سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبد هنر شاعري‌/ محمدالله احساس

د هنر شاعري‌/ محمدالله احساس

دوژخ خو نه یم چې تا دومره ګنهکار راوستل

زه د کـــــابل جنتي ښار یم، لږ مي خیال وساته

د روانې پېړۍ له پیل راهیسې که د پښتو شعر روان بهیر ته ژوره کتنه وشي، نو د لمر په څېر به څرګنده شي چي پښتو شعر په بېساري ډول پرمختګ کړی او لا هم د پرمختیا او لوړتیا پړاوونه پر ګام کوي.

د پوهانو په وینا په هر ځای کې چې تراژیدۍ او د ژوند ناخوالې ډېري وي، هلته د عواطفو او احساساتو چینې بهېږي . همدا چینې بیا پر ځينو داغلیو او رنځمنو زړونو له عاطفي جهانه د پرخې په څېر څاڅکي اوروي ؛چې په پای کې همدا زړونه او انساني عواطف دي چې له محیطه په الهام اخستلو ژبه کوي ،دا ژبه د شعر  ژبه وي چې  د زړه له پټې دنیا نورې انساني نړۍ ته خبرې را باسي.

         چې له موضوع وتلي نه یو . په دې لنډه لیکنه کې غواړو د یوه نوي شاعر، د یوه غزلبول شاعر او یو ځوان شاعر شاعرۍ ته لنډه کتنه وکړو.

          زه چې ډېری مهال د شاعرانو وروڼو په بنډارونو کې برخه واخلم او یا ور پېښ شم . نو هلته  مې سترګو ته  د یوه داسې هنرمن شاعر د هنري شاعرۍ انځور ودرېږي، چې که څه هم خپله هنر ما له نیږدې لېدلی نه دی؛ خو د ښاغلي هنر هنر مي د نوموړي د شاعرۍ اورېدلو سره جوخت  په زړه پورې سرېښ شوی دی.دا چي ولي ،په دې زه هم نه پوهېږم. خو ښایې راز یې دا وي ، چې :

هنره!  شعر دي نن رنګین غوندي ده

دا دې رحمان که دې خوشحال یاد کړی

     رښتیا هم  که د ښاغلي هنر د شاعرۍ د رنګېنۍ لامل ته  ځېر شو؛نو پر ډېرو داسې شعرونو به پېښ شو چې زموږ د وتلیو او ویاړلیو پخوانیو شاعرانو   د حماسې،تورې ، مېړاني ،پت ، سیالۍ، ننګ، غیرت او مبارزې رنګونه له ورایه پکې ځلېږي.

د رحمان بابا د شاعرۍ اغېز خو د هنر د شاعرۍ تصوفي،عرفاني او افاقي رنګ لا ځلولی دی . لکه :

دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

د جمله ؤ مخلوقاتو پلار دی دا                     (حضرت عبدالرحمن بابا –رح-)

کاینات پیدا د مینې په سبب شول

هنر هم د یو جانان په مینه پایې                       (ښاغلی هنر)

—-

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن پاک سپېــــڅلي خلک

هېڅ خـندا مي له دې خلکو ســــره نشي           (حضرت عبدالرحمن بابا-رح-)

ژړوي مــــــــــــي هغه تللي – تللي خلک

څه ښکلي خلک اوسي،څه بدرنګ په دې دنیا کې

چا وکرل اغزي او چـــــــا لـــــــــونګ په دې دنیا کې             (هنر)

دا چې ښاغلی هنر د نن سړی دی او د نننو حالاتو شاهد یادېږي  او  دا چې د  خپل پېر ترجماني ور له غاړي ده؛ نو له  خپل تېر سلف او نېکونو سره ژورې او ناکرارې مینې او  د هغوی د  لمسیو نامردۍ او جفاوو سخت کړولی دی.

د نغذ زبوت په ډول لاندينی غزل لولو :

د پلار قاتل ته دي د پلار توره تحفه ورکړله

څنګه دي دا د افتخار توره تحفـــــــه ورکړله

اخیر لږ سوچ درته پکار وو دا دي څه وکړله

چې و دښمن ته دې د کار توره تحفه ورکړله

ورور دې ور وښود بیا دې امر د وژلو ورکړ

و دغه مرګ ته دې پر لار توره تحفه ورکړله

هنــره دا ګناه په موږ کې ده رقیب نه دی ګرم

د ځــــان دپاره مو د وار توره تحــــــفه ورکړله

هنر له پلرنو او ولس سره جفا په ولس کې د یوې  خپرې شوې وبا په توګه نه مني ،بلکې دا ورته د څو ګوتو په  شمېر رټلیو او ناخلفو پردي پالو څېرو کار ښکاري، وایې :

سوال و جواب له خواره ولي کوئ؟!

دلته چـــــــــي څه شوي، ښاغلــو وکړو

هنر که څه هم د حالاتو نادودو او د نېکونو د نااهله لسمیانو پر کړنو سخت خواپوری دی.؛خو دومرهم نه چې ګویا داسې  نااټکله  چارو دې ترې افغاني همت او مېړانه تروړلې  وي .هغه د حق ‌پلوی دی او د همدې لپاره مبارزه کوي،د وخت له جابر، مستبد او لاسپوڅي  بن و بست څخه بغاوت کوي ؛ په وازه کومې او  د ګواښ په ژبه يې  ګواښي :

له بې وسۍ دې مشر بولي کنه داسي نه ده

چې ســــتا له ډېره خیانته خلک نه دي خبر

او د خپل قام او ولس رښتینې څېره او ځانګړنې په دې غزلګوټي کې ښيې ، دی وایې :

په خدای تر ټولو مستانه قوم ده

له ورایه ښکاری ښایسته قوم ده

سرټيټي نه مني سر پرېکړه مني

دا پښـــــــتانه هـــــم عجیبه قوم ده

دا یې د پـــلار او نیکه حق ادا کړ

چـــــــــي درپدره پر مېلمه قوم ده

لکه چي بیا رقیب په تور مخ شړي

آوازې اورم په غـــــــــــــوصه قوم ده

چـــــي د نـــــــــړۍ سترګو ته خار ده

هنــــــــــــــره دغه، هـــــم هغه قوم ده

               هنر د خپل ولس د یو استازي شاعر په توګه  یوازې مفاخر او ویاړنې نه بیانوي. بلکي  هغو نېمګړتیاوو ته هم ګوته نیسي،چې ده ته د ډېرو بدمرغیو لامل  ایسي :

نه د پـــــــرون پــــــــــه ګټه پوه شو نه د نن په ګټه

علت یې دا ده چي تر دوست ګڼو دښمن په ګټه

          د هنر دا خبره که څه هم ظاهراً یوه کلیشه یې او باب شوې خبره ښکاري؛خو په حقیقت کې د هغو ټولو خوش باوریو او سادګیو بشپړ باب را سپړي چې په همدې نیږدې تېره لسیزه  کې موږ د سر په سترګو ولیدل، د ساري په توګه د هغو ازلي خدای خوارکړیو او پر مادیاتو متکي افرادو ښه راغلی یادوي چې د سر دښمن ته یې (خوش آمدید)  ویل او پر دښمن یې  ټېنګار کاوه چې پر دوست یې ورته درانه بمونه او مضبوط توغندي واوروي.

         هو،رښتیا! هنر ته د دې ټولو بخولو او ناورینونو تر شا پټ هغه د لستوڼي ماران ښکاري چې په ځان ولاړې او مغرضانه خوسا شویو مفکورو یې په لوی لاس هیواد او ولس د تاړاک خولې ته تړلی؛خو ورسره – ورسره دا ځمکنی حقیقت درک کوي چې د ولس د رښتیني قیادت او زعامت خوب ته به همدا ځوان او خود کفاء نسل  تحقق ورکوي:

نور به هنره زموږ ستونځي کشران حل کوي

ولي په دې هر مشـــــــر ګرم را سره پاته سولو

 او  نړۍ مېشتو په ځانګړې توګه زبرځواکو ولسونو او په تېره بیا هغو ته چې پر دغه مظلوم قام یې سترګي سوځي ،  د ګډ ژوندانه یوه ساده او لنډه لار ښئې :

په بېـــــــــوزلانو د خدای رحم کـــوو

و زورور ته مو ځان سیال یـاد کړی

چــــــا چي تکل کړی په موږ د تېري

مونږ ورته تل توره او ډال یاد کړی

د ښاغلي هنر په شاعرۍ کې له استعارو،کنایو،تخیل او عالي سیمبولونو سربېره ځای ځای پر عجیبه ښو تشبیهاتو پښېږو، لکه دغه بیت  یې:

څو خواخوږي مي درلودل هغه هم هنره ورک سول

بس تیار افغانستان شوم بیا پر ښه نه یم پېښ شوی

        دلته هنر د یو ستر وجود په بڼه ځان له افغانستان سره تشبیه کړی او خپل خواخوږي  لمانځي چې د خونکار او ورانکار ښامار له ویرې په لوی لاس له سترګو نهام او له صحنې ووتل . ده که پر کور د صلیبي ټلوالې د یرغل په لومړیو کې د ډېرو نورو خویندو،میندو،وروڼو،یارانو او همځولو په څېر خپل جانان ته له ډېره وهمه چیغې وهلي چې :

در پسې ګــــــــــــرزي رقیبان په ډلو-ډلو باندي

انعام یې ايښی ستا په سر جانانه نور مه راځه

ته یې د پت او د عــــــــزت دپاره ســــــــر ورکوې

خو دوی دې بولي دهشتګر جانانه نور مه راځه

خوبیا هم  پر دې ښه ډاډه دی، چې :

هـــــــــنره را به شي، ته لږ وخت انتظار وکوه

دا نــــو دا نه معنی چي موږ سړی د سر نه لرو

هنر څوک دی؟

ښاغلی ملا عبدالمنان «هنر» د مولوي لطف الله صاحب زوی او د مولوي عبدالله جان صاحب لمسی ، په خټه توخی په (۱۳۵۷ ل) کال د زابل ولایت د قلات ښار په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې زېږیدلی دی.

              هنر تر ډېره بریده دیني زده کړې کړي او هغه یې هم په کلیوالو درسونو او سیمه یېزو مدرسو کي لوستې. له پیل څخه يې له خپل محترم تره مولوي امان الله صاحب  څخه زده کړې وکړي.

         د هنر شاعرۍ پېغله او نوي ده، خو د ډېرو ملګرو په اند د هنر شاعري ډېره روانه،ساده او خوندوره ده.

آثار يې :

۱-  سورسانده (لومړنۍ شعري ټولګه)

۲- په سپوږمۍ کي بېګاه نه وي.(دویمه شعري ټولګه)

۳- ته له ستورو را جلاسه! (درېیمه شعري ټولګه)

            نوموړی اوس مهال د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند تېروي. ښاغلی هنر د شعر او شاعري ترڅنګ کورنۍ او بچیانو ته د یوې مړۍ روزي د پیدا کولو په موخه په سوداګرۍ او تجارت بوخت دی .

 ښاغلی هنر واده کړی او دري بچیان؛ دوې لوڼې (شپونکۍ او سورسانده) او یو زوی (عرفان) لري.

نوموړی اوس هم کله د ترنک رود پر غاړه او کله د سره غره په څنډو کې د فطرت شپېلۍ غږوي او دې ته ورته خوږې او باریکې سندري زمزمه کوي .

 او دا هم د ښاغلي هنر څو نور شعرونه :

زما په زړه کې دي دوه شیان جانانه

یـــــو ته په خپله، بل ایمــــان جانانه

زه کـــــــه بهــــــــار ومه بهار به یې ته

که وم خــــــــــزان ته یې خزان جانانه

ژونـــــــــد مي تر تا پورې تړلی هسې

لکه غـــــیرت او افغانــــــــــان جانانه

چې لاس په لاس د رقیب مخته تېر شو

درســــــره شته دومره امکان جانانه

خوب کې چې ستا پریشان کاکل ووینم

هنــــــــــــــــر یم ټوله ورځ پریشان جانانه

***

ښه ورته ځــــــېر سئ،پرونۍ بــــــــلا ده

هسې په بل رنګ کې راغلې ده اوس

***

په زاریو مو غلیم له خاورې نه ځي

راځئ وسکڼو پرې دا جنتي ځمکه

***

دوږخ خو نه یم چې تا دومره ګنهکار راوستل

زه د کابل جنتي ښار یم لږ مي خیال وســـاته

***

مرګه لږ تم شه چې ملکی خو بیا سوال وکوي

د خندا پور مې پر زوی مړي ژوندانه پاتي ده

لیکنه به د رحمان بابا په دې بیت پای ته ورسوو :

که څوک وایې هنر کوم دی؟ وایه دا دی

چې بې خــــــــدایه نوره  مینه په چا نه کا

سرچینې :

۱- سور سانده ، (د ښاغلي هنر لومړۍ شعري  ټولګه)

۲- په سپوږمۍ کې بېګاه نه وې ، (د ښاغلي هنر دوهمه شعري  ټولګه)

 ۳- ته له ستورو را جلا سه!  ،(د ښاغلي هنر درېیمه شعري  ټولګه)

 ۴- هارون حکیمي،شنه پاڼه (مهالنۍ مجله )

1 COMMENT

  1. ډېره ښکلې او جالبه لیکنه ده. خدای دې د ښاغلي هنر صاحب شعري چینه تل په خوټېدا لري.رب دې يې نه ورته وچوي.. همدارنګه ګران ورور احساس صاحب ته هم د زړه له کومي کورودانی وایم چې د ښاغلي هنر شاعري يې وپېژندله.
    ورور مو، افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب