د ځینې نورو کلیمو په څېر (پکې) هم دوه ډوله لیکل کېږي.
څوک یې یو ځای (پکې) او څوک یې (په کې) لیکي.
(په) او (کې) چې سربل او وستربل وي، (په) تر نوم مخکې او (کې) وروسته راځي:
لکه
په کلي کې واده دی.
خو (په او کې) تل سربل او اوستربل نه وي، بلکې د ظرف نومځري رول هم لري او دواړه (په او کې) یو ځای راځي.
دلته یې ګډ لیکل پکار دي.
کله چې (پکې) نومځری وي، د څو کلیمو د تکرار مخنیوی کوي.
مثال: ایسلنډ کې مسلمانان ۲۲ ساعته روژه نیسي، خو داسې کسان هم پکې شته چې روژه د سعودي پر وخت نیسي.
دلته پکې که را نه شي بیا به لیکو
ایسلنډ کې مسلمانان ۲۲ ساعته روژه نیسي، خو داسې کسان هم په دغه هېواد کې شته چې روژه د سعودي پر وخت نیسي.
دلته پکې د (په دغه هېواد) عبارت مخه نیولې ده.
بله بلېګه: ټاکلې ده نن په بروکسل کې د ناټو ټولنې د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې د ناټو د قومندې پر جوړښت او پوځي چمتووالي به پکې خبرې اترې وشي.
که پکې را نه شي نو دویمه جمله داسې راځي:
چې د ناټو د قومندې پر جوړښت او پوځي چمتووالي به هم په دې غونډه کې خبرې اترې وشي.
خو پکې د (دې غونډه) د عبارت مخه نیولې ده.
نو په څو دلایلو پکې ګډ لیکل پکار دي.
کله چې پښتو کې دوه کلیمې یو ترکیب جوړوي، ګډ لیکل کېږي.
که پکې بېل ولیکو، ښايي (په) پاس کرښه کې پاتې او (کې) لاندې کرښې ته ولوېږي.
که پکې ګډ لیکو، د یوه توري (ه) کمېدو سره مو وخت سپمولی او اقتصادي ګټه هم لري، کاغذ به لږ پکار وي.
که یو ۵۰ زره کلیمې کتاب وي، هغه کې پکې سل ځلې راغلې وي، که بېله لیکل شوې وې، هم به مو وخت ډېر لګېدلی وي او هم کاغذ ډېر لګول شوی وي.