پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرمساپر/ د شفیقې خپلواک نظم

مساپر/ د شفیقې خپلواک نظم

 مساپره ژوند روان دی

 مساپره بیا باران دی

زړه مې ستا د زړه تر څنگ وي

 په زړه مې دا ارمان دی

ورځې لنډې شپې اوږدې دي

 د یارۍ کیسې زړې دي

 د بې ساه گلاب په څیر یم

 بې له تا مې شیبې مړې دي

مساپره د زړه سره

 پیغله غیږه مې صحرا ده

 نه یې نه یې سترگې ستړې

 زنده گي راته بلا ده

مساپره ډیوه بله

په کړکۍ کې درته ناسته

 غیږ مې خلاصه ده نیولې

 هله راشه را وځغاسته

د بڼو له تورو وریخو

 ستا د یاد باران وریږي

 ستا ښایسته بلبلې سترگې

 د زړه باغ کې مې چغیږې

اوس هم هغسې جانانه

 د ادې راسره جنگ وي

زه چې تاته کړم ښیراووې

 دا ولاړه ستا په ننگ وي

دا ډیر وخت کیږي لالیه

 زما کیسو رانجه خوړلي

 پښتانه دي پټه خوله یم

 بس گیلو رانجه خوړلي

ستا د نوم ښایسته تورې

 ما راوړې لکه ستورې

 په امیل کې مې ټومبلې

 خلک بد بد راته گوري

هاغه پاس په اینه کې

 د بابا زوړ تېلفون ته

ورته گورم تاته ترې غواړم

څه به ښاده شم ژوندون ته

زړه درواخله دا دمه کړه

هله گرانه یو څه وکړه

 نور مې وس د بیلتون نشته

ژوند زما پر بانه وکړه

مساپره د زړه سره

پیغله غیزه مې صحرا ده

خوشالۍ پلو ور ټول کړ

 ژوند مې بیا په واویلا ده

4 COMMENTS

  1. ډیر اعلي نظم دی، د اوسنیو پښتنو نجونو شعر تر همځولو سړو ښه دی چې دا د ډيرې خوښئ خبره ده ، د شفیقې جانې په قلم او هنر دې برکت وي

  2. ښکلی نظم ده، لورې خدای دې نوره هم تکړه که . دسپین ږیرو خالي دعاوی دي

  3. شفیقه ګلې د ذهن چینې دې تاندې اوسه، ښایسته نظم دی

    د بې ساه گلاب په څیر یم
    بې له تا مې شیبې مړې دي.

    دا بیت بېرته تا ته ډالۍ دی.

  4. خپلواکې بي بي. الله دې نوره هم خپلواکه او ښاده لره. ستاسې د د نظم ليکلو طرز مې ډېر خوښېږي. ستاسې بريا زما ارزو ده. قلم دې تاند او ښکلي اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب