یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد روسیې سفیر: افغانستان سره د ډالرو پر ځای په روبل او...

د روسیې سفیر: افغانستان سره د ډالرو پر ځای په روبل او افغانیو سوداګري کوو

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، چې روسیه او افغانستان له څه مودې راهیسې پر ډالرو سوداګري پای ته رسولې او پر ځای یې له روسي روبلو او افغانیو استفاده کوي.

د هغه په وینا، له ډالرو سره د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې د پرېکون دلیل دا دی چې دواړه هېوادونه د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.

روسي سفیر دا خبره داسې مهال کړې، چې اوس هم افغانستان ته هره اوونۍ د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو د استولو خبر ورکول کیږي.

امریکایي او طالب چارواکي دې پیسو ته د بشري مرستو نوم ورکوي او ادعا لري، چې واکمن طالب رژیم ته یې ګټه نه رسیږي، خو د طالبانو او ورسره د امریکا د اړیکو منتقدان باور لري چې دا او د پردې تر شا تورې پیسې په منظم ډول طالبانو ته د رژیم د مالي سرچینو د تمویل لپاره یې ورکول کیږي.

روسي سفیر په تازه مرکه کې له افغانستان سره د روسیې د سوداګرۍ د دوه برابره کیدو خبر هم ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب