شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهاوښکې او وینې/ ایمل مړوند

اوښکې او وینې/ ایمل مړوند

د ګرمۍ د موسم په پیل کیدو سره يې خپل وړوکی سوزوکی موټر چې تر دې وړاندې به يې په کې د کلي او بازار ترمنځ سورلۍ وړلې د یخ لپاره ځانګړی کړ. اوه کلن زوی او پلار دواړه به سهار د خپل موټر سره وتل او د کلي او ولس دوکانونو ته به يې یخونه رسول.

نن ماښام ته لږې شیبې پاتې وې. پلار او زوی دواړه خپل وړوکي سوزکي موټر، کې ناست وو. پلار يې موټر چلاوه او زوی يې د پلورل شوي یخ راټولې کړې پیسې په خپله وړه لمن کې اچولې وې او حساب يې کاوه. موټر يې د کلي پر لویه لاره ګړندی روان و. پلار او زوی ښه خوشاله وو. د روژه ماتي لپاره يې خرما او ځينې نور توکي هم راخیستي وو. هلته په کور کې يې مور د خپل واړه زوی او خپل خاوند د انتظار شیبې لنډولې. خورګانې یې هم خپل کوچني ورور ته په تمه وې. په کور کې د ماښامي دسترخوان غوړیدلی و. پلار او زوی هره ورځ تر ماښام اذان څو شیبې مخکې راتلل.خو نن داسې ونشول.

اذان وشو، خو د دوی درک معلوم نه دی. کوروالا یو بل ته حیرانې حیرانې ګوري، خو ډاډه دي، نه دښمني لري او نه له کومې ډلې ټپلې سره اړیکې. دوی همدې ته ډاډه دي چې د مرګ هیڅ جواز یې نشته.
خو دوی څه خبر دی چې د وژلو جواز یوازې له قاتل سره دی.

زوی او پلار کلي ته نږدې شوي دي، موټر روان دی او لاره لنډوي. ناڅاپه د موټر پر مخامخ سیټ د مرمیو ضربه کیږي. پلار او زوی دواړه وژل کیږي.

خو کور والا نا خبره دي. ټیلفون کوي،غږ ورځي خو لاسونو کې زور نشته چې پورته یې کړي، ټول د خیر دعاوې کوي، خو دعاوې نه قبلیږي. دوی همدې اندیښنو کې دي چې ناڅاپه د کور دروزاه حلاصیږي دوه غبرګ کټونه کور ته ننوځي او له دې سره په ټول کلي کې شور پورته کیږي.

کليوال ټول خپه دي. وايي منګل خان له هیچا سره بدي نه لرله ډېر بې بدو سړی و. خو دلته د بې بدو خلکو سرونه هم خوندي نه دي.

کلیوال خپه دي، پریشانه دي، له ځان سره لګیا دی: خدایه زموږ په کلي څه وشول دا څه بلا راغلې ده؟. هره ورځ یو کس بې ګناه وژل کیږي.هره ورځ یوه کورنۍ د ویر پر ټغر کښينول کیږي.

دلته د منګل خان د کورنۍ له سترګو اوښکې څاڅي او هلته له واړه سوزوکي موټر د زوی او پلار وینې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب