یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبانو پر یمن برید غندلی، خو افغانانو ته یې د پاکستان په...

طالبانو پر یمن برید غندلی، خو افغانانو ته یې د پاکستان په سپکاوي لا څه نه دي ویلي

تاند ( دوشنبه، د زمري لومړۍ) په افغانستان کې د طالبانو واکمن اسلامي امارت پر يمن د اسراییلو بريد په کلکو ټکو غندلی دی.

د دوی د بهرنيو چارو وزارت وياند د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د یمن جمهوریت په الحدیده بندر د اسراییلي رژیم هوايي برید، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي په کلکو ټکو غندي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، د بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو سازمانونو او پر سيمه اغیزمنو هیوادونو باندې غږ کوي، چې په غزه او سیمه کې د اسراییلي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو تلفاتو او ويجاړيو لامل نه شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د برید له امله افغانانو ته سپکاوی کړی.

هغه تور پورې کړی، چې په دې برید کې افغانانو لاس درلود.

پاکستاني وزیر له دې امله افغانان « احسان فراموشه» ګڼلي دي.

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخته له مظاهرې او د دغه هیواد د بیرغ له کښته کولو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي، چې په دې برید کې د لاس لرونکو پاکستاني اتباعو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به لغوه کوي.

عطا تارړ وویل چې ښايي د عمران خان ګوند د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید ته د خلکو په هڅولو کې لاس ولري.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو تور لګولی و چې د افغانستان یو شمېر اتباعو په فرانکفورت کې د دوی پر قونسلګرۍ برید کړی دی.

3 COMMENTS

  1. د اکثره طالب مشرانو کورونه اوس هم په اسلام آباد کی دی. ښځی به یی ورته ټانټه کړی ـ په اصل کی خو د پاکستان سپیان دی پدی کی هیڅ شک نشته.

  2. کافرستان خو ددوۍ د اورتو میړه ده. طالب او دومره غیرت تف لعنت په دغو موزیانو دوۍ به څه ورته ووایي اورتې یې ورنه یرغمل کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب