یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهکانونو وزارت: د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي...

کانونو وزارت: د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي

تاند (سه شنبه، د اسد دویمه) د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د روانې اوونۍ تر پایه به د لوګر د مس عینک کان د کیندنې چارې عملاً پيل شي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت اټکل کړی و چې د مس عینک په کان کې د مسو د زېرمې کچه، څه باندې ۱۱ مېلیون ټنو ته رسېږي.

د صنایعو او کانونو خونې هم ویلي چې د دغه کان د استخراج له عملي کېدو سره، د زرګونو تنو لپاره د کار زمینه برابرېږي.

د مس عینک کان د کابل سوېل ختیځ ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر په بې‌حاصلې سیمه کې موقعیت لري، دغه کان په نړۍ کې د مس تر ټولو ستر کان دی او د افغانستان د یوه طبیعي پانګې د سرچینې په توګه شمېرل کېږي.

د مس عینک کان تړون د ام‌سي‌سي چینايي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ خو د هغه استخراج چارې د بېلابېلو دلیلونو له هغې ډلې په دغې سیمه کې د لرغونو اثارو د کشف له امله د تېر حکومت پر مهال بشپړ نه‌شو.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، بیا – بیا د دې کان د چارو د پيل خبرونه ورکړل شوي وو، خو داسې مشخصه ژمنه لا نه وه شوې.
د دوی له واک ته رسېدو مخکې طالبان تورنیدل، چې د دغه کان د چارو پر وړاندې یې امنیتي خنډونه رامنځته کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب