سه شنبه, مې 14, 2024
Homeروغتیاافغانستان کې ۳۱ زره کسان په تورزېړي اخته دي

افغانستان کې ۳۱ زره کسان په تورزېړي اخته دي

تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: عامې روغتیا وزارت تور زېړی هر کال نړۍ کې د یو نیم میلیونه انسانانو ژوند اخلي او دا مهال افغانستان کې په دې ناروغۍ ۳۱ زره کسان اخته دي.

عامې روغتیا وزارت وايي، هیپاټایټس بي او سي داسې ویروسي ناروغي ده چې د انسان د مرګ اووم عامل په توګه پېژندل شوې او ټوله نړۍ کې د کال یو نیم میلیون انسانانو څخه ژوند اخلي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز وايي، دومره کار یې کړی دی چې اوس دا ناروغي افغانستان کې د اندېښنې وړ نه ده او دوی به یې د مخنیوي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

د فېروز په خبره دا مهال افغانستان کې د تور او سپین یا بي او سي زېړي د تشخیص پرمختللي مرکزونه فعال دي او د تور زېړي لپاره دوه کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته د واکسینو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلی فېروز زیاتوي، دوی تر دې دمه ۱ اعشاریه ۶ میلیونه کسانو باندې ټیسټونه کړي دي چې له منځه یې ۲۲ زره په هیپاټایټس بي او ۹ زره نور په هیپاټایټس سي اخته دي.

بلخوا کابل کې د روغتیا سازمان استازی ډاکټر پتا وايي، له تور زېړي سره مبارزه کې دوی د افغان حکومت ملګري دي.

تور زېړی داسې ویروس دی چې اعراض او علایم یې ژر ځان نه ښکاره کوي، خو د وینې د انتقال، جنسي اړیکې او مخدره توکو د کارونې له کبله یو نه بل ته سرایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب