یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینمامشهور ستوري چې له انسټاګرام څخه میلیونونه ډالر خوري

مشهور ستوري چې له انسټاګرام څخه میلیونونه ډالر خوري

تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: د هوپرایچ کیو په نوم یو بریټانوي ویب سایټ د هغو کسانو یو لېست خپور کړی دی چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د انسټاګرام له لارې تر ټولو زیاتې پيسې ګټلې دي.

دې لېست کې امریکايي نطاقه کیليجنز په لومړي، هندۍ اداکاره پریانکا چوپړا په ۱۹م او ویراټ کوهلي په ۲۳م نمبر راغلی دی.

د دې لیست په اساس د امریکايي تفریحي پروګرامونو مشهوره ستورې کیلي جینز ۱۵۰ میلیونه فالو کوونکي لري او له انسټاګرام څخه په هر پوسټ یو میلیون او ۲۶۶ زره ډالر اخلي.

په کیلي جینز پسې دویم نمبر کې د اریانه ګرانډې نوم راغلی دی چې له انسټاګرام څخه په یو پوسټ نهه لکه او ۶۶ زره ډالر اخلی، په دریم نمبر کرسټیانو رونالډو دی چې په هر پوسټ ۹ لکه او ۵۷ زره ډالر ګټي.

هندۍ اداکاره پریانکا چوپړا دغه لیست کې په ۱۹م نمبر ده، چې ۴۳ میلیونه او ۳۰۰ زره فالو کوونکي لري او په هر پوسټ له انسټاګرام څخه ۲۷۱ زره ډالر اخلي.

ویراټ کوهلي بیا د دې لیست ۲۳ م کس دی چې د ۴۰ میلیونه فالوو کوونکو په وجه یې هر پوسټ له انسټاګرام څخه ۱۹۶ زره ډالر ګټي.

په دې سربېره کېم کاردیشان، سیلینا ګومز، ډوین جانسن، ټیلر سویفټ، نیمار جونئیر او مشهور کاناډايي سندرغاړی جسټن بیبر هغه کسان دي چې د انسټاګرام له لارې تر ټولو زیاتې پيسې ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب