نه دې غژغژ د پڼو، نه دې پلو نیمکښو
نه دې په ټیک باندې ټالۍ کلیمه داره وهي
د موسی شفیق د شعرونو وړوکی کتابګی، پیغام، لس یا شل یا دېرش کاله دمخه چا د امانت په نامه رانه وړی، بیا نه د هغې درک لګي، نه مې پخپله شعر په یاد پاتې دی. بلکه هغه بیبي هم رانه ورکه ده چې دا شعر به مې اخترونو کې په یوه یا بله طریقه وررساوه.
پاتې شوه د اختر شپه. سل روپۍ مې تیارې پور کړي ،خو خدای خبر چې په کور یې کړم. بلکه کور چېرته؟ ښادي چېرته؟ په نامه خو مې اصلي وطن کابلجان دی خودا درې لسیزې د قسمت مچنوغزي، ژوندی ژاړنده د دنیا بل سر ته ګوزار کړی یم او یوه دوست ویل، ځکه خولا ترور شوی نه یې.
دلته پنځه میله لرې د عربو جومات دی، هماغې ته به ورځو. یو بل د پنجابیانو هم شته چې د پېکوړو اومټايي د ډډوزو سره دې ورک شي . یو جرنیل جېلاني و چې په اخترونو کې یو د بل کور ته تلو، هغه هم مړ شو. دا هماغه جرنیل دی چې بوټو یې په کاڼی ویشتی و اوماته یی دین پرېښی و چې د جنازې له پاره ورله کوم پښتون ملا وګورم او د افغانانو په هدیره کې دې خښ شي. هغه او غونډې خیلخانې یې کور کې ستره پښتو ویله. نه پوهېږم چې دې پاکستاني متقاعد جنرال ولې زما سره پۍ پرېښې وې. زما په ا ټکل اوس یواځې عطا الله چکنوري پاتې دی چې که اختر کې سره میلاو شو. هغه هم که ځانمرګي نه وي تبلیغي خو دی. دا دواړه توري ظاهره بېل دي، خو د داروین په تحلیل یږ بل ته تحول کوي، مانا سره بدلېږي رابدلېږي. یو دې جسم وژني بل دې فکر. یوه تبلیغي أشنا په دوو درو علومو کې ډکټورا لرله او چې مې پوښتنه ورنه وکړه چې ولې خپل پېتی درندوې؟ ویل یې چې دا عصري فنون ځکه یادوم چې د کفارو سره پرې مقابله کړم. ما ویل بېشکه چې په لیندې او غشي د راکټ سره مقابله نشي کېدلی خو ستا دې منطق کې څه ښوڅې وینم. یوه خو دا چې ته اوس هم د صلیبي جنګونو په عصر کې ژوند کوې چې خامخا به کفار یا مسلمانوې یا به یې وژنې. نه یې مسلمانولی شې ، نه یې وژلی شې، نو چې په خره دې زور نه رسي په کتې یې ګوزارونه کوې. د خدای تر ابده به ور سره اخته یې، او چې نور نشي نو خپل مسلمان وروڼه به وژنې. یار ویل، نو څنګه یې کړو. سوله خو ورسره مجاز نه ده، نو یا به یې تل کړو یا به مو تل کړي. په دې اوږده بحث کې فلسطین ډېر یادېده، دومره ډېر، ته وا د بنیادم د خلقت یواځینی هدف د فلسطین آزادول دي. که د روس سره جګړه وه، د افغانستان د آزادولو د پاره نه ، بلکه د فلسطین د آزادولو د پاره وه. که نن د امریکا سره جګړه ده هغه هم د فلسطین د پاره ده.علم او پوهه یواځې د اسراییلو د محوه کولو، د جزیې ورکولو ته د کفارو د مجبورولو یا وژلو آله ده. علم او تخنیک زده کړه چې په هغې عصري ناریه وسلې جوړې کړې چې عیسویان او یهودان پرې سټ کړې. په دې لار کې افغان مباح الدم دی. خیر دی که، هندو د یار د پاره خوري د غویي غوښې.
نه نه نه نه یې منم. چپ له آی اېس آی ساخته روبات جنګیالیو یې نور عالم اسلام او حتی رښتوني طالبان یې هم نه منيٍ. د پنجاب نه چې هند کوکارې وایستې د اسلام په نامه ځان د افغانانو په وینو ساتي؟
نو دې را تلونکي اختر ته به د ملنګ جان عینکې ور واچوم چې: یو پلو مېلې دي اخترونه دي، بل خوا مې سر تور خویندې ورېرونه دي، زه له دې اختر نه لاس په سر لاړم، دې اختر ته و خاندم که وژاړم.
ته په ورځ د عاشورې به څه اختر کړې؟ اوس چې څوک د اختر د سینګارونو او رانجو خبرې کوي، چې ښځو او نارینه و به کول، ما ته د لوی اختر د قربانۍ پسونه رایاد شي چې سترګې ورله په رانجو توروي.
پاتې شوه د کور خبره چې سړی اختر وروړي. کوم کور کوم کلی؟. دې ته هغه پنجشېری سندرغاړی څه پخه اشار ه کوي چې:
دلته زموږ کور دی، دلته زموږ کلی دی. مه یې ورانوﺉ ټلوالو، مه یې لوټوﺉ طالبو، زموږ د سترګو تور دی.
دا یوم البتر مې ځکه ورسره سپرخی کړ چې زما په فکر د کل د ود الحرام په شان کلیوالي ترکیب دی . دلته امریکا کې هره ورځ د خلکو ژوند کې بهتري راځي خو وطن کې د یوم البتر توری د هرې ورځې ورد دی. نو زه یې هم کاروم خو ورسره وایم: خدای مې دې هغې دنیا ته خیر کړي.
هرکال لوستونکو ته د اختر پیغام استوم، نارینه و ته رنګینې هګۍ، نجونو ته نکریزې، او نور د خوشالۍ توکي ورډالۍ کوم. خو سږ په دې یوم البتر کې نور څه نشته، بس تور توتان ، له تا سو کوربان
سلامونه او نیکی هیلی د راتلونکی وړوکی اختر د مبارکیو سره یوځای ستاسو حضور ته لیږم
شپون صاحب ! الله (ج) دی ښه ډیر کلونه راته ژوندی لره،دا اختر به هم د نورو اخترونوپه څیر تیر سی ، او بیا به مو په خیر د نورو اخترونو په مبارکیو ونازوې. ستاسو د لیکنو لړی دی همداسی جاری او پره له پسې وی.
تاسو د هیواده لیری په لیکنو ځان هیواد ته نږدې کړی دی، خو زه جی په هیواد کی دننه هم یم ستاسی د لیکنو په لوستلو ځان د هیوادوالو سره نږدې کوم .
دا هم ستاسو د لیکنو برکت دی ، تاسو یی لیکی او ستاسو لوستونکی پر هغه لیکنه سره راټولیږی .
او یو د بل په فکر خبریږو او یو او بل سره وینو . عمر دی ډیر او پر قلم دی برکت سه
ستا د لیکنو لوستونکی
باوری .
قدرمن استاد شپون ته سلامونه او نیک احترامات :قدرمنه څومره ښکلی لیکنه وه زما یو ټولګيوال راته دخپل تیر ژوند کیسې کولې خو یوه ېې داوه چې والله کله هند سره په کشمیر کې جنګ وو نو هلته هم جهاد ته تللی یم خو وروسته ېې سوړ اسویلی وکړ چې هغوی زمونږ خاورې ته هم د دارالحرب په سترګه ګوري او د یو افغان ملګري ورور مې يو کال وړاندې د ډيرو لوړ پوړو چارواکو په زور ایله اوس د هندوستان له زندانه راخلاص شو ځکه چې د کشمیر په جګړه کې ېې نیولی وو ، څه به ووایو که زمونږ او دافغانستان دګاونډي توب کیسه کې نه وي نو تر دې خو دې لږ وشرميږي چې په زر هاوو افغانانو ورته د کشمیر په جګړه کې خپله وينه تويه کړه الله دې ورته هدایت وکړي کنه غرق دې کړی اوس را ته د اسرایلو پسې دویمه درجه بدنام هیواد ښکاري
ډېر ګران شپون صیب ! راته ژوندي تکړه او تازه دې وې، چې داسې ډېرې لیکنې وکړې. ماته ستاسو د لیکنو هغه ډول او که سبک ږرته وایې ډېر ښه راځي. زه دې نه ستایم، ځکه چې تسو پوهیږۍ، چې لیکنې مو ښې دي. زه به د یومابدتر په هکله یو څه ولیکم. له هغه ځایه چې دلته دې بې کارانو ته پیسې ورکوي په یوه کاغذ، چې دیوال زړېده لیکلي وو: …… او د غالمغال څخه یو غږ راته وویل، چې خانده او خوشاله اوسه، کیدی شي له دې هم بده شي. ما خندل او خوشاله ووم او له دې هم بده شوه. راته ژوندی اوسې. ستا ماخان