شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د مفهوم له مخې د متن لیکنه | وحیدالله مومند

د مفهوم له مخې د متن لیکنه | وحیدالله مومند

د پیغام د لېږد له مخې متن بېلابېل ډولونه لري، چې د دې ټولو لپاره د متن ټاکنه یو معیار دی. مانا دا چې د مفهوم او ډول له مخې متن خپلې ځانګړتیاوې لري، چې په ځینو یې دلته خبرې کوو.

پنځونې یا تخلیقي لیکنې:

په دې ډول لیکنو کې موږ هر ډول لغاتونه، جملې، استعارې، متلونه، اصطلاحات، بدیعي او ادبي صنایع کارولی شو، هر ډول پیغام په څو لارو رسولی شو، په دې ډول لیکنو کې مهمه نه ده، چې تاسو خپله موخه په مستقیم او که په غیر مستقیم ډول تر لوستونکو رسوئ، په دې ډول لیکنو کې له هر ډول ژبني او لفظي ښکلاوو ګټه اخیستی شئ. دا لیکنې هېڅ کوم محدودیت نه لري، بلکې ټولې خبرې پکې د انسان له ذهن یا خیال لیکل کېږي. مانا دا چې تاسو یوه موضوع په خپل ذهن کې لرئ، غواړئ هغه ولیکئ، مستند او ټولنې ته یې وړاندې کړئ. دا ډول لیکنې تر ډېره د طبیعت حقیقي پېښې په غیر مستیقم ډول په یوه خیال کې انځوروي، چې هم لوستوونکي خوند ترې واخلي او هم یې لوستل لیوالتیا او اغېز ولري. په دې لیکنو کې کیسې، روایتونه، حکایتونه، ادبي ټوټې، ناولونه او ستاینې شاملې دي.

د پنځونې یوه نمونه د بېلګې په ډول: «عسکر له غونډې څخه په کوزېدو وه، لاسونو کې یې خپلې اوسپنیزې خولۍ نیولې وې، پر وچو شونډو یې نری ګرد پروت وه، پر تندیو یې خولې را ماتې وې، بې حاله او بې خیاله په سوچونو کې غرق روان وو، ناڅاپه له شا غږ وشو، ودرېږئ!. ټول ودرېدل، په ورخطایۍ یې شاته وکتل، له ونې ټیټ عسکر د ډبرو منځ ته لاس ونیو، چېغه يې له خولې ووته، زموږ له ډلې هم یو لګېدلی، عسکرو پورته منډه واخیسته، تور ويښتان یې باد سره ګډوډ کړل، د سپینو غټو تېږو د مورچې شاته یو پنډ جسد په وینو ککړ پروت وه. د دریشۍ له جېب څخه یې د بټوې پېڅکه ښکارېده، عسکرو یو بل ته کتل، یو ورمخکې شو، بټوه یې راکښ کړه، په لاس کې یې واړوله را واړوله، بټن یې درلوده، خلاصه یې کړه، د عسکرۍ پر کارت یې سترګې ولګېدې، را پورته یې کړ، کارت یې لا نه وه کتلی، چې زر افغانیو سره جوخت یو څو نور کاغذونه هم ښکارېدل، لاس یې ورکښته کړ، کله يې چې سترګو ته را نږدې کړ، د عسکر سترګې په یو تصویر ولګېدې، چې د یوې ځوانې نجلۍ په غېږ کې دوه کوچني ماشومانو شونډې له خندا ویړې تللې وې.»

له دې کوچنۍ بېلګې مې هدف هغه سرتېری دی، چې په جګړه کې وژل کېږي او خپله مینه او ماشومان يې د ژوند ټول سفر پرته له همسفره او بې سرپرسته تېروی، د هغه ماشوم درد دی، چې سبا را زلمی کېږي، د هغې خور کریغه ده چې خپل ټول ژوند، سکون او ډاډ یې یوې مرمۍ ورک کړی.

پنځونې یا ادبي لیکنو کې تاسو کولای شئ، لیکنه په بېلابېلو عبارتونو، لغاتونو، هدفونو او لارو ولېږدوئ.

معلوماتي لیکنې:

په دې ډول لیکنو کې ستاسو موخه یوازې مخاطبینو ته د معلوماتو رسول دي، چې پکې تر ډېره عام لغاتونه، کره اصطلاحات، ښکاره او په مستقیم ډول پیغام لېږدول کېږي. په دې دول لیکنو کې متلونه، اصطلاحات، عبارتونه او سخت لغاتونه ځای نه لري او که وکارول شي نو لیکنه مو له بطلان او بې خوندۍ سره مخ کوي. دا ډول لیکنې باید داسې وشي لکه ورځنۍ خبرې او هېڅ ډول ابهام ونه لري. معلوماتي لیکنې د مخاطبینو د لا پوهېدنې لپاره کېږي، د معلوماتي لیکنې لپاره دا بېلګه ولولئ:« افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري، تر ټولو لوی ولایتونه یې په ترتیب فراه، هیلمند او کندهار دي. د افغانستان پایتخت د کابل ښار دی. په افغانستان کې هر ولایت یو سرپرست (والي) او هر وزارت په ولایتونو کې یو ریاست لري، د افغانستان ټول وزارتونه په کابل کې دي. د نفوسو د شمېر له مخې تر ټولو ډېر وګړي په کابل کې اوسي.»

تاسو په دې لیکنو کې له ورایه وینئ، چې هر څه واضح بیان شوي او هېڅ ډول کوم نامانوس، ورک، بې خونده او په بدیعي صنایعو ولاړه کومه جمله، لغت یا بېلګه نه وینئ، هر څه مستقیم او پرته له کوم ګرداب څخه بیان شوي، لوستونکی فکر کولو ته نه اړ کوي، بلکې د متن له لوستلو سره په هر څه پوهېږي.

علمي یا څېړنیزه لیکنه:

په علمي لیکنو کې باید د هرې ژبې کره او په لغاتونو ولاړه ژبه وکارول شي، په دې مانا چې لغاتونه او د جملو تړاو یې له ورځنیو خبرو اترو پورته او له زده‌کړیز چاپیریال سره برابرې وي. نږدې ټول لوستي کسان په دې لیکنو پوهېږي او دا لیکنې د یوې ژبې د ګرامري جوړښت او ارزښت په پام کې نیولو سره کېږي. د څېړنې او علم ژبه باید له هر ډول ابهام پاکه وي. په دې ډول لیکنو کې د اصطلاحاتو او متلونو کارول اجازه نه لري، همدارنګه ژبه یې باید ډېره روانه او منطقي وي. دا ډول لیکنې تر ډېره د روایتونو په اساس او کتابتوني ډول وي، مطلب دا چې د یوې موضوع په اړه له مختلفو کتابونو معلومات راخیستل کېږي او پایله یې یو نوی جوړښت جوړوي. یا هم ویلی شو چې دا ډول لیکنې د تقلید پر بنسټ کېږي او تخلیق پکې د مفاهمو د تړلو په اندازه وي.

د علمي لیکنې بېلګه ولولئ:«فیوچرېستان له طبیعت پاللو سره جوړ نه دي، دوی ځنګلونه، غرونه، د سیند غاړې او داسې نورې طبیعي منظرې په خپلو اثارو کې نه انځوروي. لامل یې په صنعتي او شور ماشور ژوند کې ډوبېدل ښيي. دوی له باده ډک طوفان، د لوړ پرواز کارغه له بې قراره انسان سره تشبیه کوي، دوی هغه اثر هنري بولي چې پکې خوځښت، سرعت، زړورتوب، خطر او جسارت موجود وي».

تاسو وینئ چې په علمي لیکنه کې څومره روانه، ساده، خوږه ژبه کارول شوې، داسې پټ او ګډوډ هېڅ پکې نشته او پيغام مستقم د نقل قول په بڼه تر لوستونکو رسوي.

د پېښو یا ژورنالیزم لیکنې:

د یوه خبر یا پېښې ژبه له علمي، ادبي او معلوماتي بڼو سره جوت توپير لري. په خبرونو او راپورونو کې تر ډېه عام فهمه، مانوس او ډېر کارېدلي لغاتونه کارول کېږي. د خبري لیکنو جملې د رواني جوړښت له مخې ډېر توپير لري، په دې ډول لیکنو کې موخه په اسانه او عامه ژبه بیانېږي او یوازې د اړونده پېښې جریان لوستونکو ته لېږدول کېږي، خبري ژبه د عامو خلکو ژبه وي او داسې باید ولیکل شي، چې له کوچنيو ماشومانو نیولې ان تر لویانو ټولو سواد لرونکو او بې سواده خلک پرې بشپړ پوه شي. دا لیکنې تر ډېره په رسنیو کې کارول کېږي، لکه دلته یو خبر لیکوو:

« د کابل جلال‌اباد پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي. پېښه نن سهار لس بجې رامنځته شوې، بل خوا ځايي اوسېدونکي د پېښې علت د سراچه‌ډوله موټر له استنادي دېوال سره لګېدل بولي. په دې وروستیو کې د ننګرهار اوسېدونکي د ټرافیکي پېښو له ډېرښت شکایت کوي».

په دې خبر کې داسې متن لیکل شوی، چې په لوستلو یې ستاسو ټولې پوښتنې د پېښې په تړاو حل کېږي او هېڅ ډول فکر ته مو نه اړ کوي. په دې ډول په خبري لیکنو کې باید داسې متن ولیکل شي، چې لوستونکي ته کوم ډول ذهني پوښتنې د پېښې د ډول، ځای، جنسیت، لامل او ځینو نورو مهمو څیزونو په اړه پاتې نه شي، همدارنګه باید یوازې په دې تاکید وشي چې پيغام او جزیات بشپړ ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب