یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهله ژمنې سره سره د چمن- سپین بولدک لار لا هم نه...

له ژمنې سره سره د چمن- سپین بولدک لار لا هم نه ده ازاده شوې

تاند (دوشنبه، د اسد لومړۍ) د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وایي چې د سپین بولدک – چمن دروازه لا هم تړلې او دوی ته پر افغاني تذکرو او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (یکشنبې) د چمن د پرلت مشرانو اعلان وکړ چې خپل لس میاشتنی پرلت په دې خاطر پای ته رسوي چې د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت الله کاسي پرلتوالو ته اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د مذاکراتو په نتیجه کې ورسره منلې چې خلک د پخوا په ډول د چمن – سپین بولدک پر دروازه پر پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکرو تګ راتګ کولی شي.

د دوی په وینا، د چمن – سپین بولدک د لارې د پرانستل کېدو ترڅنګ د پرلت د مرکزي کمېټې غړی او ویاند صادق خان هم، چې دوې میاشتې پخوا نیول شوی و، پرون خوشي شو.

صادق خان هیله څرګنده کړه چې دا لار به بیا نه بندیږي.

نن د چمن سلګونو اوسېدونکو او د کرښې د دواړو خواوو کاروباریانو دروازې ته په دې تمه مراجعه وکړه چې هغه به پرانستل شوې وي، خو د پاکستان حکومت له پاسپورته پرته د تګ راتګ اجازه ورنه کړه.

د طالبانو  حکومت د تذکرو او شناختي کارتونو لرونکو ته د چمن- سپین بولدک د لارې د پرانستل کېدو خبر تایید یا تکذیب کړی نه دی.

باور کېږي د پاکستان حکومت د دې لارې د پرانستلو ژمنه د دې لپاره کړې وه چې د بنو د اعتراض په شمول د پښتنو غوسه کمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب