د بګۍ د ارابو غږ ته ټولو ور منډې کړې، چې بګۍ را نږدې شوه هر چا له لستوڼي بت را وایست او ورته په سجده شو. بګۍ د سجده کوونکیو له منځه په سختۍ تېره شوه؛ په بګۍ کې ناست سړي له سره تاج لرې کړ او ټولو ته یې د مننې په دود لاس وښوراوه. د زرینې بګۍ د ارابو اواز لا پوره نه و غلی شوی چې خلک له سجدو را پاڅېدل، بتان یې په لستوڼو کې واچول او بېرته پخپلو ورځنیو چارو بوخت شول.
فیلسوف اریان دریان ولاړ و؛ داسې ښار یې په ژوند کې اول ځل لیدلی و؛ هیڅ نه پوهېده چې خلک ولې د یوه کس مجسمې په لستوڼو کې ګرځوي او چې هغه وګوري ورته په سجده شي. په سوچونو کې ډوب فیلسوف یوه دوکان ته ور وګرځېد چې سیګریټ ترې واخلي. دوکاندار وارخطا و؛ کله به یې په یوه لستوڼي کې لاس ننه کړ کله په بل کې. فیلسوف شاته وکتل. له لرې یو کس پر آس سپور را روان و، خو له دبدبې یې مالومېده چې کوم لوی مقام دی. چې را نږدې شو، دوکاندار د لارې سر ته را ووت او خپل بت ته په سجده شو. فیلسوف د ونې شاته پټ ولاړ و او چې کتل یې هر دوکاندار د خپل دوکان مخې ته یوه بت ته په سجده پروت و. بت پر آس سپاره کس ته ورته و.
د سپاره د آس ټکا ورو، ورو غلې شوه او دوکانداران بېرته خپلو دوکانونو ته ور وګرځېدل. فیلسوف له دوکانداره د هغه د ډېرې وارخطایۍ سبب وپوښت. هغه وویل:
«دا ښاروال صاحب و، یوه اونۍ مخکې راغلی و، زما د همسایه دوکاندار وار پار خطا شو، د دې پر ځای چې له ښي لستوڼي د ښاروال صاحب مجسمه را وباسي، له کیڼ لستوڼي یې د قاضي صاحب بت را ایستلی و او سجده یې ورته کړې وه. ګورې نه چې دوکان ته یې غټ کولپ پروت دی.»
فیلسوف کولپ ته ور نږدې شو، پرې لیکل شوي ول:
«د تعظیم د ادابو د نه مراعات په جرم یوه میاشت مُهرلاک شو.»
د فیلسوف حیراني لا پسې زیاتېده. ځوړند سر روان و چې د یوه کتاپپلورنځي پر لوحه یې سترګې ولګېدې. په زړه کې خوشحال شو، چې نایاب کتابونه به وګوري. ور تاو شو. په کتابخانه کې یوې خوا ته د نویو چاپ شویو کتابونو المارۍ اوډل شوې وه. فیلسوف د کتابونو نومونه له نظره تېره کړل:
«د تعظیم آداب»، «د بت تراشۍ هنر»، «څنګه ځان پر بت بدل کړو؟» «د دندې په پیدا کېدو کې د بت نقش»، «له کاڼي تر معبوده»، «بتان نه مري»، «زه څنګه بت شوم؟»….
دا وروستی کتاب د داسې یوه کس خاطرې وې چې ګڼ بتان یې په لستوڼو کې زاړه کړي ول او بلاخره له دې لارې پخپله پر بت اوښتی و او اوس خلکو د ده مجسمه په لستوڼو کې ګرځوله. په ټوله کتابخانه کې داسې کتاب نه و چې د فیلسوف زړه او سترګې پرې خوږې شي. د وتلو پر مهال یې د کتابخانې له کونجه د واه واه او ډېر ښه ډېر ښه اوازونه واورېدل. ورته تم شو.
د ښار دوو نویو زلمکیو شاعرانو یوه بل ته د خپلو بتانو په اړه نوې قصیدې اورولې. یوه وویل:
«زه خو مایوس شوی یم، هیڅ قصیده مې د کوم بت پر زړه منګولې نه لګوي، ذوقونه زنګ وهلي که زما تخلیقي زور اوبه شوی دی. خو په دې ورځو کې فراز لولم، بیخي زما له زړه غږېږي، وایي:
وه تو پتهر په بهی ګزرے نه خدا هونے تک
جو سفر میں نے نه هونے سے کیا هونے تک
رښتیا چې د ځان د شته کولو او پر بت بدلولو سفر خورا زړه چاودی سفر دی.»
دوهم ورغبرګه کړه:
«مایوسي نه ده پکار، موږ به قصیدې پخوو، بلاخره به یو غشی پر نښه ولګېږي. زه مایوس نه یم، د غالب په قول:
دیکھیے پاتے ہیں عشاق بتوں سے کیا فیض
اک برہمن نے کہا ہے کہ یہ سال اچھا ہے»
فیلسوف چې هر چېرې ولاړ او د هر چا خبرې یې چې واورېدې، له بتانو پرته بل ذکر و فکر نه و. د جمعې ورځ وه، له نږدې جوماته د خطیب د خطبې غږ اورېدل کېده. خطبه د وحدانیت په اړه وه. فیلسوف په زړه کې وموسېد او د جومات خوا ته ور وګرځېد. مقتدیان غلي ناست ول او ملا د وحدانیت په اړه خطبه اوروله. د یوه نیم په سترګو کې اوښکې وې. ناڅاپه جومات ته د ساتونکیو په بدرګه یو لوی مقام را ننوت. ملا له ممبره را ټوپ کړ، له لستوڼي یې د مقام مجسمه را وایسته او په محراب کې ورته په ګونډو شو. مقتدیانو زر، زر له لستوڼو د راغلي کس مجسمې را وایستې او جومات د زاریو او وجد چیغو پر سر واخېست.
فیلسوف زر له جوماته را ووت، د جومات په لاره کې کومه زړه پاڼه پرته وه. پرې لیکل شوي ول:
یوه د زړه خبره نه په دیر نه په جومات کې وه
څه به پسرلیه! د راهب او د ملا منم؟
له کوم چا یې د شاعر ادرس وغوښت. هغه هدېره وریاده کړه.
فیلسوف د وتو لاره لټوله او پر خالي واټ یې په نامالوم طرف قدمونه وهل. په مخه کې یوه لویه کارخانه وه، پر لوحه یې لیکل شوي ول:
«د معیاري مجسمه سازۍ تر ټولو لوی مرکز»
فیلسوف ور ننووت. سلګونه کسان پکې بوخت ول. چا مجسمې جوړولې، چا منظمولې، چا پاکولې، چا رنګولې او چا اخیستې. فیلسوف حیران و، تر ټولو زیات کار و بار د مجسمه سازانو جوړ و.
یو ځوان را ننووت، پر ټټر راځړیدلي کارت یې ښودله چې د پوهنتون شاګرد دی. یوه مجسمه ساز ته یې له جیبه تصویر را وایست. و یې ویل:
«دا مې ملګری دی، کمپاین مې ورته کړی، په نوې کابینه کې ښایي وزیر شي، زه یې باید مجسمه ولرم.»
بل زلمی لا له مکتبه نه و فارغ او یوه بل مجسمه ساز ته یې د کوم نوي والي کېدونکي کس د مجسمې جوړولو فرمایش ورکاوه.
کارخانه له محصلینو، له استادانو، له شاګردانو، له لیکوالو، له شاعرانو، له مخورو، له ژورنالیستانو، له ملایانو او له رنګا رنګ خلکو ډکه وه. هر چا به یوه مجسمه ساز ته تصویر ورکاوه او هغه به وعده ورکوله چې په پلانۍ ورځ دې په مجسمه پسې راشه.
یوه زلمي چې نن یې د مجسمې اخیستلو وعده پوره وه، مجسمه ساز ته وویل:
«وبخښئ، دا کس وایي وزیر نشو، اوازه دروغ وه، نو مجسمه یې زما په درد نه خوري، نشي کیدای چې د دې پر ځای راته د دې بل نوي وزیر کېدونکي یار بت جوړ کړئ؟»
مجسمه ساز په کاوړ وویل:
«وروره! دا زموږ د مزدورۍ ورځې دي، د ګڼو مقامونو د بدلېدو اوازې دي، موږ باید د نویو مقامونو ګڼې مجسمې وتراشو، د خلکو اړتیا ده چې د نویو مقامونو مجسمې ولري. یو کار دوه ځلې ولې راباندې کوې؟ اول دې معبود دقیق وپېژنه، بیا یې د مجسمې فرمایش ورکړه. ته باوري یې چې دا نوی کس دې وزیر کېږي؟»
– هو، هو بلکل. خبر دقیق دی. ستاسو مزدوري پوره درکوم خو چې مجسمه یې د ناستې په حال کې جوړه کړې.
– ولې د ولاړې په حال کې؟
– استاده! که د ولاړې په حالت کې یې جوړوې، باید امسا ورسره وي، دا د وزیر صاحب عیب دی. زما په نظر په ناسته به ځکه ښه وي چې هنر به یې د دې عیب پرده هم وکړي.
ـ ښه سمه ده، خو په دې حالت کې مزدوري یو څه زیاتېږي. هنرمند چې په مجسمه کې د چا د معبود عیب پټوي، ځانګړی کار او تخیل غواړي. وخت پرې زیات لګېږي.
د دوه نورو ځوانانو له دوه نورو مجسمه جوړوونکیو سره پر دې لانجه وه چې یوه د خپل معبود ړنده سترګه او بل د خپل معبود پرې شوی غوږ داسې غوښت چې په مجسمه کې مالوم نشي. مجسمه جوړوونکیو یې خبره منله خو په دې شرط چې مزدوري به زیاته ورکوي.
فیلسوف چې نور نو بیخي تنګ شوی و، یوه مجسمه ساز ته ور نږدې شو:
– هنرمنده! د هنر دنده دا نده چې خلک مزخرف او د بتانو بنده ګان کړي. هنر د انسان د فطرت او زړه هنداره د لوی حسن د جلوې لپاره صیقل کوي، دا تاسې پر څه بوخت یاست؟
هنرمند وویل: زه په نور څه نه پوهېږم، خو دومره پوهېږم چې یوه مجسمه په سل جوړېږي، دا د لسو ډوډیو قیمت دی او لس ډوډۍ لس وږي مړولای شي.
فیلسوف به که هنرمند پوښت، که محصل، که ملا، که شاعر، که لیکوال د ټولو د بت پرستۍ تر شا لوږې او محرومیت سنګر نیولی و.
فیلسوف چې له ښاره ووت، د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې یې ولیکل:
«د لوږې وېره او محرومیت د انسان له ذهنه بتخانه او له لستوڼي د بت غلاف جوړوي. د ښار خلک له بتانو او مجسمو سره له زړه دلچسپي نلري خو که یې ونه نمانځي فکر کوي چې له لوږې به مړه شي. که څوک غواړي چې د دې ښار شریف خو غربت ځپلي ښاریان د بتانو او خدایګوټو له جبره خلاص کړي، نو اول یې باید د لوږې له ځنځیره ازاد کړي. د جبر د هغه زندان دړه د لوږې په همدې ځنځير تړل شوېده.»