جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد چارواکو وعده خلافي؛ له ایټالیا د افغان پناه غوښتونکو جسدونه هېواد...

د چارواکو وعده خلافي؛ له ایټالیا د افغان پناه غوښتونکو جسدونه هېواد ته ونه لیږدول شول

تاند:(سې شنبه، د کب ۲۳)  په داسې حال کې، چې د طالبانو د رژیم د چارواکو ترڅنګ د پرزول شوي جمهوري نظام بهرنیو چارو وزیر او په ایټالیا کې د افغانستان سفارت له ایټالیا څخه خپل هېواد ته د مړو شویو افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد ژمنې کړې وې، خو اوس راپورونه ښيي چې د ۷ افغان پناه غوښتونکو جسدونه  له بې سرنوشته کیدو وروسته په ایټالیا کې خاورو ته سپارل شوي.

یو شمېر افغان کډوال د تېرې میلادي میاشتې په ۲۶ مه، د ایټالیا اوبو کې هغه مهال مړه شول، چې د ناقانونه سفر کښتۍ یې اوبو ډوبه کړه.

په دغه کښتۍ کې د بېلابېلو هېوادونو لسګونه پناه غوښتونکي مړه شول.

له پېښې وروسته د طالبانو رژیم او په ایټالیا کې له پرزول شوي افغان جمهوري نظام څخه د سفارت پاتې دیپلوماتانو ژمنه وکړه، چې د افغان پناه غوښتونکو جسدونه به هېواد ته ولیږدوي.

اوس سرچینې څرګندوي، چې د افغان سفارت او طالب رژیم د اړیکو د نشتوالي او نورو لاملونو له امله دواړه لوري په دې ژمنه کې پاتې راغلي.

د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د یادې پېښې په لومړیو ورځو کې بیا- بیا ژمنه کړې وه، چې د افغان پناه غوښتونکو جسدونه به هېواد ته ولیږدوي.

په ایټالیا کې د خښ شویو افغان پناه غوښتونکو د تدفین په مراسمو کې د ځینو مړو لیرې خپلوانو ګډون کړی و، خو ډېرو نورو څوک خپلوان هلته نه لرل.

د طالبانو رژیم او په ایټالیا کې د افغانستان د پرزول شوي نظام سفیر په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب