همت عمرزی
چې په سرو وینو، د زلمو تر شو
له سرترپایه وطن سره زر شو
چې په هر ګام يې یو شهید پروت دی
که مقدس و، مقدس تر شو
شاعر د خپلې ټولنې د تاریخي اصالت شعوري ساتونکی دی، دی د نورو شاعرانه سوژو ترڅنګ د تاریخي ویاړنو، کیسو او حماسو له غني منځپانګې څخه هم د خپل شعري تخلیق په هستولو کې ګټه اخلي. شاعر له خپلو شاعرانه امکاناتو څخه په ګټنې د تاریخ دغه ویاړلې پنډه او غوښنه برخه په ښه او اغېزمن اندازخوندي کوي او ډېر کله مونږ ته د تېرې هېرې زمانې نسبتاً ژوندی انځور وړاندې کوي او مونږ د خپلو اتلانو، بهادرانو او پهلوانانو پر پېښو کړو کیسو، اتلولیو او حماسو له سره یوار بیا ګرځوي؛ آن کله کله شاعر په اګاهانه توګه په یو مقاومتي حالت کې اوسنیو وګړو او پرګنو ته د دوی د تاریخي کیسو، مېړانو او جګړو پخوانی پرتم وریادوي ترڅو د دوی روحي او رواني حالت د اوسني کړکېچ سره د مقاومت او مبارزې لپاره چمتوکاندي. د یادوني وړ ده چې حماسې په لوی سرکې خپله د یوې کیسې، داستان، نکل… چې ټول يې رزمي ماهیت لري د مثنوي په قالب کې وړاندي کېږي. تاریخي ريښې یې د یونان تر لرغونو ادبیاتو رسي او د (ایپيک) په یوناني اصطلاح یادېږي چې دا پراخه ادبي_حماسي ساحه ځان ته ځانګړی بحث او باب دی. مونږدلته په لنډه توګه د شاعر هغه شعري نمونې را اخلو چې په هغو کې یا تېرو حماسو او اتلانو ته پکښې اشاره ده او یا يې ماهیت اومحتوا پخپله حماسي او رزمي موضوعات تشکیلوي چې په ټوله کې د یو ملت روح ته مخاطب دي او د دوی مقاومتي ولولې راپاروي.
د شلمې پېړۍ په آخري لسیزو کې زمونږ د جګړه ځپلي هیواد د هغه وخت ګډ ناتار ته په کتو زمونږ د زمانې ډېر لوی ځيرمن شاعر ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی هم روان ناورین په عاطفي لحاظ ډیر کړولی او دردولی دی نو ځکه يې په یوې غچ اخستونکې او مقاومتي روحیې د شعر په ژبه حماسي ادب پنځولی او ږغولی دی او د خپلو ستړو او کړکېچ ځپلو هیوادوالو سره يې يو ځای د مجادلې او مبارزې په برخه کې دوی ته د استقامت او مقاومت روحیه په مجاهدانه انداز ورکړې ده.
خاونده بیا مو وطن آزاد کړې
د بلبلانو ګلشن آزاد کړې
” منیژه “ ژاړي ” رستمه “ راشه
چې يې د میني ” بېژن “ آزاد کړې
____________
(زال) اورېدلې ده دا له (سامه)
چې جاروه ځان له ننګ اونامه
( رستمه) پاڅه دښمنان اخلي
د وطن مینه د تا له قامه
_____________
بیا مو وطن ته لوی غم راغلی
داسې سېلاب چې ډېرکم راغلی
(ګشتسپه) څه سوې (رستمه) پاڅه
چې بیا(بخدي) ته (کهرم) راغلی
استاد په دې حماسه آفرینو څلوريځو کې د وخت د مقاومت او غبرګون د تحرک او خوځون لپاره د زال او رستم د تاریخي حماسې پٌرشوره بېلګې وړاندې کوي، او د هغه وخت د کړکېچ په منځ کې ښکېل ولسونه په یو نرم شعري تاثر را بیداروي ترڅو د دې بحران څخه د وتلو څه حل لاره ولټوي او برباد سوی وطن د آبادی و لورته ور سیده کړي، د استاد شعوري هڅه دا ده چې په مقاومت کوونکو زلمو کې د ثبات او سرښندنې نوې ساه و پوکوي نوځکه دغسي ویاړنیز مثالونه په شعري قالب کې ورته لوروي.
زما وطنه زما وطنه
زما ترزړه هم زېبا وطنه
د پت ټاټوبې رانه هېر مه شې
ای د (فتِح) او (رابیا) وطنه
__________
استاد سره د دې چې عاطفي انسان دی ولي کله کله د ژوند حالات داسې راځي چې انسان مجبوره کېږي چې ورسره جوخت یو سخت زړی غبرګون څرګند کړي او داسي هم ممکنه ده چې عاطفه د خپلې ځپلتیا تود او تند زیان جبران، په قهرجنه روحیه سوړ کړي. د حماسو او ویاړنو ویل خپله یو ډول احساساتي رواني فوران دی چې شاعر انسان يې د کوم بهرني عامل په ترڅ کې پنځوي.
تل باندې اوري باران د وینو
وطن مې ونیو طوفان د وینو
که دغه حال و ژربه پيدا شي
افغانستان کې کبان د وینو
___________
ماته دې نه شي د غازي توره
چې په غلیم کړي ادکه بوره
سرچې په لاس وړي د دین لپاره
کړې قرباني يې ربه ج منظوره
مونږ په دې حماسي او غبرګوني شعرپارو کې وینو چې زمونږ دردمن شاعر د وخت د روان جبر څومره حماسه آفریني کړې او د هغه زمان ژور تراژیدیک انځور يې په څومره تاثیرناک انداز عکاسي کړی دی.
نه بل میرویس شته یا ذوالجلاله
نه دي پیداکړه بله ملاله
بیا به په څه ویاړ، خولۍ کږې کړو
د خوشحال روح به څه کړي خوشحاله؟
دلته چې استاد کومه حسرتي یادونه کړې ده بیاهم د ملي اوهیوداني محبت مثبته انګېزه پالنه ترسره کوي او مونږ ته د خپلو اتلواسلافو د یاد او قدروني په ترڅ کې ویاړلی او زرین حماسي تاریخ بیانوي ترڅو د خپل هيوادني_ ملي مثبت غرور پربنسټ د وطن او ولس د نېکمرغي، سوکالي او پرمختګ په پار هڅه اوهاند وکړو.
ورمي وړه تابوت چې يې بلا اخلم په مړینه هم
دغه تش ګوجی په ښایسته کابل کې و ټومبه
چېرته دې ملالې! د نصرت په ټکري پټ کړ مخ؟
یوه پېڅه يې بیا په کوم تاوده مورچل کې وټومبه
تاج د افتخار د هندوکش له سره کوز مه شه
درست غشي زما په زړه کې یو په بل کې وټومبه
__________________
د پت د ژوند د پاره بویه واړه عمرجهاد
ښه آس لایق شي د چړې که له جهاده ووت
دا شعري تخلیق چې محتوا يې حماسي او انګېزه پارونکې ده استاد د یوځانګړي جنګیز دور په مهال لیکلی دی او د هغه مهال د غوښتنو په اساس فقط د یو انتقامي روحیې په درلودلو سره د وخت د ظلم پر وړاندې ادبي پاڅون او دروني غبرګون دی. کله چې د انسان سره د ناغېړه چلند تجربه ترسره سي نو طبیعي ده چې په وړاندې به يې عکس العمل ښکاره کوي او د کوم جبراني اقدام چاره به کوي، شاعر چې د فردي احساساتو ورها خوا ټولیز او هیوداني جمعي احساسات هم خوځوي، نو ارومرو به د یو غونډ ملت انتقامي چغه پورته کوي، چې مرحوم استاد پسرلي د ګډو خوږمنو احساساتو دا هنري ترجماني د وطن د مینې په لوړه روحیه ترسره کړې ده.
مورچل به له غازیانو نه هم کله سړېدو
د بلې شمې خوا ته که پتنګ ویده کېدای
یو ډز به د واورینو غرو په شنودرو کې نه وای
همت که سړېدونکی وای او ننګ ویده کېدای
په دې حماسي او احساس خوځونکو بیتونو کې استاد وايي چې د غازي مینه له سنګر سره لکه د پتنګ مینه له شمې سره لیونۍ او اورنۍ ده او دا مینه هيڅ کله د ګرمو ولولو له تاوده جوشه نه سړېږي. همداشان د هغه مضبوط او سپيڅلي باطني غرور او ننګ یادونه کوي چې د خپلې خاورې په سردرو کې د هیوادني غیرت په موخه د (مور وطن) ژمنه اوپتمنه دفاع او ویاړمنه ساتنه کوي.
یو (رستم) وینو په شهنامه کې
بل رستم ورک دی په هنګامه کې
خدایزده چې کوم یو اصلي هیرو دی
د ځوانمردانو په ډرامه کې
________________
د زړه له وینو تغذیه کېږي
پرې د مرمیو باران ورېږي
خودرویه نه وي د آزادۍ ګل
په ډېرو سختو ستونزو غوړېږي
شاعر د خپلې روانې زمانې دقیقه مشاهده لري، دی حساس دی او د پيښو او مظالمو پر وړاندي يې غبرګون هم بېړنی او حساس وي او د وخت ناخوالو ته په زغرده وايي چې (تروه) ده، نه په خاموشي کې او نه په ناګاري کې خپلې مفتي ورځې شپې اړوي بلکه د ژوند هره شېبه په موخې او مرام کې د انساني لوړو آرمانونو د ترلاسه کولواو سوکاله ژوند را وستلو په پار مصرفوي.
پایله او لنډون
د تاریخي حماسو، کیسو اوافسانو بیا رایادول او په هنري شعري ژبه خپل ولس ته بیا بیانول، د هدفمندو او مبارزو لویو شاعرانو د تخلیق کمال دی. شاعر تېر او اوس مهال داسې سره پيوندوي چې ټولیز شعور پرخپل ماضي په رښتینه توګه د حقایقو په رڼا باورمند او ګروهمن کړي، ترڅو د حال د سمبالولو مهارت ورڅخه خپل کړي. مونږ د شاعر له لیدلوري د خپلو پرځای کړنو او بې ځایه تیروتنو پس منظرته ښه ځېر کېدلای سو او د بامرامه شاعر حماسي ولولې مونږ ته د فکر او شعور اګاهانه درک راکوي نه دا چې د یو تش خوشباوره احساساتي باټ (د شپيشتو ډانګ) ته مو خېژوي!
د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د هنري شعر دغه هدفمنده او ځانګړې برخه هم خپل بېل مرام او دوامداره قوام لري، د هغه وخت د ملي مبارزې شعوري ازانګې او ملي هنګامې ترې را ولاړېږي، او د معاصر ویرلړلي تاریخ یو مغتنمه څړیکه ده. هرې حماسې ته يې هنري_ تلمیحي اشاره د پند، الګو، انګېزې او عبرت په موخه ده. مونږ ویلای سو چې استاد په دې ډول مرامي شاعري کې مونږ ته د تاریخي وطن حماسې او ولسي تاریخ يو ځل بیا په نوي رنګ او خوږ اهنګ بیان کړی او خوندي کړی دی.
د ماضي د حماسو په پس منظرکې
د ویاړمنو د کیسو په پس منظرکې
د زمان د آینې انځور تت نه دی
د ځلانده ولسو په پس منظر کې
په پېرزوینه اودرناوي
ماخذونه
۱ـ ماته شپېلۍ،د استاد پسرلي د غزلونو ټولګه
۲ـ پسته اور، د استاد د څلوریځو ټولګه
۳ـ د نړۍ ادبیات، د استاد ګل رحمن رحماني