یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهواکمن رژیم: د سالنګ ۲ نورې بدیلې فرعي لارې مو پرانیستې

واکمن رژیم: د سالنګ ۲ نورې بدیلې فرعي لارې مو پرانیستې

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) د ټولګټو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې یې چمتو شویو بديلې (فرعي) لارو پرانیسته وکړه.

 ملا ثاني د یادو فرعي لارو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دغه وزارت د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بديله لاره چمتو کړې چې د اصلي مسير د کار په جريان کې مسافر وړونکي وسايط به له فرعي لارو څخه تګ راتګ کوي.

همدارنګه نوموړي په ياد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دريو برخو ( شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي – خنجان) له کاري بهير او کرش پلانټونو څخه ليدنه وکړه او پلي کوونکو ټيمونو ته يې لارښوونه وکړه چې د یادې لویې لارې کار دې په غوره کيفيت، چټکتيا او د وزارت له پلان سره سم بشپړ کړي.

په وروستیو کې د طالب چارواکو ورته اعلانونه د یو شمېر خلکو نیوکو سره مخ دي او طالب چارواکي یې په اړه په دروغجنو تبلیغاتو تورنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب