ پورې عمر کې دا حس ډېر وي،ځکه دا د تغیراتو دوره ده او د افرادو د سټرېس کچه زیاته وي چې دژاوو سره کومک کوي.
د سن له زیاتیدو سره دژاوو کمیږي نو ځکه یې عمر خوړلي کسان کم تجربه کوي، خو کاملاً له منځه نۀ ځي.

طارق وزیر: د دژاوو یا اشنا پنداری احساس د حافظې اختلال بللی شو؟

استاد عظیمي: نه دا سمه نۀ ده، د داژوو احساس په خپلواک ډول یوه ناروغي نۀ شو بللی؛ دا پدیده یوه معمول او لنډمهالي تجربه او احساس دی، یوه ناسمه اشنایي ده،د یوې پېښې اړوند موقتي توصیف دی، چې ډېر خلک یې تجربه کوي.

دژاوو خپله خطر نۀ لري او غیر طبیعي هم نۀ دی، ممکن چې له ځینو ناروغیو سره ارتباط ولري،مثلاً: له میرګي سره،د حافظې له اختلال سره،له سټرېس او ستړیا سره، له ورځنیو تجربو سره.

نو دژاوو بې ضرره تجربه ده خو که مکرر ډول دوام وکړي، د تشنج او حافظې ستونزه ورسره مل وي، یا بله ضمیمه یي ناروغي هم وي، نو بیا ممکن دژاوو یوه ناروغي وي، چې اخته کس باید د اعصابو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

طارق وزیر: که دا حس ولرو نو ویلی شو چې ستونزه د انسان په مغز کې ده او بل له مغز سره څۀ اړیکه لري؟

استاد عظیمي: دژاوو یوه عصبي یا مغزي ستونزه هم نۀ ده، یوه ادراکي او ذهني تجربه او احساس یې بللی شو، چې د مغز او حافظې ځینې چارې پکې داخلې دي، خو ناروغي نۀ ده.

اخته کس ته ضرر نۀ لري لنډمهالی حس دی چې ژر ختمیږي، نو د مغز له اختلال سره اړیکه نۀ لري.

طارق وزیر: دژاوو میتافزیکي منشاء لري؟

استاد عظیمي: تر اوسه پورې خو د دژاوو د ماورایي او میتافزیکي منشاء په اړه کوم خاص علمي او قطعي مورد نۀ شته.

په علم کې د ماورا او د ماورا د جرړو په اړه څۀ نۀ دي راغلي او خاصتاً د دژاوو د ماروایي منشاء اړوند څۀ نۀ دي ویل شوي، خو که اړه ولري نو حد اقل په علم کې څۀ نۀ شته.

ځینې نظریات او فرضیې وجود لري چې وایي، دژاوو ماورایي منشاء لري.

خو له علمي اړخه دا یوه مغزي پروسه ده،  په تجربو پورې تړلي، رواني عوامل لري، په فرهنګ او کلتور کې ریښه لري؛ په ټوله کې یوه پیچلي پدیده ده چې علم یې د ماورایي اړخ په اړه بحث نۀ دی کړی.

طارق وزیر: کوم مهم علتونه دي چې د دغه حس د راپیدا کیدو امکان ډېروي؟

استاد عظیمي: مشخص عامل یې نۀ دی موندل شوی، خو ویلی شو چې د واقعي حافظې یعنې څۀ چې مو ذهن کې له وړاندې شته، د داژوو لامل ګرځي.

مجازي واقعیتونه لکه:فلمونه، کتابونه،خواله رسنۍ، په غیر مستقیم ډول معلومات پیدا کول( حافظه کې یو څۀ ذخېره کوو او بیا یې بل چېرته تجربه کوو) ، فرهنګي پوهه او سواد هم د دژاوو سبب کیدلی شي.

بل یې رواني اړخ دی چې ستړیا، سټرېس، اضطراب او نورې اروایي ګډوډۍ هم ممکن د دژاوو احساس راپیدا کړي.
هغه خلک چې ډېر سفرونه کوي، له ستړیا ډک ژوند لري، په ژوند کې یې اساسي او لوی بدلونونه راځي، ممکن ډېر ځله دژاوو تجربه کړي.

څیړنې ښیي چې د مغز ناتواني یې بل لامل دی، چې کله حافظه ونۀ کړای شي، چې خاطرې په سم ډول رابرسېره کړي، نو دژاوو پېښیږي.

طارق وزیر: که په مسلسل او مکرر ډول یو فرد دژاوو ولري، نو کوم زیانونه ورته رسولی شي؟

استاد عظیمي: هغه افراد چې په متواتر ډول د دژاوو له احساس سره مخ کیږي، ممکن ځینې ستونزې پیدا کړي. لکه: د اضطراب ډېریدل،د انزایټي زیاتوالی،د سټرېس شدت، په ورځینو چارو کې تمرکز بایلل،د ذهني ستونزو پیدا کیدل،د ارادې کمزوري، د بېګانګۍ حس لرل.

طارق وزیر: یو اخته کس څنګه له دژاوو یا اشنا انګېرنې ځان خلاصولی شي یا حل لاره څۀ ده؟

استاد عظیمي: ډېره ښه پوښتنه مو مطرح کړه او فکر کوم دا به د ډېرو دوستانو پوښتنه وي، چې که په متواتر او مکرر ډول یو څوک دژاوو احساسوي، څۀ وکړي.

غواړم څو موارد پېشنهاد کړم:

اول: که احیاناً دغه احساس ډېر شو،نو بیا باید اخته کس له ارواپوه سره ستونزه شریکه او حل کړي، ځکه په شدید حالت کې مسلکي مدیریت ته اړتیا لري.

دوهم: باید ځینې تمرینونه ترسره کړي، چې دا کولی شي دژاوو کم کړي لکه: د تمرکز تمرین،د سټرېس او اضطراب د کمښت تمرین.

دریم: د سټرېس مدیریت دی، لکه ژوره ساه ویستل، میډېټیشن،یوګا،ورزش هم  دژاوو کمولی شي.

څلورم: د ژوند د سټایل او موقعیت بدلون هم کولی شي، دژاوو لږ کړي.

پنځم: باید کوشش وکړي چې د دژاوو علت او لامل پیدا کړي او له منځه یې یوسي. مثلاً: د نشه توکو او الکولو پرېښودل، کافي خوب کول، ښۀ خواړۀ خوړل.

شپږم:موږ باید په واقعیتونو تمرکز وکړو، هغه تجربې چې نۀ شته باید جدي یې ونۀ ګڼو.

اووم: ورځنیو خوندورو پروګرامونه لکه: تفریح،بنډارونه، میلې هم مهمې دي.

اتم: د اروایي روغتیا اهمیت د یادولو دی، باید خپله مطالعه وکړو او د ارواپوهنې لارښوونې زده کړو، چې له ځان سره خپله کومک وکړو؛ نو منفي افکار ختمول، خپل اعتقادات باید علمي او جدي ونۀ ګڼو بلکې دا خپلې شخصي تجربې دي.

خو دا ستونزه بیا هم له یو فرد بل ته فرق کوي، نو ممکن ځینو ته نتیجه ورنۀ کړي، نو بیا باید ارواپوه ته مراجعه وکړي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب