شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینماد خانانو خان هم د (ګهنټه ايوارډ) لپاره نوماند شو

د خانانو خان هم د (ګهنټه ايوارډ) لپاره نوماند شو

د بالي ووډ فلمونو ستوري شاه رخ خان او پريانکا چوپړه چې څوک چېرې د ښه کار کولو مډالونو لپاره نوماندان کېږي همغوی دا ځل دا دواړه ستوري د بې کاره کار کولو د مډالونو لپاره په نوملړ کې راوستي دي.

د هالي ووډ ‘راسپ بيريز’ په شان په بالي ووډ کې هم تر ټولو خراب فلم لپاره د ((ګهنټه ايوارډ)) ورکول کېږي، مخکې به يې دې ايوارډونو ته (کېلا ايوارډ) ويل.

د شاه رخ خان فلم (چنايي ايکسپرس) او د اکشی کمار فلم (ونس اپان ای ټايم ان ممبي اګين) يې د عشقي فلمونو په نامه د ايوارډونو په لړ کې راوستلي دي.

پريانکا چوپړا يې د (زنجير)، کنګنا رناوت يې د (رجو) او سوناکشي سنها يې د (بلټ راجه) فلمونو له امله تر ټولو بې کاره کارکوونکو په لړ کې د مډال لپاره راوستي دي.

تر ټولو بې کاره فلمونو کې يې (بې شرم، راجکمار او همت والا) راوستلي دي

تر ټولو بې کاره هدايت کوونکو کې (روهت شيټهي، ساجد خان او رام ګوپال) راغلي دي.

د فلم کې د دويم ستوري رول لوبولو کې  تر ټولو بې کاره کارکوونکو کې (عمران خان، نصيرالدين شاه او ابهيشک بچن) نومونه شامل دي.

له لوی افغانستان اوونیزې په مننې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب