جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېدریکاندیدنامه | تاج محمد تمکین

کاندیدنامه | تاج محمد تمکین

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره چمتووالی ښه په درز کې روان دی. له دې سره سره حکومت کوشش کوي چې د انتخاباتو لپاره حتی الامکان زیات ګډونوال ولري او کاندیدان هڅه کوي چې خپل زیات حامیان یا ملاتړي پیدا کړي. د کاندیداتورۍ له برکته کاندیدان ډیر فعاله او سمارټ شوي دي.

داسې ویل کېږي، هغه کسانو چې چا به فاتحه او ښادۍ کې نه لیدل د کاندیداتورۍ له برکته اوس ولسونو ته مخه کړې ده. وایي کوم کاندید صیب خپله ولسوالۍ کې  یو کور ته د فاتحې لپاره ورغی چې پکې څوک دوه کاله مخکې وفات شوي وو، چې دعا یې وکړه ویل یې حاجي صیب (الله داد) دې خدای وبخښي، زما نزدې ملګری و، کور والا حیران شول چې دا د چا فاتحه کوي، زمونږ خو زنانه فوت شوې وه، دوه کالو کې خو څوک سړی هم ندی وفات شوی چې دی یې نوم اخلي او بیا دا الاداد لا څوک شو، وروسته پته ولګیده چې کاندید صیب ته لیکل شوي و چې اول به د الله داد حاجي فاتحې ته ځې بیا به د زنانه فاتحې ته، خو له ده نه نوبت غلط شوی و؛ د نارینه مړي په ځای زنانه مړي ته مخکې ورغلی وو، بیچار د شرم له لاسه بیا په لاره نشو تلای.

داسې هم ویلی شي چې یو احتمالي کاندید سټېکر تذکرې پسې ګرځیده چې ګوري په لاره یو څوک روان دی او په لاس کې یې تذکرې ته ورته کاغذونه دي، نوموړی تر کافي حده پورې ورپسې تللی و اخر معلومه شوه چې سټیکر تذکره نه وه بلکه د دواګانو نسخې وي.

دلته د مطلب پالنې په درس کې داسې هم مشهوره شوه چې د کوم احتمالي کاندید یوه لور نامزاد وه، احتمالي کاندید زوم صیب راوغوښت او ورته یې وویل ، تر هغو چې زر تذکرې راته پيدا نکړې ولاکه د لور لاس په لاس کې درکړم، ځه ورکیږه ستا غوندې زوم به زه څه کړم. زوم صیب بس سرګردانه لالهانده سټیکر تذکرو پسې ګرځیده او وزن یې هم دولس کیلو کم شوی دی.

د کاندید نامې په ترڅ کې یو احتمالي کاندید کومې حجرې ته تللی و او تقریر یې شروع کړی و  او سړی ډیرو جذباتو کې راغلی و، ویل یې قسم دی دا ځل به زه د خپلې ولسوالۍ په هر کلي کې یو یو پوهنتون جوړوم، پوهنتون څه کوې چې د ښار اکثره ریاستونه به خپلې ولسوالۍ ته راوړم او دفترونه ورته جوړوم تر څو زما حامیان په رسمي کارونو کې ستړي نشي. خلک هم حیران شول چې په کاندیدِ مهربان باندې چپه راغلې ده او که چا پرې کوم منتر چوپ کړی دی.

داسې هم ویلی شي چې د کاندیدنامې د مکتب ځینې احتمالیان د خپلو فیسبوک لایکونو ته کتلي او ورته طمع پیدا شوې چې ولا همدا موقع ده، یو عکس مې زر زر لایکه اخلي نو ځان پارلمان ته کاندید کړه. ځینې خو لا داسې هم دي چې زر سټیکر تذکرې یې پیدا نکړې نو د شوړه مارۍ لپاره یې نسبتاَ د قوي کاندید د ملاتړ اعلان وکړ او خیرِ تو خیرِ ما یې کړه خبره.

کوم کاندید صیب نه چا پوښتنه کړې وه چې کاندید صیب دوه او دوه څو کیږي؟ ویل څلور تذکرې، کاندیدنامه مکتب کې یو احتمالي کاندید دومره ورخطا وو چې ویل یې دا اسمان ولې وریځ دی، نن خو پکې تذکرې نه ښکاري، د کاندیدِ مهربان ماشومان حیران شوي وو چې یا خدایه دا انتخابات شو که غم شو.

په هر صورت د کاندیدنامې د مکتب پلویان دې خبر وي چې خلکو هم اوس د  پاکستانیت سره بلدتیا پیدا کړې ده مانا دا چې په خوله یو څه وایي او کوي بل څه، یا کاندیدانو نه پیسې هم اخلي، سینه هم ورته ډبوي خو رایه ورته نه ورکوي.

بنده هذا په اخر کې دا وایي چې کاندیدان صاحبان چې څومره مصرف کمپاین لپاره مختص کړی که د هغې په نیمه هم خپل چم ګاونډ کې بیوزلو باندې تقسیم کړي نو د کاندیدنامې د مکتب ځلانده ستوري به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب