طبقاتیت دې ته وايي چې په ټولنه کې یوه کورنۍ او یا نور اجتماعي جوړښتونه تر نورو کورنیو او یا خپلو سیالانو ځانونه په مالي او یا هر بل لحاظ لوړ وګڼي. دغه لوړتیا که حقیقي وي او که ذهني وي، طبقاتيت یې بللای شو. د اقتصادي تبعيض او نابرابراي په مارکسيستي بحثونو کې ډېر بیان شوی مفهوم دی. کارل مارکس چې د کمونیزم کومه نظریه وړاندې کړې، بنسټي خبره یې د عدالت او مساوات راوستل دي چې طبقاتیت ختم شي.
په ټولنه کې د مستقیم نقد تر څنګ داسې يوه ژبه هم وي چې په ظاهر کې طنز او خندا ښکاري، مګر چې ژور پام ورته وکړو په همدې طنز او کاميډي کې يوه تراژيدي او درد نغښتی وي. څومره چې د بیان ازادي محدودېږي، نقد طنزي بڼه غوره کوي، کله بیا د بلاغي اغېز په خاطر هم تر نېغې خبرې نامستقیم بیان ډېر کارېږي.
په ټولنه کې د ملا او چرسي تر منځ جوړې شوې ټوکې هم له همدې قاعدې مستثنی نه دي. د رياضي په معلم پورې ټوکې هم فقط ټوکې نه دي، له ساينسي مسایلو سره زموږ د فاصلې غلی بیان دی. دغه راز د ملا نصر الدين په نامه د ټوکو وړاندې کېدل هم ممکن د ملایانو له حاضرجوابي سره بېاړیکو نه وي.
په وروستیو لسو کلونو کې چې خواله رسنۍ ډېرې وغوړېدې، د نامستقیمو نقدونو او بلاغي بیانونو لمن هم پراخه شوه. په دې کې ځينې نقدونه داسې هم وو چې د ظاهري خندا تر شا یې د زړه د درد له رګ سره یو ارتباط ټينګولای شو. څه موده وړاندې مې له سيد اشرف شرافت او وکیل احمد عزیزي سره بحث و، خبره همدې اجتماعي طبقاتي توپیرونو ته لاړه او دوی هم څو همدغسې طنزونه راته ولوستل.
وايي، یو نوکر په دې خوشاله و چې خان خوشکې ورته کړې وې ده زېري ګډول. دغه راز، وايي یوې مېرمنې کوم روحاني په خوب لیدلی و چې دا یې ښکنځله، مېرمنې سهار مېړه ته په خوند دا کیسه کوله، خاوند یې وروسته ورته ويلي وو چې «موږ او دومره بخت؟»
د ملا نصرالدین په یوه حکایت کې راځي چې يوې مېلمستیا ته په ساده او غریبانه جامو کې لاړ، هيچا هم غوږ پرې و نه ګراوه، بله ورځ یې د خاني چپنه واغوستله، دا وار هلته ټولو د ډوډۍ د ور اخيستو ستونه ورته شروع کړل، خو ده د ډوډۍ ګولې په لستوڼي کې اچولې، چې علت یې ترې وپوښت، ده ورته کړه چې قدر خو زما نه دی، د چپنې دی، ډوډۍ خو تاسې چپنې ته ورکوئ، اوس دې یې وخوري.
په دې ټپه کې هم له ورایه ښکاري چې د ثروت او قدرت له وجهې د خان عزت کول په ټولنه کې واضح مفهوم دی:
پېغلتوب عمر د خانۍ دی
خان چې د چا دیرې ته ځي قدر یې وینه
«غريب تباه دی!» جمله ډېره اورو، دا هم د همدې طرز فکر یو واقعي روایت دی. د خان قدر او د غریب رټل د ناسالمو ټولنو یو بد واقعیت دی. د کمونيستي نظامونو طرف ته د خلکو تشويق او یا واقعي تمایل د بورژوا او پرولتاریا طبقو د همدې کشمکشونو او جنجالونو له وجهې پیدا شوی و، دا جلا بحث دی چې کمونيستانو هيڅکله هغه خوب په واقعیت بدل نه شو کړای چې خپلو پلویانو ته به یې ور لید، ځکه خو نن سبا کوښښ کوي چې د نویو پلویانو د موندنې لپاره ايندهنگري Foresight)) ته پناه يوسي چې داسې او هغسې به وشي.
موږ واړه وو، د کلي په منځ کې د يوه حاجي موټر ولاړ و، موږ ګرد پرې را ګرځېدلي وو، یوه هلک خپل څادر د مخې شيشې ته برابر کړ، چې دوه درې کشه یې پاکه کړه حاجي موټر ته حرکت ورکړ او هلک په میدان حیران پاتې شو. ټولو پسې وخندل او ګونه یې له خجالت زېړبخونه وتښتېده. دا چې د ده اخلاص د حاجي تر توجه زیات و، ځکه یې چا ته مزه ور نه کړه، که حاجي ارزښت ورکړی وای، نورو ته هم د چاپلوس په ځای بیا ادبناک ښکارېده. حاجي صاحب چې موټر ته د ده د خبرولو له نزاکته پرته حرکت ورکړ، معنا یې دا وه چې د ده احسان لا هغې پوړۍ ته نه دی رسېدلی چې په یوه مننه یا حداقل لږ انتظار دې هم وارزي.
د طبقاتي تبعيض منلو ته هم خلک له خوارې ورځې غېږه خلاصوي، د هغې ټپې په خبره، که ياري نه کړي ماشومان له لوږې مرينه. دغه تبعيض په همدې ځای نه درېږي، بلکې وار په وار د شتمنو اخلاق ور خرابوي او د نيستمنو اولاد عقدې ته بیايي چې بله ورځ یې غچ له ټولنې کاږي. په اکثره انقلابونو او کودتاوو کې غریبان کارول شوي دي، په خېټه ماړه له نندارې ور ها خوا د بلې خوا نه وي. طبقاتي تبعيض چې څومره ژورېږي، په ټولنه کې غوسه بېوزلان او بداخلاقه شتمن زياتېږي، خو مشکل دا دی چې په بې لړ کې بیا ټولنې ته بېتفاوته شوي وګړي هم په خیر کې شپې نه شي تېرولای.
یو وخت چې خلک خليجي هېوادونو ته ډېر تلل، لویه خېټه او سپین کالي د شتمنۍ نښې وې، خو اوس چې اکثره خلک د ورزش له ګټو خبر شوي یا د عصريتوب نښانه ښکاري، بېرته خېټې بازار بایللی دی، مګر «د خانه توی یې نه کړې، خانه مات یې نه کړې» لحاظي جملې په خپل ځای ولاړ دي.
ځينې مثالونه چې ما وموندل پکې لولو:
ـ د مالداره سړي زوی چې حجرې ته راشي ټول نارې ورته وهي چې راشه زما غېږې ته چې پیسې درکړم، د غریب سړي زوی چې حجرې ته راشي ټول نارې وهي چې تاسې هغه بیاتي را واخلئ چې غوږونه ور پرې کړو.
ـ د غریب سړی زوی چې شوخ وي وایي ارمونی دی او چې د مالدار سړي زوی شوخ وي بیا خلک وایي چې دا ذهین دی.
ـ مالداره سړی چې د چایو پیاله واړوي، ټول په یوه خوله غږ کړي خیر دی چې ته نه یې سوځېدلی، ځای په بلا پسې چې ته ښه یې، غریب سړی چې د چایو پیاله واړوي ټول ورته وایي خر يې که انسان، ځمکې ته نه ګورې، اسمان ته ګورې!
ـ مالدار چې غوسه شي خلک واي د حاجي صاحب فشار جګ شو او غريب چې په غوسه شي خلک وايي دا لېونی دی.
ـ خان چي عطر ووهي، وايي له دوبۍ یې راوړي دي او مسکین چې عطر ووهي وايي لږ لرې کېنه دا دې څه د مړو عطر وهلي.
ـ مالداره چي ټوکه وکړي ټول ورته خاندي، غريب چي ټوکه وکړي ټول ورته وايي خر خر مه کېږه.
ـ مالداره چې خیرات ته لاړ شي وايي څومره عاجزه خوی لري، غریب چې خیرات ته لاړ شي وايي خیراتخور خو هم راغلی دی.
ـ مالداره چې واده ته لاړ شي ټول ورته وايي په لاره خو په تکليف نه شوې، غريب چې واده ته لاړ شي ټول ورته وايي اووی ته هم راغلی یې…!
موږ چې وايو خپل عيب د ولیو منځ دی، وجه یې دا ده چې عيبونه په عادت بدلېږي او عادت شيان عادي کوي. زموږ اکثره خلک چې د ولور او کوژدو په باره کې خبره کوي، وايي «نجونې باید ارزانه شي.» دا خبره ظاهراً عادي ښکاري، مګر راته ثابتوي چې لاشعوري موږ مېرمنې د خرڅلاو توکي ګڼو، ځکه مو ترمينالوژي دغسې شوې ده. د خبرو ډول زموږ د ذهنيت ښکارندويي کوي، خو دې ته یوازې ځيرک اورېدونکي پام کولای شي. په پاسنیو مثالونو کې هم د طبقاتي تبعيض يوه خندوونکې ژړا نغښتې ده.
تملق، چاپلوسي او د جاه و جلال له وجهې احترام اخلاقي عيب دی، خو دا زموږ یوازېنی مشکل نه دی چې ورته وژاړو، هغه د چرسي خبره موږ تر دې ډېرې اوږدې اوږدې روژې خوړلې دي او خورو یې.
زما یوه همکار یوه ورځ ويل چې «زموږ د مشرانو تر ټولو لوی عیب دا و چې موږ ته یې چاپلوسي منفي کار معرفي کړې وه.» د ده خبره غلطه ده، دلیل یې دا دی چې کله په یوه ټولنه کې حقوقي نظام مشکل ولري، خلکو ته مثبت کردارونه او ارزښتونه هم تر شک لاندې کېږي، که یې روزي له منفي لارې ګټله، ورو ورو یا هغه خرابه لاره ورته مناسبه ښکارېږي، ورو ورو یې توجیه کولو ته ملا تړي چې حتمي یې اخلاقي هم ثابته کړي. په دغه ډول ټولنو کې ارزښتونه د زندان غوندې سرچپه کېږي، تر ټولو لوړ هغه ناست وي چې په لوی جرم یې راوړی وي.
ګڼې داسې ټوکې، طنزونه او نامستقیم نقدونه شته چې که یې سمه شننه وشي، موږ د خپلو اجتماعي عیبونو کشف ته نږدې کوي، موږ پوهوي چې څومره د ظواهرو تر اغېز لاندې او څومره له معنويته بېرته پاتې یو. په دې برخه کې د غور ګټه به دا وي چې واقعي اخلاقي سویې ته د رسېدو په لارو به فکر وکړو او د انسان ارزښت به د هغه له عارضي حالتونو او وسایلو څخه نه ټاکو.
پای