شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهخپړ/ اجمل پسرلی

خپړ/ اجمل پسرلی

د سګریټ د لوګي له کشیدو سره په کاغذ کې د ایسارو تمباکو سر سره سکروټه شي، خو د مساپر کوټه نه رڼوي.

پر مخامخ دیوال راځوړند انځور داسې توره بلا ایسي چې نه یې خوله ښکارې نه یې ځان.

لاس یې د سګریټ پر بیخ وسوځیده. سګریټ یې د سګریټ پر ډبي وموښه. سترګې یې پټې ونیولې، چې رڼې یې کړې له کړکۍ رڼا رالویدلې وه.

د دریم پوړ پر اورسۍ راځوړنده خړه پرده یې کش کړه. په کوڅه کې د ونو رژيدلې پاڼې شمال ته رغړیدې. سر یې پسې وروایست له لرې یو لاروی راروان و مخکې تر دې چې رانژدې شي کیڼ لاس ته وګرځید. شمال ته یې سترګو اوښکې وکړې، کړکۍ یې پورې وهله.

له اورسۍ سره لنډه اوږده المارۍ یې پرانیسته، خالي وه، پسور یې شاوخوا نیم متر او اوږده یې دوه متره ښکاریدل سر یې پر لرګي کیښود، زړه یې وشو چې پکې څملي، د غوزانو په څير تریخ غوندې بوی ته یې پوزه کش کړه، سترګې پټې، بیا رڼې.

پر دیوال راځوړند انځور ته یې سر پورته کړ، په تصویر کې قهرجن پړانګ پر سپیره کاڼي خپړ ایښي دي، څيرمه د ونو په مینځ کې هوسۍ پاڼې خوري.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب