پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د استاد پسرلي په شعرکې پايښتي پرتم | همت عمرزی

د استاد پسرلي په شعرکې پايښتي پرتم | همت عمرزی

 د ادب ابدیت او پایښت په رښتیني تخلیق کې مظهرمومي، د رښتیني تخلیق څخه زمونږ موخه دا ده چې د شاعر شخصیت د انساني مریي او نامریې دروني مرضونه څخه پاک او خپلواک وي، غواړم ووایم چې د شخصیت او شاعری سره ورته دنیا ولري، داسي نه وي چې د خپلو ویلو پرضد وي، د ویلو او کولو په بهیر کې يې معناداره صداقت نغښتی وي.

دا چې کله هم ادب ابدي روح خپلوي علت يې دا دی چې د سپين سپېڅلي زړه له تله بې تکلفه راټوکېږي، خورېږي او پایږي، انساني روح په ځان پوري راکاږي، هر هغه ادبي_هنري هستونه چې د انسان روح ته د تاثر برېښ ور ورسوي هغه د معنوي جهان پر وره د تلپاتي توب درشل ته رسېدلي ده، دا ادبي پنځ د مادي سفر تر خنډونو او چک پاينټونو په بریالیتوب سره تېرسوی دی. د لویو شاعرانو د شعر وجود د روحي دنیا په ناخوداګاه کې ځان ښکاره کوي، یعني د روح خبري، د روح سره په روحي ژبه او پېرایه کې ترسره کېږي. 

چې را وېشله پروردګار روح

انسان کې پو شوه د ابتکار روح

یو نغمه وي د حشرې ژوند

په بنیادم کې مري د تکرار روح

استاد پسرلی

مونږ په دې لیکنه کې غواړو چې د ادبي دنیا پر داسي هنرپنځوال رڼا واچوو چې هم يې د شخصیت جوهرونه ابدي او هم یې د تخلیق ځېلونه دایمي دي، استاد محمدصدیق پسرلی د ادبي محک پر ورېښمین تول ارزوو.

د استاد پرتمینه او وزمینه روح دې ښاده وي، د شخصیتي او تخلیقي تبحر یو غوره مثال دی، د نوموړي فروتني او نفس شکسته ګي رښتینې او طبیعي ده، ما چې د استاد د عاجزه شخصیت او لوړ پنځ کوم تطابق او ورته والی محسوس کړی دی زما په آند طبیعي او اصلي رنګ او خوند لري. ارواښاد استاد چې څومره هم له تظاهره ځان ګوښه ساتلی هغومره په خپل مستغني شخصیت او معنوي ادبیت کې لاهم  جوت او ځلاند هویت لري، چې څومره يې عاجزي او فروتني ده ترهغه زیات يې د پنځونو دنیا غني ده، بې ریا خاکساري او د هنر سرداري د استاد د معنوي هستی پر پاخه وجود کره ثبوت دی، کله چې مونږ د استاد د شخصیت په ژورو کې فکري مزل کوو نو هلته د نورو بېلو او غوره شخصیتي انساني ممیزو او ځانګړنو سره مخ کېږو، د استاد پسرلي ذاتي جوهر مونږ ته په هر قدم خپل جلا برېښوي او د یو بشپړ عاجز انسان خاورینه طبعه محسوسوو، د انسان د ښو ځانګړنو پوره انځور ننداره کوو او پر سوچه بې تصنع ماهیت يې د غوره انساني اصالت ثبوت ګورو. له بله اړخه د نوموړي د قلمي هستي ادبي محصول هم د لوړو ګوهري نمونو څخه ډک او مالامال دی، هره ادبي پنځونه يې د معنوي ښېګڼو ښه ښکارندويي کوي او د ځيرمن انسان روح پرې خوشحاله کوي. د ده د تخلیق ژبه د انسان روح ته مخاطبه ده، البته دا زما شخصي مشاهده اوتجربه ده چې د استاد په تخلیقي دنیا کې د روحي تجربو، لاشعوري او خوب ته ورته صحنو، عاطفه پاروونکو ولولو… يو عجیب خوږ اورنګین جهان ننداره کوم! سړی یو بله ماورا خوب ته ورته تخیلي_اېډيالي دنیا مشاهده کوي او آن په خوب کې دردې روحي بزم و پرې ته  شاملېږي او ورګډېږي.

هسي نه ژوند هم، یوه دوکه وي

حقیقت بل وړ رښتیا بل څه وي

شکونه وايې چې خوب به وينې

په بیداری کې به هيڅ هم نه وي

د استاد پلټونکی ځیرک فکر مونږرته د خوبونوراورلاشعورپه غېږکې د حقیقت موندنې سپارښتنه کوي .دی د تَحیر په روحیه د شکونو د بیا، بیا رفع کولو په موخه د خوب لمن نیسي او په دې تمه دی چې ګوندي د خوب پر بې تکلفه جهان به د انساني ناخوداګاه دروني نړۍ څخه د ډاډمن حقیقت څرک ترلاسه کړو. رښتیا هم د خوبونو تجربه دا څرګندوي چې زمونږ دغه دروغ ګڼلی طبیعي حالت په اصل کې د بې تراشه او غیرمصنوعي رښتیاوو معنا ورکوي، ځکه چې انسان د لاسوهنې اوتصرف موقع نه پکښې لري، هرڅه په خپل حال اوخپل خیال خودمختاره پاته دي؛ بنا” خوب سړی داسې لاشعوري تجربو ته ور کښته کوي چې په ويښه ناشوني او مصنوعي وي، نو په دې دلیل وایو چې استاد پسرلي پرمونږ دغه معنوي پېرزوینه کړې او زمونږ پام يې دې ټکي ته را اړولی دی چې د خوبونو نړۍ بابیزه ونه ګڼو او د ځینو برغکي شېبو چې مونږ ته د حقیقت سترګ رپی ادرس په لاس راکوي په غور يې سريښته په فکري مزیو ټینګه ونیسو، په دې معنا چې استاد مونږ ته دا فکر راکوي ترڅو پر خپلو خوبونو تل فکر وکړو

چې يې احساس وي تل به يې غم وي

په ژوند کې درک او احساس ستم وي

بې حسه خلک وېښته نوکان دي

چې نه يې درد سته نه يې الم وي 

د انسان به وجود کې د فیزولوژیکي لحاظه د نوکانو او وېښتیانو د حس قوه کمزورې او ړنده ده، استاد د بې درکه او بې احساسه انسان تشبه د بدن له دغو بې احساسه پرزو سره څومره هنري کړې ده، درد او الم په ځیرمنو او فکرمنو خلکو کې زیات نفوذ کوي، د دوی د اخذ قوه ډېره تېزه او حساسه وي، د ژوند د هر زجر درد درک کوي او پرې زورېږي، د انساني کهول درد اوغم په خپل فردي وجود احساسوي او د نور غم اوغوسې سبب يې ګرځي. مرحوم استاد پسرلی د انساني ژوند د خاصیت غوره راز مونږ ته بیانوي او د انسان وړ ژوند بلنه هرګوره راکوي. 

نه څه مستي شته په میخانوکې

نه د خوښۍ روح په ترانوکې

ها زړه غوښتونکيې ښادۍ دي پټې

په ویرانوکې په افسانوکې 

مونږ ډېر کله تراوسني روان ډراماتیک ژوند د ماضي په افسانوکې خپله دروني خوښي په نسبتا” تخیلي ژوند کې ښه او آرامه احساسوو. کله چې انسان له حال څخه ستړی سي نو د دې ستړیا د جبروت په موخه د یو ذهني افسانوي ژوند د نندارې په موخه د چین ماچین ترغرنیو تخیلي دېوالونو وراوړي او هلته هغه ذهني_ آرماني ژوند تجربه کوي چې دی په تنده او تلوسه دی. د استاد د دې څلوريځي روح مونږته دا په ډاګه کوي چې (زړه غوښتونکې ښادي) د جذابو لرغونو افسانو په رګ او روح کې پټه ده، او د حال له چال څخه د ژغورني لار د زَړو افسانو وطن ته تخیلي کډه کول دي اوبس. 

چې څپې راشي او درومي شاته

د تږو شګو تنده کړي ماته

زما د فکر څپې به ربه ج

هم په ښه ورشي دا هسې چاته؟ 

دلته استاد څومره یو شاعرانه هنري طبیعي تصویر زمونږ مخې ته ږدي، د څپو اهتزازي حرکت او وچو بې روح شګو ته یو ژوندی جل وهلی صورت ورکول، دا د تلپاته هنر بارزه بېلګه ده. بلې خوا ته  د داسي لوړ عروجي فکر له لمرینو شغلو څخه به ترابده ويښ ولسونه رغوونکی دا داخلي او د احتمي ده که و غواړي د دې فکرپانګه به يې په ښه ورځي.

انسان په بیا بیا هردم جوړېږي

وړ يې بدلېږي لار یې بدلېږي

د سین له ځایه فطرت کوږ نه وي

له مجبوریته کوږ وږ بهېږي 

د استاد په دې هنرپاره کې د انسان یو عالَم طبیعي او مصنوعي مجبوریتونو او ناچاریو ته اشاره ده، او زمونږ د ژوند بهیر يې له سیندسره ډېرماهرانه او شاعرانه تشبیه کړی دی، د ژوند اوسیند مزلونه دواړه د خپلو لارو په لوړو ژورو کې ډول ډول پيچمونه او کږلېچونه تراوږو اړوي را اړوي، اودا د ژوند جبري شرایط دي چې د انسان بېروني او دروني حالتونه سره یومخ ادل بدل کړي او د زمانې (کجبازي) راسته اوسیده خلک هم کاږه واږه کاڼي کاندي. 

زنده ګي څه وه ؟ يوه رویا وه

نیم يې درواغ شوه نیم يې رښتیا وه 

غم اوحسرت يې وو د رښتیا اړخ

خو چې درواغ سوه هغه خندا وه

ژوند په اصل کې لکه یو خوب دی، که مونږ او تاسو خپل تېر ژوند یوار لکه د فلم صحنې لنډ، لنډ ترنظر تېر کړو نو لکه د خوب پر اوږو چې مو خیال ته ورته سفر ترسره کړی وي او چې رابیدار سو په واقعي او ويښ ژوند کې هیڅ هم نه وي. انسان تر ډېره حده په رواني لحاظ آن له ځان سره هم دروغ وايې او په اصل کې ځان تېرباسي، مثلا” مونږ په دې متیقین یو چې د مرګ څکه به کوو اما کله چې د یادې څکي تجربه په ذهني لحاظ ارزوو نو ډېر ژر يې له ذهنه باسو او همدغه څوپه مرګ کې حضوري شېبې هم زمونږ د ناقراري سبب ګرځي، خو هسې په ماشومانه دِلاسا ځان تېروو او د مادي ژوند په خوږلت پسې مو داسې زړه تړلی او داسې پسې نښتي او روږدي يو لکه چې ابدي وي، اما دا لوبه په اصل کې له حقیقته تيښته ده، یعنې مونږ له رښتیا څخه نسبت په درواغو کې ځان آرام احساسوو، ولې حقیقت دا دی چې د مجازي ژوند ډېري خوشحالۍ دروغینې او غمونه یې رښتیاني دي.

ژوندون ښکارېږي چې وي همه خوب

څوک ویني څه خوب، څوک ویني څه خوب

چې څومره پوه دی هومره زورېږي

هوښیاري بدخوب، جنون دی ښه خوب 

کله چې انسان د خوب په حالت کې په داسې یو کشمکش کې بند وي چې د روح د ستړیا سره سره يې آن جسم هم زوریده اوکړېده حِسوي، نو په دې وخت کې چې د خوب له دنیا راووزي ارومرو به د آرام ساه اخلي اوشکر به باسي چې دا ترخه تجربه رښتیا نه وه، دغسې یو حالت فکرمن انسان په ویښه هم محسوسوي، کله چې د ژوند خصلت او واقعیت ته په ژور انداز فکر کوي نو د خپل روحي زجر څخه د خلاصون په پار مګرځان عمدا”ناګار اوناپوه واچوي ترڅو د ژوند له تریخ واقعي بهیره په تخیلي انداز فرار وکړي ګوندې یو څو لحظې له شته شره په سکوني امان کې تېرې کړي.

پایله، یادَونه او ارزونه

کله چې د هنرجولیزاو منځپانګیز محصول د ژوند د مادي او معنوي اړخونو ټول پټ او ښکاره، مريي او نامريي ګوټونه او مسایل په تلقینوونکي او پېغام رسونکي هنري قالب کې انساني کهول ته وړاندې کړي دا نو د تلپاته هنر او ابدي پنځ بلګيزې نمونې دي، د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د ایجاد کړي اصیل ادب، جوهر د همیشه تازه او ګټې اخستو وړ مضامینو خزانه جوړوي، د ده د پنځ پايښت پام وړ پرتم لري، او د مشعلدار فکر لوړ عظمت به یې د افغان انسان د فکري تنویر په بیا بیا روښانتیا او ويښتیا کې رغنده رول لوبوي، د دې متبحِر ادیب پوره پېژندنه د زمانو د څېړنو او پلټنو کارته اړتیا لري. هره اصیله ښکارنده د وخت په تېرېدو لانوره هم قیمتي او زینتي سي، د کلام خٌلاصه به د ابوالمعاني حضرت بېدل په دې خبره راټوله کړم چې

درخانهء خورشید دلایل چه فروشم)):

په پېرزوینه اودرناوي 

٨\٨\١٤٠٢

 … څو دمه هستي ده په هندارو کې | همت عمرزوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب