پر ادبیاتو خبري:
خو پخپله ابدي نوی مضمون یم:
استاد پژواک.
د لویو او نومیالیو شخصیتونو د ابدیت راز د دوی په معنوي ژوند او طبیعي ماهیت کې نغښتی دی، نوی نسل او اخلاف يې هغه وخت د متبحیرا و مدبر معنوي شخص په توګه درک کوي چې دده د لوی او غني شخصیت په لوی جهان کې د خوځون او لټون فکري ګامونه او شعوري مزلونه و وهي، مونږ هغه وخت د یو لوی غنیمت انسان د پېژند غوره اوبشپړ درک کولای سو چې خپله دده په معنوي دنیا کې د تفکر او تدبرپه ژبه ورسره وږغېږو او د درون په دنیا کې د شعور په سترګو ورته ځير سو، هلته مونږ کولای سو چې د اورېدلو او ليدلو د تعبیر توپير او تاثیر پرتلنه او شننه ښه تجربه کړو، ځکه په داسي متقابل بحث او مفاهمې کې خپله مطلوب اومقصود شخص د خپل ځان په اړه تعرف درته کوي، دده د ژوند مسیر، کار او کردار، ویل او ليکل خپله د ده د ماهیتي جوهر درون او مضمون راسپړي او شني، اړتیا نسته چې مونږ د ده په هکله د نورو د لید او قضاوت د تول ننداره وکړو يعني د خپل ځان د تشریح او توضیح، فصیح بیان دی پخپله وي.
د پورته لنډي سریزې پر مصداق مونږ په دې ځېرنه او شننه کې د افغانستان د ویاړمن بچي ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک د لوی او دروند شخصیت د ځلانده ګوټونو ځیني غنیمت اړخونو څېړو او یادوو.
استاد پژواک د یو ژمن اصیل افغان په توګه د وطن او ولس بې ریا اوبې مدعا خالصانه چوپړ ترسره کړ، نه يې ناز وغوښت اونه يې امتیاز، نه د دولت شوقي وو اونه د شهرت، موخه یې د انساني ژوند د عدالت او برابری تامین وو، حق، قانون، انسانیت او عدالت يې د هرانسان لپاره مرام او کلام وو، په هر کاري او وظیفوي منصب کې يې د انسان لپاره خیر، عزت اوعدالت غوښت، نیت يې صفااو لار يې رڼاوه، د جهاني سیاست په کږو وږو مزلونواوپيچمونو کې د یو راسته، معتدل او باثباته هدفمند سياسي مشر په حیث مخ پر وړاندي ولوبېد او وخوځېد، او دا معناداره انساني، اسلامي او افغاني لاره يې خپل نوي راروان ځوان کهول ته په هسکه او ویاړمنه غاړه د کار او یادګار په توګه پرېښوده.
نوموړی په خپل ادبي جهان کې هم همداسي ویاړلی او منلی ګوهرباره او معناداره مقام لري، د شعر مضمون او منځپانګه یې هم یادو سپېڅلو انساني آرمانونو او بشري دردونو ته وقف او ځانګړې ده، استاد پژواک لکه څنګه چې په کردار کې جرتمند او غیرتمند دی په ادبي او شعري دنیا کې هم د حقیقت ویلو او ریانه کولو یو غوره مثال دی.
سکندر د زمانې یم بې هنداري.
چې خاوند د خپل ګرېوان او خپل ځنګون یم.
استاد د خپل نیت او صداقت په ګرېوان کې د دنیا د بې عدالتیو ناکردې ګوري او د خپل پاک وجدان په معتدل ترازو يې محاسبه کوي، نوځکه ورته د نیاومن لیدلوري په اساس د شک په سترګه ګوري.
مساوات به لټوم په ګورستان کې.
چې پکښې سي برابر شاه او ګدا.
استاد پژواک د خپل وظیفوي مسولیت پربنسټ په داسي یو نړیوالي لویي اداري کې په کار مامور وو چې هلته د کار تمرکز تر ډېره بریده د نړیوالي سولي او بشري حقونو د تحقق او یو ايډیال جهاني عدالت او انساني برابری په موخه راټول وو، اما استاد د انسانانو د ویلو او کولو د یو لوی ټکر او تضاد په احساسولو دومره ناهیلی سوی دی چې نور يې د دې دنیا د مساوات آرمان د ناامیدی په قبر کې ښخ کړی دی، او د بلي دنیا په غېږ کې د عدالت او مساوات هیله او غوښتنه کوي.
په دنیا کې خو شتمن او مستان ګرځي.
خو محشر کې دېوالي دي دا وګړي.
استاد د انسانانو په مجازي او تېرایستونکي ژوندکې د خپل استادانه او فرزانه لیدلوري په اساس نصایح کونکی تنقید کوي، او مونږ دې مهم ټکي ته متوجه کوي چې د دې مادي دنیا په رغبت او محبت کې څومره غرق یو اوڅه ډول ناآرامه منډي وهو ترڅو مال او مقام ترلاسه کړو خو د ابدي دنیا د تلپاتي مال او مقام لپاره څرنګه بې پروا او بې غوره یو!
پایله اولنډون:
ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د هیواد له هغو ویاړلو او ښاغلو درنو مشرانو څخه دی چې د وطن تاریخ به تل پرې زرین او وزین وي، د وطن د محبت درس، د شخصیت د استغنا او درایت درس، د استقامت او صداقت درس، د خدمت او شرافت درس، د رښتینولی او خودارادیت درس، د دینداری او خود داری درس، د تقوا او رښتیا درس…. او بلاخره د انسانیت، افغانیت او اسلامیت درسونه د نوموړي استاد د ځلانده ژوند پيغامونه اوبابونه دي، نو مونږ ته بویه چې د دې باوقاره او با دستاره شخصیت د مطلوب ژوند ګوټونه او اړخونه لا نور هم را وسپړو.
د خپل قام د فریادونو انعکاس یم.
پژواک نه یم د پردیو د نِدا.
په پېرزوینه او درناوي.