یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهکرن ډیکر: د دوحې څلورمه ناسته روانه ده، خو ترې مخکې باید...

کرن ډیکر: د دوحې څلورمه ناسته روانه ده، خو ترې مخکې باید ډېرې خبرې وشي

تاند (سه شنبه، د اسد دویمه) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت سرپرسته کرن ډیکر، چې د ډېرو نورو لویدیزو دیپلوماتانو په شان خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي، د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې ناستې د ترسره کیدو خبر ورکړی.

هغې له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې تر دې ناستې د مخه باید ډېرې خبرې ترسره شي او دا ناسته باید پراخه وي.

ډیکر د دوحې د درېیمې ناستې د جزیاتو په اړه خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په دې ناسته کې د ګڼو هېوادونو استازو د طالبانو د رژیم پلاوي ته په ښکاره ویلي، چې د افغانستان د نیمایي خلکو یانې ښځو له حذف سره دوی بریالي کیدای نه شي.

امریکایي شارژدافیرې دا هم ویلي، چې نړۍ تر اوسه د طالبانو د رژیم غوښتنې نه دي منلي او نه به د هغوی له اصلاح پرته دا غوښتنې ومني.

هغې په دې برخه کې له کنګل څخه د افغانستان د بانکي زېرمو ایستو، په ملګرو ملتونو کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارلو او یو شمېر نورو مواردو ته اشاره کړې ده.

د ډیکر په وینا، په دې ناسته کې طالب پلاوي دوی ته ویلي چې پر افغانستان هغسې رژیم واکمن شوی، څنګه یې چې خلکو غوښتل.

امریکایي استازې ویلي، چې اوس باید افغانان ووایي چې دوی د طالبانو رژیم غواړي که بل ډول واکمني؟

یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې امریکا او متحدین یې په داسې خبرو افغانان تمسخروي، ځکه د دوی په وینا امریکا وه چې جمهوري نظام یې طالبانو ته په ګونډو او دوی یې د دوحې تړون په اساس واک ته ورسول او لا یې تمویلوي، خو طالبان او امریکا داسې تورونه بې بنسټه ګڼي.

1 COMMENT

  1. ستاسو منافقت که نه وي نو دا نا اهله او کرغیړنه ډله څنګه قدرت ته ورسیده. تاسو او خدای چې ددوی شکلونه، کردار، رفتار د انسانانو دی. ددوی سره په همکارۍ او قدرت ته رسولو ستاسو زبرځواکۍ ته خلک لاړې ور تف کوي او لعنت درباندې وایي. قانوني دولت هغه ته وایي چې د خلکو په رایه او رضایت راغلی وي نه د خلکو په وژلو. که غواړې چې تاسو نور بدنام او مختوري نشئ دا دهري ډله باید نوره نابود شي. که چیرته ملت راپاڅید او دا کار یې وکړ او دا حتمي کیږي ځکه دوی خلک تر پزې رسولي نو بیا تاسو هم د افغانستان نه دایمی لاس ووبنځئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب