شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د "عکس" کیسه / فاطمه اعظم 

د “عکس” کیسه / فاطمه اعظم 

د ډاکټرې شریفې شریف د ( چا و چل ویل ) د کتاب په هره کیسه کې پوره کتاب ځای شوی دی. دښاغلي اجمل پسرلي په وینا ډاکټره شریف په خپلو کیسو کې له صداقت نه گټه اخلي.

د اغلې شریف ادبي الهامات جلا حد کوي. په دې موږ ټول پوهېږو چې زموږ ټولنیزې ناخوالي دومره ډېرې دي چې ایله په کیسه کې د نغښتو وړ دي ځکه چې داستان د ټولنې هینداره ده. 

په دې لیکنه کې غواړم د اغلې شریف د “عکس” پر کیسه یو څو شمېرلې خبرې وکړم.

لومړۍ دا چې په دې کیسه کې د یو مرکزي کریکټر نوم امین دی. امین یعنې امانت داره خو په کیسه کې برعکس امین خپلې مینې ته امانت داره نه دی. امین د خپل نوم په څېر نه دی بلکلې په ټکر کې ورسره روان دی. ډاکټرې شریفې د نوم په ټاکلو کې له ډېر پام څخه کار اخیستی نوم یې د کرکټر سره اصلا نه جوړېږي او همدغه حالت یو ډول پاراډاکس رامنځته کړی دی.

راځو د کیسې لومړۍ برخې ته: (( نن سهار یې ګلان یې د ګلدان سره راته لېږلي…

ښایسته دي، زما د خوښې رنګونه لري. پوست عطر لري خو په ګلدان کې ایسار دي. زه یې نه احساسوم، زما یاسمین او گلاب دي، خو نه راته ګوري نه مسکيږي…))

کله چې موږ خپه یو هر څه راته خپه او بې خونده ښکاري او کله چې خوشحاله یو هر څه راته خوشحاله او ښایسته ښکاري دا طبیعي ده او د هر انسان سره ممکن داسې څه وشي. زموږ احساسات زموږ پر قضاوتونو او لیدلوري اغېز کوي. په کیسه کې کریکټره له خپل میئن نه خپه ده او د پخوا په څېر یې ګلانو او ډالیو ته نه خوشحاله کېږي.

د ځینو لیکوالو په کیسو کې ګورو چې دوی په خپلو کیسو کې نارینه او ښځینه کریکټرونه داسې په خپل لاس برابر کړي وي  لکه څنګه چې د ټولنې غوښتنه وي هغه که په هره برخه کې وي. د افغانستان په ځینو کیسو کې کریکټرونه واقعي نه بلکې مصنوعي وي. په بله وینا، زموږ ډېر کریکټرونه تور او سپین وي. یا بیخي ښه وي یا بیخي بد وي. د ډاکټرې شریف د کیسو کریکټرونه تور او سپین نه دي. 

د “عکس” په کیسه کې د نارینه او ښځینه د ظاهري جوړښت په اړه لولو: ((راباندې ګران و، ورباندې میئنه وم، اول ځل چې مې ولید د معمول نه لږ بدرنګه راته ښکاره شو، قد یې ټیټ رنګ یې توربخن د سر ویښته یې دومره کم چې د تندي لوړ لږ پوست یې ښکارېده، نه ښایسته و نه بدرنګه ښایي ما غوندې.))

په کیسو کې صداقت یعنې دا چې ډاکټره شریف کولای شول چې امین ښایسته انځور کړي لکه په نورو کیسو کې چې اصلي کریکټر د معشوقې یا بل هر چا له خوا معرفي کېږي خو د عکس په کیسه کې واقعي انسان انځور شوی دی ځکه هر انسان عیب لري او بې عیبه انسان نشته. 

څنګه چې د ښایست موضوع په نورو کیسو کې توپیر کوي همداسې د فکرونو او انتخابونو موضوع هم خو ډاکټرې شریف په دې کیسه کې برعکس، دلته د دوی دواړو د فکرونو او انتخابونو ترمنځ توپیر دی.

((یو ماښام چې د اشنایي نه مو اونۍ تېرې وې، د قهوه خانې مخې ته، د سړک تر غاړې په پیاده رو کې یوه میز ته ناست وو، ده شین چای او ما توره قهوه څکله، هلته مو زړونه سره پرانیستل، په هر څه مو خبرې وکړې پر ژوند، په مینه، په اړیکو، په جګړې په ښځو پر واده پر سیاست…

فکرونه مو سره بېل وو، خو یو د بل په خبره پوهېدلو، همالته په هماغه ماښام د خلکو په منځ کې چې د قهوه خانې له مخې تېرېدل او زموږ د قهوه او چایو پیالې څو څو واره ډکې او تشې شوې، ما د امنیت احساس وکړ…))

دلته دوی په ډېرو مسایلو خبرې کوي هم فکره او هم نظره نه دي خو یو بل په خبرو پوهېږې، نجلۍ ورسره د امنیت احساس کوي او نجلۍ په خپل زړه کې د امین د مینې ودانۍ جوړوي.

(( یوه شپه چې امین غوښته زموږ د اشنایي د ورځې کلیزه ولمانځي، زه یې د ښار یو نامي رستورانت کې میلمه کړې وم. د مرغلرو د ګوتې او غوږیو سره یې یو کارت راته ډالۍ کړ. د مرغلرو نه یې د کارت خبرو ته خوشحاله وم. خو چې ومې لوستې راته پور کړې معلومې شوې، لکه د هر بل میئن خبره خپلې مینې ته: ډېره ښکلې یې، سترګې دې زما په زړه کې انځور شوې دي…))

زیاتره خلک په دې عقیده دي چې ښځې یوازې مادیاتو ته ارزښت ورکوي او که دغه مادیات وي نو دوی نور هېڅ شي ته اړتیا نه لري په داسې حال کې چې دا خبره ناسمه ده، ښځه عاطفي ده او تر هر څه ډېر  مینې درناوي او ارزښت ته اړتیا لري دوی باید درک کړل شي او خبرو احساساتو ته یې ارزښت ورکړل شي.

د عکس په کیسه کې ډاکټرې  شریف ښځه ډېره ښه انځوره کړې ده. د کیسې کریکټره وایي چې د مرغلرو ګوتې نه د کارت لیکنو ته ډېره خوشحاله شوه. د تل په څېر ښځه تل ریښتینې مینې او اړیکې ته خوشحالېږي. 

 همداسې د کیسې بله برخه کې لولو: (( امین همداسې خبرې همالته هم کولې، خو سترګې یې سرګردانې وې، کله ماته کله د رستورانټ دروازې ته، د کومې پوښتنې ځواب یې را نه کړ سترګو ته مې یې پام شو چې پر یوې ځوانې ښایسته ښځې پسې وتلې وې. په ذهن کې مې یو باد وچلېده، خو زما د ودانې شوې ماڼۍ د دیوالونو له ژۍ نه غلی تېر شو.))

« سترګې خو پیدا دي د دیدار لره کنه»

اورېدلي به مو وي چې ریښتنې مینه داسې ده لکه لمونځ کله چې دې نیت وتړو نو شاوخوا به نه ګورې.

د “عکس” په کیسه  لکه څومره چې نجلۍ خپلې مینې کې وفاداره او ریښتنې ده امین نه دی. وفاداري د واقعي مینې یو شرط دی. په ریښتنې مینه کې میئنان یو بل نه پرته نه څوک لیدلی شي او نه نورو ته ارزښت ورکوي دوی یوازې یو بل ته وفاداره وي. دلته نجلۍ امین ته ګوري خو د امین سترګې بل ځای دي. نجلۍ په کیسه کې خپه کېږي او د مینې په احساساتو یې بده اغېز کوي خو بیا هم دا ورته ارزښت نه ورکوي او نه غواړي چې دا کړنه یې د دوی په مینه اغېز وکړي نو د ځان تسل او په خپلې مینې د باور له مخې وایي چې سترګې خو پیدا دي دیدار لپاره.

ځینې وخت موږ وایو چې څنګه چې ځانته ګورو نور هم دغسې راته ښکاري. یا په بله اصطلاح په خپلې هېندارې کې نورو ته کتل. د “عکس” د کیسې راوي په خپل احساس مطمینه ده نو ځکه هم د امین کارونه له پامه غورځوي او احساس کوي چې امین به هم دې ته ورته احساس لري. په مینه کې دا احساس طبیعي دی.

د کیسې په یوه برخه کې لولو: ((یوه شپه چې مې له ملګرو سره یو ځای یوه کلیزه لمانځله امین ته مې د هرې شېبې عکسونه لېږل ما ویل دی راسره دی. سبا ته یې رانه خپه و.

« د یو عکس نه دې ولې یو کس لرې کړی؟»

« کوم عکس؟؟ ټول مې هماغسې درلېږلي»

« نه، څنګ ته دې څوک ناست دی، هغه دې لرې کړی، څوک و؟؟»

 هغه ورځ مې زړه کې یو شی ولویده، د مینې د ماڼۍ نه یوه خښته ونړېده. 

خو.. دا خو ده، مینه کې رخه شته، پر نړېدلې خښته به مې خټې واړولې.)

زما په نظر شک هغه ناروغي ده چې ټول وجود ته زیان رسوي او همداسې یوه اړیکه له منځه وړلی شي.

د امین د شک له وجهې د دوی کلکه ماڼۍ له منځه ځي داسې حال کې چې امین تل داسې کار کوي چې د دوی اړیکه کې درز پیدا شي خو نجلۍ لا هم کوښښ کوي په یوې طریقه خپله اړیکه او مینه دوامداره وساتي او هرې خبرې او پېښې لپاره دلیل وړاندې کوي او حتا د امین دا شک د ډېرې مینې دلیل ګڼي.

کله چې د دوو کسانو ترمنځ اړیکه پیلېږي باید په هر حالت کې دواړه د یو بل خبرو او احساساتو ته پام وکړي او یو بل درک کړي د ستونزو منشا پیدا او حل لاره ورته پیدا کړي نه دا چې اړیکه له منځه یوسي. په کیسه کې امین پرته له دې چې د نجلۍ خبرو ته غوږ ونیسي پرې شک کوي او هر څه چې په خوله راځي نجلۍ ته یې وایي چې په دې سره د دوی اړیکه له منځه ځې. 

لکه وایي چې: (( د شپې ناوخته یې زنګ راغی. 

« هغه څوک دی چې لاس یې ستا په اوږو ایښی؟»

« هغه چې شا ده؟ زه نه یمه، خور مې ده مېړه سره یې.»

« ته یې.»

« زه نه یمه»

« ته یې، دروغ وایې.»

« زه ځان پېژنم، ته مې نه پېژنې!!!؟»

 د ماڼۍ وروستۍ خښته ونړېده.

د عکس د کیسې له پیغامونو یو اصلي پیغام دا دی چې په اړیکو کې احترام تر هر څه مهم دی او باور د احترام پیل دی. د کیسې دا جمله چې  “زه ځان پېژنم، ته مې نه پېژنې” دا هم راته وايي چې لکه څرنګه چې د نورو درناوی لازم دی د ځان احترام هم ضرور دی. 

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب