پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeسپورتبلخ کې وزلوبې؛ د بغلان او سرپل لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده

بلخ کې وزلوبې؛ د بغلان او سرپل لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده

تاند:( سې شنبه، د کب ۲۳)  په بلخ کې د وزلوبې سیالیو په دوام پرون دوشنبه د څلورو لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې دوه سیالۍ ترسره شوې، چې ورسره د پایلوبې لوبډلې هم معلومې شوې.

د پرون ورځې  لومړنۍ سیالي د بلخ او سرپل لوبډلو ترمنځ وشوه، چې یاده لوبه په ټاکلي وخت کې ۲ – ۲ مساوي پای ته ورسېده؛ خو په اضافي وخت کې سرپل یو بل امتیاز هم ترلاسه کړ او پایلوبې ته یې لار ومونده.

په دې سیالي کې نجیب او سرور یوـ یو امتیاز د بلخ لپاره او همدا راز جاوېد دوه او خلیل پهلوان یو امتیاز د سرپل په نوم ثبت کړ.

دویمه نیمه پایلوبه بیا د بغلان او بدخشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دا سیالي په ټاکلي وخت کې د ۲ – ۱ امتیازونو په توپیر بغلان لوبډلې وګټله.

په دې سیالۍ کې سعد الحق او فضل یوـ یو امتیاز د بغلان لپاره او بصیر بابا عاشور بیا یو  امتیاز د بدخشان لپاره واخیست.

د بلخ او بدخشان لوبډلې به د سه شنبې په سهار لس بجې د درېیم مقام لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او ګټونکې لوبډله به د روان ټورنمنټ درېیم مقام خپل کړي.

د بغلان او سرپل لوبډلو ترمنځ به د پایلوبې سیالي د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه په مزارشریف کې د حاجي مقیم بای د وزلوبې په لوبغالي کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب